د لاسرسي ځای

تازه خبر

ځونیخېلو کې د امنیتي سرتېري په ډزو د یو هلک تر وژنې وروسته احتجاج شوی دی


په ځونیخېلو کې په وروستیو دوو کلونو کې د ناامنۍ پرضد پراخې مظاهرې شوې دي - پخوانی انځور.
په ځونیخېلو کې په وروستیو دوو کلونو کې د ناامنۍ پرضد پراخې مظاهرې شوې دي - پخوانی انځور.

د بنو په ځونیخېلو (جانیخېلو) کې ځايي مشرانو او خلکو دعوه کړې ده چې هلته یو امنیتي سرتېري د عبدالرزاق په نوم یو ۱۵ کلن هلک ویشتلی دی.

د سیمې اوسېدونکو د اګست ۲۴مې تر پېښې وروسته په احتجاج لاس پورې کړ چې د اګست پر ۲۵مه یې په ننواتې د حکومتي چارواکو تر ورتګ وروسته ختم کړ.

د پېښې څرنګوالي په اړه زیات معلومات نه شته او دا هم روښانه نه ده چې هغه سرتېري ولې ډزې کولې.

خو په بنو کې یو لوړپوړي امنیتي افسر، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې هغه هلک په ناپامۍ کې له سرتېري ولګېد او ووژل شو.

ولسي مشرانو مشال راډیو ته وویل چې امنیتي ځواکونو د عبدالرزاق جسد له ځان سره وړی وو چې تر احتجاج وروسته یې کورنۍ ته وسپاره.

د ملک پیر ملا خان، ملک سخي زمان، ملک نېک محمد او ملک اعظم ګل په ګډون یوشمېر ځايي مشرانو د اګست ۲۴مې پر ماخوستن د سیمې له انتظامي مشر منظور اپرېدي او نورو پوځي چارواکو سره جرګه وکړه.

هغه مشران وايي چې په ناسته کې یې چارواکو ته وویل چې په ننواتې دې ورشي، بښنه دې وغواړي او د وژل شوي هلک کورنۍ ته دې تاوان ورکړي.

د بنو پولیسو یو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د انتظامي مشر په مشرۍ حکومتي او پوځي چارواکو د اګست پر ۲۵مه د ځونيخېلو مشرانو ته د ننواتې پسونه (ګډان) وروړل، بښنه یې وغوښته او ورته یې ډاډ ورکړ چې په راتلونکو ورځو کې به له اغېزمنې کورنۍ سره مالي مرسته وکړي.

لوړپوړي امنیتي چارواکي مشال راډیو ته دا هم وویل چې د عبدالرازق د وژنې د پېښې پلټنې کوي او پکې د ککړ سرتېري پرضد قانوني کاروايي کوي.

ده زیاته کړه چې جرګې ته یې هم ډاډ ورکړی دی چې په راتلونکې کې به د دې ډول پېښو د تکرار مخه نیسي.

په ځونیخېلو کې له څه د پاسه دوو کلونو راهیسې امنیتي وضع خرابه ده چې پرضد په سیمه کې پراخې مظاهرې او پرلتونه شوي دي او په عین وخت کې پکې د پاکستان پوځ او پولیس د وسلوالو ډلو پرضد هدفي عملیات هم کوي.

د روان کال د اپرېل پر شپږمه د ځایي قبایلي مشر ملک موېز خان پر کور تر ډزو او راکټي برید وروسته هم په ځونیخېلو کې د پېښې او ناامنۍ پر ضد مظاهره شوې وه.

ملک موېز خان د هغو ځايي مشرانو له ډلې دی چې په تېرو وختونو کې یې د سیمې امنیت لپاره په پراخو احتجاجي پرلتونو او لاریونونو کې فعاله ونډه لرلې ده.

په جانیخېلو کې خلکو په لومړي ځل د ۲۰۲۱ز کال په مارچ کې د څلورو هلکانو مړو تر موندل کېدو وروسته پرلت وهلی وو چې تر نهو ورځو روان وو او له صوبايي حکومت سره تر موافقې وروسته پای ته ورسېد.

تر هغې وروسته د جانیخېلو اوسېدونکو د ۲۰۲۱ز کال د مې په پای کې د یوه ځايي مشر ملک نصیب خان د وژنې په غبرګون کې تر شاوخوا یوې میاشتې احتجاجي ناسته کړې وه چې له حکومت سره یې د بلې موافقې په لاسلیکولو پای ته رسولې وه.

د بنو انتظامي چارواکو په تېرو وختونو کې په بیا بیا ټینګار کړی دی چې د سیمې امنیت ته ژمن دي او په جانیخېلو کې پرمختیايي پروژې هم پلي کوي.

XS
SM
MD
LG