د لاسرسي ځای

تازه خبر

په واڼه کې د کرځبندیز له وجې خلک د خوړو له کمښت سره مخامخ دي


ډېره اسماعیل خان - د جنوبي وزیرستان په واڼه او انګور اډه کې د ګرځبندیز له کبله خلک له ستونزو سره مخامخ شوي دي. د جون پر اوومه د سیمې اوسېدونکو مشال راډیو ته وویل، خلک په روژه کې د خوراک څښان شیان نه لري.

د واڼه د اعظم ورسک سیمې یو اوسېدونکی محمد یونس وزیر وايي، نه خواړه لري، نه واوره لري چې اوبه یخې کړي او دوکانونه هم خالي شوي.

په واڼه کې ګرځبندیز تر هغې وروسته ولګول شو چې د جون پر درېیمه د پښتون تحفظ غورځنګ د یوه مشر علي وزیر ستړي مه شي ته ګڼ خلک ورغلي ول.

هغوی مشال راډیو ته ویلي ول چې د وزیر د هرکلي پر وخت ورباندې ځايي طالبانو په بازار کې تشدد وکړ چې دوی یې په غبرګون کې مظاهره وکړه چې پر مهال یې پر هغوی ډزې وشوې چې پکې له ۲۵ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته. د مرګ ژوبلې په اړه چارواکو، عیني شاهدانو او فعالانو بېلا بېل ارقام ورکوي.

د جون پر څلورمه د پاکستان د پوځ ویاند مېجر جنرال اصف غفور په راولپېنډۍ کې خبري غونډې ته په وینا کې وویل چې په سیمه کې د پښتون تحفظ غورځنګ او امن کمېټۍ د غړو تر تاوتریخوالي وروسته پوځي سرتېرو امن پر ځای کړ.

یونس وزیر زیاتوي، د علي وزیر د ساتنې لپاره د غورځنګ له ۵۰۰ تر ۶۰۰ پورې پلویان د هغه د کور شاوخوا پهره کوي چې څوک ورته زیان و نه رسوي.

ځايي اوسېدونکي وايي، وسله والو بېلا بېلې لارې نیولې دي.

د یکشنبې له ورځې راهیسې موږ مسلسل هڅې کړې دي چې په جنوبي وزیرستان کې له انتظامي چارواکو سره په ټېلېفون خبرې وکړو خو ځواب نه راکوي.

ورسره په سیمه کې هم زیاتره ټېلېفوني شبکې کار نه کوي نو ځکه مشال راډیو په ازادانه توګه هلته د حالاتو څرګنوالی نشي روښانولای او د ځېنو خلکو د دعوو تصدیق هم نشي کولای.

په واڼه کې د کرفیو په غبرګون د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویانو د پېښور په حیات اباد کې هم احتجاجي پرلت ته دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG