د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټې او بنو کې بریدونه، لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي


په کوټه کې برید شپږ پولیسان او یو ملکي وګړی وژل شوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:48 0:00

کوټه/ بنو - د شورو پر ورځ د کوټې په نیو سریاب سیمه کې د پولیسو پر ګاډو په بمي برید کې شپږ پولیسان او یو ملکي وګړی ووژل شول.

د پولیسو چارواکي وايي، په چاودنه کې ۲۲ کسان ژوبل هم دي. د کوټې د پولیسو مشر عبدالرزاق چیمه خبریالانو ته وویل، برید پر دوو ګاډو شوی دی.

د روغتیا صوبايي سېکرټر عصمت الله کاکړ ډاکتران او نرسانې روغتونونو ته ورغوښتي دي. دی وايي، ژوبل کسان د کوټې سېول او سې اېم اېچ روغتونونو ته رسول شوي دي.

د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټي تور پورې کړ چې وسله والې ډلې په افغانستان کې د بریدونو پلان جوړوي.

کابل په تېرو وختونو کې ویلي چې خپله خاوره د هېچا پر ضد کارېدو ته نه پرېږدي او دا چې وسله وال په هغو سیمو کې فعاله دي چې افغان حکومت یې پوره عملداري یا واک نه لري.

له یوه بل خبر سره سم، د کوټې پر قمبراني سړک وسله والو د پولیسو پر یوه انسپکټر عبدالسلام ډزې وکړې او هغه یې وواژه.

هلته د چارشنبې پر ورځ د بنو په نیمه قبایلي سیمه جلال کور کې د سړک تر غاړې ښخ بم په چاودنه کې دوه سرتېري وژل شوي دي.

یوه امنیتي چارواکي د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل، پېښه هغه مهال شوې چې د امنیتي ځواکونو ګاډی له سیمې تېرېده. ده وویل، وژل شوي سرتېري غلام رباني او تصور علي نومېږي.

د کوټې د حملې ذمه واري تحریک طالبان پاکستان او د بنو د برید ذمه واري د تحریک طالبان پاکستان حکیم الله مسید ډلې منلې ده.

XS
SM
MD
LG