د لاسرسي ځای

تازه خبر

اشفاق احمد خان: د جنوبي وزیرستان ماین ځپلو ته مالي مرستې ورکوو


په جنوبي وزیرستان کې د ماین چاودنې یو ټپي (پخوانی عکس)
په جنوبي وزیرستان کې د ماین چاودنې یو ټپي (پخوانی عکس)

د جنوبي وزیرستان پولیټیکل انتظامیه وايي ، د ماینونو په چاودونو کې د وژل شوو او ټپي شوو ۲۹ کسانو فهرست یې د مالي مرسته لپاره لوړپوړو چارواکو ته لېږلی دی.

د جنوبي وزیرستان پولیټکل ایجنټ اشفاق احمد خان مشال راډیو ته وویل ، په راتلونکو ۲۰ یا ۲۵ ورځو کې دننه به دوی دې ځپل شوو ته معاوضه ورکړي.

اشفاق احمد خان وویل چې که کوم کسان زیانمن شوي وي او لیکل شوي نه وي نو هغوی دې د دوی دفتر ته ورشي چې لارې چارې ورته وښودل شي.

نوموړي زیاته کړه چې یوازې دا ثبت شوې او لېږل شوې پېښې نه بلکې که په راتلونکې کې هم داسې داسې پېښې رامنځ ته کېږي نو د ځپل کېدونکو کورنیو مرسته به کېږي.

دا پوښتنه مهمه ده چې د ماین په چاودنه کې د په نښه شوو کسانو لپاره د مرستو حد څه دی یانې له هغوی سره څه ډول مرسته کېږي؟

اشفاق احمد خان وویل ، پولیټیکل انتظامیه په داسې پېښو کې د زیامن شوو کسانو لپاره د بېړني علاج بندوبست کوي.

د ده په وینا ، د قبایلي سیمو د چارو لپاره حکومتي اداره – فاټا سیکرېټ – او نور لوړپوړو چارواکو د پرېکړو له مخې وژل شوي کس ته درې لکه او ژوبل شوي ته یو لک روپۍ ورکول کېږي.

چارواکي وايي چې د مالي مرستو لپاره لوړپوړو چارواکو ته په لېږل شوو ۲۹ پېښو کې درې وژل شوې او دوې ټپي شوې مېرمنې هم شاملې دي.

په جنوبي وزیرستان او نورو قبایلي سیمو کې د ماینونو مسلې په دې وروستیو کې ځايي ولس احتجاجونو ته اړ کړی دی.

دا مسله د پښتون ژغورنې غورځنګ په مهمو غوښتنو کې هم شامله ده. د یاد غورځنګ مشرتابه چې د اسلام اباد پرلت پرمهال حکومت ته کومې غوښتنې یښې په هغوی کې دا هم شامله وه.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غوښتي وو چې په قبایلي سیمو کې به ښخ ماینونه په چټکي ټولېږي او د دې ماینونو په چاودونو کې زیامن شوو ته به په سم دستي توګه معاوضه ورکول کېږي.

د وزیراعظم شاهد خاقان عباسي له خوا په منل شوي غوښتنلیک کې ویل شوي وو چې حکومت به په دې لړ کې چټک او جدي ګامونه پورته کوي.

XS
SM
MD
LG