سهېل احمد خان زیاته کړه چې جرګې ورسره دا هوکړه هم کړې چې هغه کسان به تر ټاکلې مودې وروسته حکومت ته سپاري چې په جلسه کې یې ناسمې خبرې کړې وې.
یونس وزیر زیاتوي، د علي وزیر د ساتنې لپاره د غورځنګ له ۵۰۰ تر ۶۰۰ پورې پلویان د هغه د کور شاوخوا پهره کوي چې څوک ورته زیان و نه رسوي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د اتوار پر ماښام مشال راډیو ته وویل، خلک د غورځنګ د یوه مخکښ علي وزیر د هرکلي لپاره وروتلي ول چې ځايي وسله وال ورغلل
د جنوبي وزیرستان د انګور اډې سیمې دوکاندارانو هړتال کړی او احتجاجي پرلت یې پیل کړی دی.
د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه په جنوبي وزیرستان په مکين کې د نقیب الله مسود له پلار سره لیدلي دي
د قبايلي سيمې سوهېلي وزيرستان يوې جرګې د حکومت لخوا د پښتون ژغورنې غورځنګ د غوښتنو د جاج اخېستو پر مهال ويلي چې حکومت دې د دوی غوښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.
د جنوبي وزیرستان پولیټیکل انتظامیه وايي ، د ماینونو په چاودونو کې د وژل شوو او ټپي شوو ۲۹ کسانو فهرست یې د مالي مرسته لپاره لوړپوړو چارواکو ته لېږلی دی.
ملک محمد خان د اتوار پر ورځ په ډېره اسماعیل خان کې خبري غونډې ته وویل، پر سپریم کورټ باور لري او تر اوسه یې له کارروايۍ څخه مطمین دی. نوموړي په خبري غونډه کې
د جنوبي وزیرستان مسود مشرانو له پاکستاني حکومته غوښتنه کړې چې په سیمه کې دې ښخ ماینونه پاک کړل شي او د نقیب مسود وژونکیو ته دې سزا ورکړل شي.
د شورو/چارشنبې ورځ د جنوبي وزیرستان په ټانک کې د مسودو په یوه جرګه کې له حکومته غوښتنه وشوه چې په سیمه کې دې د زرګونو ښخ کړل شویو ماینونو د پاکولو سمدستي بندوبست وکړي.
د جنوبي وزيرستان د مسیدو مشرانو د یوې جرګې له لارې خپلې ستونزې د یادې سیمې پولیټیکل انتظامیې ته وړاندې کړې دي.
راپورونه وايي له تېرو درو ورځو راهیسې د جنوبي وزیرستان په ځینو برخو کې ګرځبندیز لګول شوی چې له وجې یې یو شمېرځايي خلک تر خپلو کورونو پورې محدود پاتې شوي او ډېری یې بیا له سیمې وار له مخې وتلي دی.
یوه امنیتي چارواکي د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل، پېښه هغه مهال شوې چې د امنیتي ځواکونو ګاډی له سیمې تېرېده. ده وویل، وژل شوي سرتېري غلام رباني او تصور علي نومېږي.
مسیدو د چارشنبې په ورځ په ټانک کې د مسید اصلاحي تحریک په مشرۍ د پولټيکل انتظاميې دفتر مخې ته پرلت ووهلو او د پولټيکلی چارواکو پرضد يې نعرې ووهلې.
د ګل شاهد په نامه کس وویل چې دا د دوی لپاره د څښلو د اوبو یوازېنۍ وسیله وه چې له تېرې څه باندې یوې اونۍ راهسې ورباندې بنده کړل شوې ده.
نهه کلنه امیده به ښايي بیا هېڅکله د وزیرستان په غرونو او شېلو کې د رمې تر شا منډه ونه کړي، ځکه چې د ماین یوې چاودنې یې پښې ژوبلې کړلې.
د جنوبي وزیرستان ځيني اوسېدونکي وايي د پاکستان امنیتي ځواکونه او پولیټکل انتظامیه ډېر سخت چلن ورسره کوي. د دې ځای ځينو خلکو مشال ريډيو ته وويل چې پوځ پر چيک پوسټونو خلک ډير په تکليفوي او نيول شوي کسان شکنجه کيږي.
د جنوبي وزير ستان پوليټکل ایجنټ ظفر اسلام وايي د دوتاڼیو او احمدزیو وزيرو تر مينځ د تاوتريخوالي ختمولو لپاره يې هڅې پیل کړي دي.
په ډېره اسماعیل خان کې د پاکستانیو استخباراتو یوه چارواکي د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل، د پکتیکا په لمن سیمه کې، د افغان ځواکونو په عملیاتو کې درې طالبان وژل شوي چې پکې د تحریک طالبان پاکستان د مسود (مسید) ډلې یو ویاند اعظم طارق هم وژل شوی دی.
نور وښیئ