د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ وايي په بنو کې یې پر پوځي قافله برید نهه سرتېري وژلي دي


دا په ۲۰۲۲ز کال کې په شمالي وزیرستان کې د پوځ پر ګاډي د ځانمرګي برید انځور دی.
دا په ۲۰۲۲ز کال کې په شمالي وزیرستان کې د پوځ پر ګاډي د ځانمرګي برید انځور دی.

چارواکي وايي، د خیبر پښتونخوا د بنو په جانیخېلو کې د پاکستان پر پوځ برید کې نهه سرتېري وژل شوي او پینځه نور زخمیان شوي دي.

د پاکستان پوځ د عامه اړيکو ادارې (ای اېس پي ار) په يو بیان کې ويلي چې دا برید د اګست پر ۳۱مه ماخستن مهال پر موټر سايکل سپاره يوه مشکوکه ځانمرګي کړی دی.

د دوی په وینا، د جانیخېلو په جنرال سیمه کې پر پوځي قافله شوي‌ دې برید کې نهه سرتيرې وژل شوي او پینځه نور ټپیان شوي دي.

بیان زیاتوي چې سیمه یې په ولقه کې اخیستې ده او "پوځ د ترهګرۍ له منځه وړلو ته ژمن دی."

خو د پوځ استخباراتي‌ چارواکو او پولیسو بیا مشال راډیو ته ویلي‌ چې په دې برید کې نهه عسکر وژل شوي‌ او ۲۰ نور ټپيان شوي‌ دي.

د دې خبر تر خپرېدو د دې برید زمه واري لا چا نده منلې.

بل پلو د پاکستان نګران وزیراعظم انوارالحق کاکړ پر اېکس، چې پخوانی نوم يې ټويټر وو، د پېښې غندنه کړې ده. هغه ليکلي چې د نهه عسکرو په وژنه سخت خفه شوی دی.

په خیبر پښتونخوا او په ځانګړې توګه شمالي او جنوبي وزیرستان کې په دې وروستیو کې د ناامنۍ پېښې د پخوا پرتله لا زیاتې شوې دي.

د چارواکو په وینا، له تازه برید سره په ۲۰۲۳ز کال کې په شمالي وزیرستان کې پر امنیتي ځواکونو د ځانمرګو حملو شمېر شپږو ته رسېدلی دی چې پکې یوشمېر سرتېرو او ولسي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.

پر پاکستاني پوځ تر دې وړاندې خونړۍ برید د اګست پر ۲۲مه په جنوبي وزیرستان کې شوی وو چې د چارواکو په وینا ۱۱ عسکر پکې وژل شوي او درې نور ټپیان شوي وو.

د اګست پر ۱۱مه په شمالي وزیرستان کې د امنیتي ځواکونو د ځمکلاندې بمونو شنډولو پر یوې ډلې په موټر بمي ځانمرګي برید کې دوه ولسي وګړي وژل شوي وو. د دې بريد ذمه واري چا نه وه منلې.

د اګست پر پینځمه د شمالي وزیرستان یو لوړپوړی انتظامي مشر (ایډېشنل ډېپټي کمېشنر) قیصر کونډی په وسلوال برید کې ژوبل شو چې د حملې ذمه واري هم هيڅ يوې ډلې ونه منله.

تر دې مخکې، د اګست پر درېیمه شپې مهال په شمالي وزیرستان کې په درو جلا، جلا حملو کې دوه تنه ووژل شول او وسلوالو اته ګاډي وسوځول.

چارواکو د اګست پر څلورمه مشال راډیو ته وویل چې وسلوالو د میرلي په اېپي او عیدکو کې په دوو حملو کې د ارمان خان او ضیا الله په نوم دوه ځايي اوسېدونکي ووژل.

چارواکي وايي، د اګست پر درېیمه شپې مهال وسلوالو د ماړي پېټرولییم شرکت ته سامان وړونکي اته ګاډي وسوځول خو په پېښه کې چا ته زیان نه دی اوښتی. د هغو حملو ذمه واري لا چا نه ده منلې.

ماړي پېټرولییم شرکت په شمالي وزیرستان کې له ځمکې تېل او ګیس باسي او تر دې مخکې یې هم پر کارکوونکو حملې شوې دي او ځینې کارکوونکي یې وژل شوي او تښتول شوي هم دي.

د ۲۰۲۳ز کال د فبرورۍ پر ۱۱مه له کجوري امنیتي پوستې سره نېږدې د هغې کمپنۍ د کاروان د امنیت لپاره ورسره پر روانو سرتېرو ځانمرګی برید شوی وو چې پکې درې تنه وژل شوي او ۲۲ ژوبل شوي ول.

په ژوبلو کې ۱۵ کسان د ماړي پېټرولییم شرکت کارکوونکي او اووه د اېف سي ځواک سرتېري ول. د هغه برید ذمه واري هم تحریک طالبان پاکستان منلې وه.

د خیبر پښتونخوا د نورو ضلعو په څېر په شمالي وزیرستان کې هم په ورستیو کې ناامني لا زیاته شوې ده. هلته د ناامنۍ او هدفي بریدونو پرضد وخت په وخت احتجاجونه، پرلتونه او جرګې شوي دي او له حکومته یې په سیمه کې د امن د ټینګښت غوښتنې تکرار کړي دي.

دا راز په رزمک کې له څه د پاسه یوې اوونۍ راهیسې د ټولو اتمانزیو لویه جرګه روانه ده. دوی د نورو غوښتنو ترڅنګ په سیمه کې د امن باوري کولو مطالبه کوي.

بل لوري ته حکومت او پوځ په بیا بیا ټینګار کړی دی چې د وسلوالو پرضد بې توپیره عملیات کوي او په تېرو کلونو کې یې په دې لړ کې بریاوې ترلاسه کړې دې.

XS
SM
MD
LG