د لاسرسي ځای

تازه خبر

پولېټېکل انتظامیې په واڼه بازار کې ګرځبندیز ختم کړی


ډېره اسماعیل خان - د جنوبي وزیرستان انتظامي مشر وايي، په واڼه کې یې له جرګې سره تر خبرو وروسته کرفیو ختمه کړې ده.

سهېل احمد خان د جون د اوومې پر شپه مشال راډیو ته وویل، انتظامیه او د اېف سي چارواکي د احمدزیو وزیرو له ۱۲۰ کسیزه جرګې سره دې نتیجې ته ورسېدل چې د اختر تر ۱۰مې ورځې پورې به په واڼه کې هېڅوک جلسې یا لاریونونه نه کوي.

ده وویل، جرګې ورته ډاډ او باور ورکړ چې په بازار کې به بیا جنګ نه کېږي.

خان وویل، ۱۲۰ کسیزه جرګې له ((فریقینو سره مذاکرات وکړل او له هغوی یې د عید الفطر تر ۱۰مې)) پورې د هېڅ جلسې نه کولو ((ضمانت اخیستی دی.))

پولېټيکل اېجنټ وویل، د اختر تر ۱۰مې وروسته به په بازار کې د حالاتو سم ساتلو لپاره جرګه کېږي او د مسلې پوخ حل به راباسي.

سهېل احمد خان زیاته کړه چې جرګې ورسره دا هوکړه هم کړې چې هغه کسان به تر ټاکلې مودې وروسته حکومت ته سپاري چې په جلسه کې یې ناسمې خبرې کړې وې.

له دې پرته نوموړي نور معلومات ورنکړل.

موږ د مذاکراتو په اړه د ۱۲۰ کسیزه جرګې د مشرانو د دریځ په معلومولو کې بریالي نشو.

په واڼه کې ګرځبندیز د جون پر درېیمه تر هغې وروسته لګول شوی وو چې د چارواکو او ځايي اوسېدونکو په وینا، د پښتون ژغورنې غورځنګ پر غړو او پلویانو د برید له وجې حالات ترینګلي شوي ول.

په هغه حمله کې د غورځنګ درې کسان وژل شوي او ۳۸ ژوبل شوي ول.

اړوند مطلب:

په واڼه او انګور اډه کې ګرځبندیز، خلک د خوراک څښاک له کمښت سره مخامخ شوي

XS
SM
MD
LG