د لاسرسي ځای

تازه خبر

په واڼه کې حالات ترینګلي، ګرځبندیز دوام لري


د واڼه د پېښې یو شمېر ژوبل ډېره اسماعیل خان ته هم وړل شوي
د واڼه د پېښې یو شمېر ژوبل ډېره اسماعیل خان ته هم وړل شوي

ډېره اسماعیل خان/ پراګ - د جنوبي وزیرستان په واڼه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر پلویانو او غړو د ډزو په پېښه کې د وژل شویو او مړو په اړه بېلا بېل اطلاعات دي.

چارواکي، عیني شاهدان، د تحریک مخکښان او ځايي خبریالان وايي، د اتوار پر مازیګر ځايي وسله والو د غورځنګ پر پلویانو او غړیو ډزې وکړې.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د اتوار پر ماښام مشال راډیو ته وویل، خلک د غورځنګ د یوه مخکښ علي وزیر د هرکلي لپاره وروتلي ول چې ځايي وسله وال ورغلل، پر هغوی یې تشدد وکړ چې په غبرګون کې د تحریک پلویانو نعرې ووهلې او مظاهره یې وکړه.

د سیمې اوسېدونکي وايي تر دې مظاهرې وروسته د ډزو یو اړخیزه پېښه وشوه چې پکې لسګونه کسان ژوبل شول.

د واڼه د تاوتریخوالي او ډزو پېښې پر ټولنیزو رسنیو د پاکستان د سیاستوالانو، ولسي مشرانو او فعالانو غبرګونونه پارولي دي.

حالات څنګه ترینګلي شول؟

د واڼه یو شمېر اوسېدونکو او عیني شاهدانو راته وویل چې له څو ورځو راهیسې حالات سم نه ول او ځايي طالبانو د غورځنګ پلویانو ته ویل چې هغه خولۍ (ټوپۍ) دې نه پسروي چې د پښتون تحفظ موومېنټ مشر منظور پښتین د خولۍ په نامه یې شهرت پیدا کړی دی.

د منظور پښتین په سر خولۍ د تحریک سېمبل یا علامت جوړ شوی
د منظور پښتین په سر خولۍ د تحریک سېمبل یا علامت جوړ شوی

پښتون تحفظ غورځنګ د ۲۰۱۸ز کال د فبرورۍ له لومړۍ راهیسې په اسلام اباد کې ۱۰ ورځنۍ احتجاجي ناسته وکړه او بیا یې وروسته د بلوچستان په پښتون مېشته سیمو، په خیبر پښتونخوا، ځېنو قبایلي سیمو، لاهور او کراچۍ کې جلسې وکړې.

د دې غورځنګ مشر منظور پښتین یوه ځانګړې خولۍ پسروي چې د تحریک یو ډول سېمبل یا علامت ګرځېدلې ده.

د مرګ ژوبلې شمېر

پولېټيکل اېجنټ سهېل احمد خان د جون پر درېیمه شپې ناوخته مشال راډيو ته وویل، ورته رسېدلي لومړني رپورټونه ښيي چې د ډزو په پېښه کې یو کس وژل شوی او ۱۱ ژوبل دي.

خو د واڼه یو اوسېدونکی محمد رفیق چې د ښار روغتون ته ورغلی وو د شپې ناوخته یې راته وویل، په ډزو کې یو کس وژل شوی او ۳۷ ژوبل دي.

دی وايي، سېول اسپتال ته په ورغلو ۳۸ کسانو کې یو مړ شو او د زیاتره ټپیانو روغتیايي حالت ښه دی.

منظور پښتین وايي، خلک د علي وزیر استقبال ته وتلي ول چې ورباندې تشدد وشو
منظور پښتین وايي، خلک د علي وزیر استقبال ته وتلي ول چې ورباندې تشدد وشو

رفیق زیاتوي، په ژوبلو کې د دوو حالت خراب دی خو نور ټول په لاس یا پښو لګېدلي او ټپونه یې مرګوني نه دي.

په ډېره اسماعیل خان کې د استخباراتي ادارې یوه چارواکي د نوم نه ښودو په شرط ویلي، په تاوتریخوالي کې ټول دوه کسان وژل شوي او ۲۵ ژوبل دي.

د واڼه په ډزو کې یو شمېر ژوبل کسان د ډېره اسماعیل خان روغتونونو ته هم تللي دي. په دوی کې یو خبریال نور علي وزیر هم دی چې په لاس لګېدلی وو او د جراحۍ خونې ته د ورتګ پر مهال یې راته وویل چې داسې لویه پېښه یې پخوا نه وه لیدلې.

ده تور پورې کړ چې وسله والو پر ولس ((مکمل یلغار وکړ.))

وزیر وايي، ځايي طالبانو پر ((عام ولس د درنو او سپکو وسلو)) برید وکړ چې پکې د ده په وینا، شپږ کسان وژل شوي او سلګونه ژوبل دي.

دی زیاتوي، د شخړې له کبله د سیمې په اسپتالونو کې بیړنی حالت لګول شوی وو.

