د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټانک کې د پولټيکلی پرضد لاريون


مسید قبايليانو د يوې احتجاجي ناستې په ترڅ کې له حکومتي چارواکیو غوښتنه کړې چې دوی ته دې د ژوند بنیادي اسانتياوې لکه اوبه، تعلیم او طبی سهولتونه ورکړل شي.

مسیدو د چارشنبې په ورځ په ټانک کې د مسید اصلاحي تحریک په مشرۍ د پولټيکل انتظاميې دفتر مخې ته پرلت ووهلو او د پولټيکلی چارواکو پرضد يې نعرې ووهلې.

د احتجاجیانو وينا وه چې نه خو انتظاميه مسیدو ته د دوی په سيمو کې نه د ژوند بنیادي اسانتياوې برابروي او نه هم دوی ته په پوره توګه د وران کړل شویو کورونو معاوضه ورکوي.

په تېرو لسو کالو کې په جنوبي او شمالي وزيرستان کې د وسله والو پرضد د پاکستان پوځ په عملياتو کې وخت په وخت د دغه سيمو خلک له خپلو کورونو په کډو کولو مجبوره شوي او د کر ځمکو، کاروبارونو او د کورونو ودانيو ته يې هم زيانونه اوړېدلي دي.

له مشال راډيو سره په خبرو کې د مسید اصلاحي تحریک صدر اېډوکېټ شېرپاو وويل ملګرو ملتونو او نړیوالو د کډوالو په نوم میلينونو ډالر مرستې ورکړې خو ډېره لږه برخه يې جګړې ځپلو کورنيو ته رسېدلي دي.

نوموړي دړکه ورکړه که یې غږ وا نه ورېدل شو نو خپل احتجاج به تر اسلام اباده وغځوي.

په دا موقع يو شمېر احتجاجیانو تور ولګولو چې د پولټيکلې چارواکي ترې د ړنګو کړل شویو کورونو د معاوضې په چيکونو کې کمېشن غواړي.

کليم الله ايشانګی، چې د مسيد اصلاحي تحريک مشر سېکرېتري دی، مشال راډيو ته وويل مسید قوم به له انتظامي چارواکو او نورو لوړرتبه حکومتي افسرانو د خپلو حقونو تر اخېستو پورې احتجاج جاري ساتي.

د پولټيکلی مخې ته د احتجاجي ناستې پر وخت يوشمېر ځوانانو د انتظاميې پرضد د نعرو تر څنګ ټايرونه هم وسوځول.

وروستو د سويلي وزيرستان اېډيشنل پوليټيکل ايجنت اشفاق له احتجاجیانو سره تر خبرو اترو پس مشال راډيو ته وويل، دوی هڅه کوي چې د بې کوره شویو خلکو ستونزې ژر تر ژره هوارې کړي. دغه چارواکي زياته کړه چې د ويجاړو شوو کورونو د معاوضې لپاره سروې روانه ده او ټولو متاثرينو ته به د هغوی حق ورکول کېږي.

که څه هم د سويلي وزيرستان د متاثرينو يوشمېر کورنۍ خپلو سيمو ته ستنې شوي دي خو ځينې نورې بيا اوس هم په ډېره اسماعيل خان، ټانک او نورو ځايونو کې له خپلو خپلوانو سره يا د کرايې په کورونو کې اوسېږي.

XS
SM
MD
LG