د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي وزیرستان کې اتمانزیو جرګې د یو تن کور سوزولی دی


د شمالي وزیرستان په ګډون د پښتنو په یوشمېر سیمو کې د ستونزو د حل لپاره جرګې جوړول دود دي ـ پخوانی انځور.
د شمالي وزیرستان په ګډون د پښتنو په یوشمېر سیمو کې د ستونزو د حل لپاره جرګې جوړول دود دي ـ پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان کې د اتمانزیو جرګې د پرېکړو څخه د سرغړونی پر تور د یو تن کور سوزولی دی.

د سيپتمبر پر دریمه د اتمانزیو جرګې په خیسور کې د هغه تن کور ته اور ورته کړ چې خپل ورور یې وژلی وو. د جرګې د مشرانو په وینا، جرګې پرېکړه کړې وه چې ترڅو جرګه روانه وي نو هېڅوک به څوک نه وژني او حکومتي چارواکو سره به نه ګوري. د جرګې ترمخه، که څوک له دې پرېکړو سرغړونه وکړي نو جرمانه به ترې اخیستل کېږي او یا به یې کور ړنګېږي.

تر دې وړاندې جرګې، د اګست پر اتمه له پرېکړو د سرغړونې په تور هغه مشران ۲۰،۲۰ لکه روپۍ جرمانه کړل چې یوه ورځ مخکې یې د پېښور په بالاحصار کې د پاکستاني پوځ له مشر جنرال سید عاصم منیر سره کتلي ول.

په رزمک کې د اتمانزیو د ولسونو د "یووالي" لپاره هغه جرګه د جولای له وروستۍ اونۍ راهيسې روانه ده. جرګه له حکومته په سيمه کې د امنيت ټينګولو ترڅنګ نورې غوښتنې لري.

د جرګې له لوري په خیسور کې د کور سوځونې د اقدام په اړه د حکومت غبرګون مخې ته نه دی راغلی. مشال راډیو هڅه وکړه چې په دې اړه هلته د پوځي او انتظامي مشرانو دریځ واخلي خو د بیا بیا هڅو باوجود هغوی ځواب ور نه کړ. البته مرستیال کمېشنر ریحان ګل خټک تر دې وړاندې مشال راډیو ته ویلي ول، چې اتمانزیو جرګې سره په مذاکراتو بوخت دي او ډاډ یې ورکړی چې د امنیت ټینګښت او نورو ستونزو د حل لپاره حکومت ګامونه اخلي.

د جرګې لخوا د کور سوزولو د اقدام په اړه په ټولنیزو رسنیو هم تاوده بحثونه روان دي او ځینې کسان د جرګې د هغه ګام غندنه کوي. مشال راډیو سره په خبرو کې د سیمې یو شمېر ځوانانو او مشرانو چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نومونه یې واخیستل شي، وویل چې د یو کس د جرم سزا ټولې کورنۍ ته ورکول انصاف نه دی.

جرګې یوه پرېکړه دا هم کړی چې تر څو جرګه روانه وي نو د سیمې خلک به خپلو ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي نه ورکوي. د دې او د جرګې د ځینو نورو پریکړې په غبرګون کې حکومت د جرګې پر یو مشر ملک نصرالله وزیر مقدمه درج کړې ده.

XS
SM
MD
LG