د پاکستان پوځ دریځ

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو ډایرېکټر جنرل اصف غفور د جون پر څلورمه یوې خبري غونډې ته په خپلو خبرو کې ادعا وکړه چې علي وزیر له څو ورځو په واڼه کې وو او هلته د پښتون ژغورنې غورځنګ غړیو د پوځ خلاف نعرې وهلې چې د امن کمېټۍ کسانو منع کاوه او په دې خبره د دوی ترمنځ ډزې شوې دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ دریځ

د پښتون تحفظ تحریک مشر منظور پښتین په ټېلېفون راته وویل، دوی به د پښتنو د ټولو حقونو ترلاسه کولو پورې خپلې سوله ییزې مبارزې ته دوام ورکوي.

د پښتین په وینا، حکومت پلوه وسله والو د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مشر علي وزیر ته ګواښونه هم کړي ول او عام ولس ځوروي.

دا تحریک د ماورای عدالت وژنو د پلټنو لپاره د عدالتي کمېشن د جوړولو، د ورکو کسانو عدالت ته وړاندې کولو، پر امنیتي پوستو د پښتنو د نه ځورولو او په قبایلي سیمو کې د ځمکلاندې بمونو د پاکولو غوښتنې کوي.

د پاکستان پوځ وايي، د غورځنګ ځېنې غوښتنې جایزې دي او ځېنې یې پوره کړې هم دي.

غبرګونونه

د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویانو او فعالانو د اتوار پر شپه په اسلام اباد، پېښور او کوټه کې مظاهرې وکړې.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د جون پر څلورمه پیشلمی (پیشمنی) مهال په یوه ویډیويي پیغام کې د واڼه تاوتریخوالی غندلی دی او د پاکستان له واکدارانو یې غوښتنه وکړه چې د غورځنګ د مشرانو، غړو او پلویانو ضد دې له اقداماتو لاس واخلي.

ده د خپل ګوند پر غړو، پلویانو او د پاکستان دننه او بهر پر پښتنو غږ وکړ چې د یو ملت په توګه دې بهر ووځي، سوله ییزې او مهذبې مظاهرې، جلسې او غونډې دې وکړي او د ده په وینا، پښتانه دې له ناورینه خلاص کړي.

د عوامي نیشنل ګوند یوه مخکښ، پخواني سېنېټر او شنونکي افراسیاب خټک پر ټوېټر په یوه بیان کې ویلي: ((په واڼه کې طالبانو د ریاست د پراکسیانو یا ګوډاګیو په توګه له اقدام سره پر سوله ییزو او بې وسلې پښتنو مظاهره کوونکو برید کړی دی.))

دی زیاتوي، له دې کار سره د سولې او قبایلي اصلاحاتو په اړه درواغ زبات یا ثابت شول.

د پاکستان پارلېمان او د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ د مې په پای کې په خیبر پښتونخوا د قبایلو د ورګډولو مسوده منظوره کړه چې وروسته د ولسمشر ممنون حسین له لاسلیک سره قانون شو.

د عوامي نیشنل ګوند یوه بل مشر سردار حسین بابک د جون پر څلورمه په ټېلېفون راته وویل، د باچا خان د لارویانو په توګه دوی هر ځای د تاوتریخوالي غندنه کوي.

د جماعت اسلامي یوه مشر پروفیسر ابراهیم د ګل یا دوشنبې پر ورځ مشال راډیو ته وویل، په واڼه کې د مرګ ژوبلې غندنه کوي.

ده زیاته کړه چې ډېره اړینه ده چې په پاکستان کې قانون واکمن او سرلوړی اوسي چې داسې پپېښې تکرار نشي.

د پښتون تحفظ غورځنګ یو مشر محسن داوړ پر ټوېټر لیکلي چې د یکشنبې یا اتوار له شپې راهیسې په واڼه کې ټېلېفونونه تړل شوي چې له کبله یې له هېچا سره رابطه نه کېږي.

یوې قانونپوهې او لیکوالې عایشې اعجاز خان لیکلي، په واڼه کې روان حالات او هغو ته د رسنیو هېڅ پوښښ نه ورکول د پاکستان لپاره خطرناکه کار دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مخکښ رضا وزیر د جون پر درېیمه پر ټوېټر د واڼه د ډزو یوه ویډیو هم خپره کړې.

خو پر ټولنیزو رسنیو یوازې د واڼه د پېښې غندنه نه ده شوې بلکې ځېنو فعالانو د پښتون ژغورنې غورځنګ ضد هم لیکل کړي او پر تحریک یې د دې تاوتریخوالي تور پورې کړی دی.

د مرتضا احمد بوټه په نوم یوه کس لیکلي چې د پاکستان پوځ سرتېري د واڼه بازار ته رسېدلي چې حالات کابو کړي.

د انتظامیې دریځ

د جنوبي وزیرستان پولېټيکل اېجنټ سهېل احمد خان وايي، د حالاتو د سمولو هڅه کوي: ((واڼه کې دا مهال کرفیو [یا ګرځبندیز] دی. ما ۱۲۰ [کسیزه] جرګه راوغوښته، له هغوی سره په واڼه کې خبرې کوو، حالات به [سموو].))

دی زیاتوي، پوره کوشش کوي چې په سیمه کې امن بحال شي او حالات لا ترینګلي نشي.

اړوند موضوعات:

پښتون ژغورنې غورځنګ حکومت سره خبرو لپاره د جرګې غړي اعلان کړل

پښتون ژغورنې غورځنګ: د منظور تر وینا به جلسه روانه وي

د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړي څوک دي؟

XS
SM
MD
LG