د لاسرسي ځای

تازه خبر

جانیخېلو پر پوځي چيک پوسټونو د ځورونو خلاف احتجاج کړی دی


جانیخېل د مظاهرې په حال کې
جانیخېل د مظاهرې په حال کې

د خیبر پښتونخوا د بنو د ځونیخېلو (جانيخېلو) اوسېدونکو په امنیتي پوستو د ځورونو ضد احتجاج وکړ او د تلاشۍ په مهال د خلکو د تکليفولو بس کېدل یې وغوښتل.

د سيپتمبر پر ۱۸مه د سیمې د یو پوځي مرکز مخې ته په هغه احتجاج کې سلګونه ځوانانو، فعالانو، مشرانو ګډون وکړ. مظاهرینو ویل، پر پوستو د ځورونې ترڅنګ هلته زیاتره وخت لارې تړل کېږي او ګرځبندیز لګول کېږي چې له امله یې د هغوی ورځنۍ چارې اغیزمنېږي.

په احتجاج کې شریک د پښتون ژغورنې غورځنګ د بنو کوارډینېټر او جانیخېل جرګې غړي ګران وزیر مشال راډیو ته وویل چې په سیمه کې د امن ټینګښت غواړي خو ځینې وخت د امن په نوم هلته ولسي وګړي ځورول کېږي.

خلک امن غواړي خو د امنيتي ځواکونو ځورونې نه شي منلی.
ګران وزیر

هغه وویل د مظاهرینو مهمې غوښتنې دا وې چې ګرځبندیزونه او د خلکو ځورول دې بند شي، امنیت دې ټینګ شي، د موبایل شبکې دې خلاصې کړل شي او په سیمه کې دې بیا پوځي عملیات نه کېږي.

تر دې وړاندې د جانيخېلو اوسېدونکو د سېپټېمبر پر ۱۳مه د جرګې له لارې له حکومته د امنیت غوښتنه کړې وه. د ځونیخېلو په اډه کې د جرګې ګډونوالو ویلي ول چې په سیمه کې یې ناامني زیاته شوې ده او دعوه یې وه چې امنیتي ځواکونه اکثر وخت د تګ راتګ لارې تړي.

د جانیخېلو د د شکایتونو په اړه د بنو انتظامي او پوځي چارواکو چې نه یې غوښتل نومونه یې ولیکل شي، مشال راډیو ته وویل چې په سیمه کې د امنیت لپاره کار کوي او ټولې کړنې یې د ولس د ځورونې لپاره نه بلکې د هغوی د ژغورنې لپاره دي.

دوی وویل چې په سیمه کې د وسلوالو ضد عملیات کوي او په دې لړ کې د ولس څخه د مرستې غوښتنه کوي.

په ځونیخېلو کې له څه دوو کلونو راهیسې امنیتي حالت خراب دي. د ناامنيو پرضد په سیمه کې پراخې مظاهرې او پرلتونه شوي دي او په عین وخت کې پکې د پاکستان پوځ او پولیس د وسلوالو ډلو پرضد هدفي عملیات هم کوي.

د اګست پر ۲۴مه ځايي مشرانو او اوسېدونکو دعوه وکړه چې یو امنیتي سرتېري د عبدالرزاق په نوم یو ۱۵ کلن هلک ویشتلی دی. د دې په غبرګون د سیمې خلکو احتجاج وکړ خو په ننواتې د حکومتي چارواکو تر ورتګ وروسته یې ختم کړ.

د روان کال د اپرېل پر شپږمه د ځایي قبایلي مشر ملک موېز خان پر کور تر ډزو او راکټي برید وروسته هم په ځونیخېلو کې د پېښې او ناامنۍ پر ضد مظاهره شوې وه. ملک موېز خان د هغو ځايي مشرانو له ډلې دی چې په تېرو وختونو کې یې د سیمې امنیت لپاره په پراخو احتجاجي پرلتونو او لاریونونو کې فعاله ونډه لرلې ده.

په جانیخېلو کې خلکو په لومړي ځل د ۲۰۲۱ز کال په مارچ کې د څلورو هلکانو مړو تر موندل کېدو وروسته پرلت وهلی وو چې تر نهو ورځو روان وو او له صوبايي حکومت سره تر موافقې وروسته پای ته ورسېد.

تر هغې وروسته د جانیخېلو اوسېدونکو د ۲۰۲۱ز کال د مې په پای کې د یوه ځايي مشر ملک نصیب خان د وژنې په غبرګون کې تر شاوخوا یوې میاشتې احتجاجي ناسته کړې وه چې له حکومت سره یې د بلې موافقې په لاسلیکولو پای ته رسولې وه.

د بنو انتظامي چارواکو په تېرو وختونو کې په بیا بیا ټینګار کړی دی چې د سیمې امنیت ته ژمن دي او په جانیخېلو کې پرمختیايي پروژې هم پلي کوي.

XS
SM
MD
LG