د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د وزيرستان په زڼغوزو بنديز نه منو'


د سویلی وزيرستان د زڼغوزو تاجرانو او دوکاندارانو د حکومت د هغه پرېکړې پرضد سخت غبرګون څرګند کړی چې تر مخه به يې دوي چلغوزي ملکی منډيانو ته له وړلو وړاندې دلته جوړ ايګریکلچر يا زراعتي پارک ته راوړي.

دا لاريون د زيارت په ورځ په اعظم ورسک کې وشو چې د سوداګرو او دوکاندارانو ترڅنګ ځايي زدهکونکیو، د سیاسي ګوندونو غړو او نورو ولسی وګړیو هم ګډون وکړو.

احتجاج کونکي د ډول سرنا سره د اعظم ورسک ستر پنډغالي ته ورغونډ شول او له حکومته يې وغوښتل چې په زڼغوزو لګول شوی دغه بندېز دې زر تر زره ختم کړي.

جمشېد وزير، چې د لاريو د ګډونوالو څخه وو، مشال راډيو ته د ټيليفون له لارې وويل چې د تاجرانو تر څنګ د سیاسي ګوندونو غړو هم د زڼغوزو په اړه په حکومتي حکم سخته غوسه څرګنده کړه او دړکه يې ورکړه چې که دا فیصله واپس وا نه خېستل شوه نو احتجاج ته به دوام ورکړي.

جمشېد وزير زياته کړه چې حکومت غواړي د وزيرستان زڼغوزي په يو څو مخصوصو ټهېکه دارانو خرڅ کړل شي. د نوموړي په وينا په ټول پاکستان د کرونده ګرو په پېداوار هېڅ بندېز نیشته او يوازې دلته دا بندېز لګول شوی دي. (دا موږ لپاره د منلو وړ نه ده)

بلخوا د سويلي وزيرستان پوليټيکل اېجنټ ظفرالاسلام خټک مشال راډيو ته وويل حکومت د کرونده ګرو سره د ښېګړې په غرض دا اېګريکلچر پارک جوړ کړې دې او دې لپاره يې د ځايي مشرانو سره جرګې مرکې هم کړي دي.

د پوليټيکل اېجنټ په وينا (په دې پارک کې کرونده ګرو ته د ملک د منډيانو په پرتله د زڼغوزو د حاصلاتو ښه بيه ورکول کيږي).

د کرونده ګرو او دوکاندارانو د لاريون په موقعه د اعظم ورسک او رغزي سړک د موټرو لارو د تګ راتګ پر مخ تړل شوی وو.

XS
SM
MD
LG