د لاسرسي ځای

تازه خبر

مسید جرګه: د ورکو کسانو د موندلو کړنلاره دې ګړندۍ او اسانه کړل شي


د قبايلي سيمې سوهېلي وزيرستان يوې جرګې د حکومت لخوا د پښتون ژغورنې غورځنګ د غوښتنو د جاج اخېستو پر مهال ويلي چې حکومت دې د دوی غوښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.

د ګل ورځ په ټانک کې د سوهېلي وزيرستان د پوليټيکل اېجنټ په دفتر کې د شوې جرګې يو ګډونوال اېډوکېټ ملک صلاح الدين وويل،پر ځېنو غوښتنو لاس پورې کړل شوی دی خو ځېنې لا پاته دي او پاکستان سرکار د هغو د وریادلو په موخه به بیا اسلام اباد ته درومي چې له چارواکیو سره خبرې وکړي.

نوموړي زياته کړه چې دوی له پوليټيکل انتظاميې او پوځي چارواکو غوښتنه وکړه چې د تری تم کړل شوو کسانو د موندلو لپاره دې ګړندۍ او اسانه تګلاره خپله کړل شي.

پښتون ژغورنې غورځنګ تر انتظام لاندې د پاکستان د بېلا بېلو سيمو زرګونو پښتنو د تيرې فبروري مياشتې له لومړۍ بيا تر ۱۰مې نېټې د اسلام اباد پرېس کلب مخې ته پرلت وهلی و او دوی دوی په کراچي کې د وژل شوي پښتون ځوان نقیب الله مسود د قاتلانو د نیولو،د پښتنو د ماوراعدالت وژنو د عدالتي پلټنو، د لادرکه کړل شویو کسانو د موندلو، قبايلي سيمې له ماينونو پاکولو او د امنيتي ځواکونو لخوا له دوی سره د انساني برخورد غوښتنې کولې.

د پاکستان د مرکزي حکومت لخوا د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو ته په ليکلې بڼه د غوښتنو د حل کولو د باور ورکولو وروسته دوی خپل احتجاج د يوې مياشتې لپاره وځنډاوه.

XS
SM
MD
LG