د لاسرسي ځای

تازه خبر

پولیټیکل وايي د دوتاڼیو او وزیرو کشاله ختموي


د جنوبي وزير ستان پوليټکل ایجنټ ظفر اسلام وايي د دوتاڼیو او احمدزیو وزيرو تر مينځ د تاوتريخوالي ختمولو لپاره يې هڅې پیل کړي دي.

له مشال راډيو سره په خبرو کې ظفر اسلام وویل، دوی جرګه رابولي چې د دوتاڼیو او وزیرو ترمنځ کشاله هواره کړي. نوموړي د دوی ترمنځ د روغې کېدو هیله وښودله.

دوه نيمې اوونۍ مخکې پرګومل سړک د دوتاڼیو په سیمه کې د احمدزيو وزيرو په مڼو بار څلور ټرکونه ناڅرګندو وسله والو سوځولي ول او درې ډرايوران يې له ځان سره تښتولي ول. احمدزي وزیر وايي، پېښه د دوتاڼیو په خاوره کې شوي او هغوي يې ذمه وار دي خو دوتاڼي بیا دغه تورونه ردوي.

چارواکي وايي چې د اجتماعي ذمه وارۍ تر قانون لاندې یې د دوتاڼیو دوه دېرش کسان نيولي دي او له واڼه یې د دوتاڼي قبيلي خلک بي دخله کړي دي.

پولیټیکل وايي د دوتاڼیو او وزیرو کشاله ختموي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:52 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG