د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان: "پوځیانو د خلکو د اوبو وسیله نیولې”


د ګل شاهد په نامه کس وویل چې دا د دوی لپاره د څښلو د اوبو یوازېنۍ وسیله وه چې له تېرې څه باندې یوې اونۍ راهسې ورباندې بنده کړل شوې ده.

ډېره اسماعیل خان: د شمالي وزيرستان د شيرا تلې بوبالي قبايل وايي چې پوليټيکل انتظاميې دوی ته د څښلو د اوبو لپاره يو ټيوب وېل جوړ کړی و خو اوس په سيمه کې موجود پوځيانو دا ټيوب وېل په خپله ولکه کې اخيستی او دوی يې له اوبو محروم کړي دي.

دې قبايلو له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې د ټیوب ویل د اوبو د نه شتون له امله له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.

د ګل شاهد په نامه کس وویل چې دا د دوی لپاره د څښلو د اوبو یوازېنۍ وسیله وه چې له تېرې څه باندې یوې اونۍ راهسې ورباندې بنده کړل شوې ده.

ده وویل ، اوس د دوی مېرمنې له شاوخوا پنځه کلومیټره ليرې د څښلو او نور استعمال لپاره اوبه راوړي.

قیوم بوبلي وویل ، دوی د اوداسه او غسل لپاره اوبه نلري او پوځیانو ته پر دوه کلومیټره واټن اوبه شته خو بیا یې هم د دوی ټیوب ویل نیولی دی.

د پوځي چارواکو له خوا تر اوسه په دې اړه څه دریځ مخې ته نه دی راغلی خو د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې د دې سیمې استازي محمد نذیر مشال راډیو ته وویل چې دوی به د یادو خلکو دا ستونزه په لنډو ورځو کې هواره کړي.

محمد نذیر وویل ، دی دې قبایلو ته باور ورکوي چې د دوی اوبه اړونکي که هر څومره زورور شي هم نو له دې کاره به لاس اخلي او اوبه به بیرته ځايي خلکو ته سپاري.

د دې سیمو خلکو زیاته کړه چې دوی وار له مخه د پاکستاني پوځ او وسله والو ترمنځ د نښتو او عملیاتو له کبله ډېر ځورېدلي دي نو په کار ده چې نور ونه ځورول شي.

XS
SM
MD
LG