د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي وزيرستان کې وسلوالو یو کس وژلی او بل یې زخمي کړی دی


په شمالي وزيرستان کې له تېرې اوږدې مودې راهيسې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوي دي ـ پخوانی انځور.
په شمالي وزيرستان کې له تېرې اوږدې مودې راهيسې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوي دي ـ پخوانی انځور.

په شمالي وزيرستان کې وسلوالو په يو هدفي بريد کې يو کس وژلی او بل یې زخمي کړی دی.

د ميرعلي تاڼې پولیسو مشال راډيو ته ويلي چې وسلوالو د سيپتمبر پر دويمه په ميرلي بازار کې پر يو ګاډي ډزې وکړي. د پولیسو په خبره په برید کې د ثناالله په نوم يو تن ځای پر ځای ووژل شو او د ابرابر په نوم کس زخمي شو.

ځايي خلکو ويلي چې دغه کسان د سپين وام اوسېدونکي ول خو تر اوسه معلومه نه ده چې ولې په نښه شوي. پولیس وايي پلټنې کوي.

تر اوسه چا د دې بريد ذمه واري نه ده منلې.

د مشال راډيو ټولې کړې شمېرې ښيي چې په روان کال په شمالي وزيرستان کې ۳۵ هدفي بريدونه شوي دي چې پکې له ۴۰ زیات ځايي قومي مشران، سياستوال او فعالان وژل شوي دي.

په ۲۰۲۲ز کال کې هلته ۴۶ هدفي بريدونه او نهه ځانمرګي بریدونه شوي ول. په شمالي وزيرستان کې له تېرې اوږدې مودې راهيسې هدفي بريدونه روان دي.

د اګست پر ۲۸مه په میرلي کې وسلوالو د مواصلاتو او کار (سي اېنډ ډبليو) حکومتي ادارې يو اېنجينيېر جمشېد داوړ په يوه هدفي برید کې وواژه.

د اګست پر ۲۶مه د شمالي وزيرستان په رزمک سیمه کې د اتمانزیو جرګې يو مشر ډاکټر ګل عالم وزير له ګاډي سره نېږدې چاودنه شوې وه خو هغه پکې خوندي پاتې شوی وو.

تر هغه وړاندې، ناپېژندل شويو وسلوالو د اګست پر ۱۱مه د میرلي د ایدکو (عیدکو) او خدي ترمینځ پر لاره د پاکستان د ټېلېفوني خدماتو ادارې (پي ټي سي اېل) یو کارکوونکی زربت خان وژلی وو.

دا په داسې حال کې ده چې د اتمانزو جرګې له تېرې څه دپاسه يوې میاشتې راهیسې په سیمه کې په احتجاجي مظاهرو لاس پوری کړی دی. دوی د د لاريون په ترڅ کې پر حکومت غږ کړی چې امنيت بحال، د وسله والو پر ضد بې توپيره کاروايي او د هدفي وژنو مخنیوی وکړي.

د شمالي وزيرستان انتظامیې له جرګې سره د خبرو اترو لړۍ پیل کړې ده او د مرستیال کمېشنر ریحان ګل خټک مشال راډیو ته ویلي چې د هغوی غوښتنې یې اورېدلي او د پوره کولو هڅه کوي.

د اتمانزۍ جرګې د مشرانو وینا ده چې په شمالي وزيرستان کې د هدفي بریدونو لړۍ روانه ده او هلته د ۲۰۱۴ز کال تر ضرب عضب عملیاتو وروسته شاوخوا ۶۰۰ کسان په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي.

ځايي ولس د شمالي وزیرستان په ګډون د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سيمو کې د امن لپاره پرلتونه، مظاهرې، او جرګې کړې دي. په زياترو دا ډول غونډو کې پر حکومت غږ شوی چې د وسلوالو پر ضد دې کوټلي ګامونه واخلي.

حکومت او پوځ په بیا بیا ټینګار کړی دی چې ریاستي امنیتي ادارې د وسلوالو پرضد بې توپیره عملیات کوي او په تېرو کلونو کې یې په دې لړ کې بریاوې ترلاسه کړې دې.

د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر اختر حیات خان ګنډه پور د اګست پر ۱۱مه مشال راډیو ته ویلي ول چې د صوبې پولیسو او د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) په تېرو میاشتو کې د بېلابېلو وسلوالو ډلو یوشمېر غړي نیولي او پرضد یې عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG