د لاسرسي ځای

تازه خبر

که انصاف ونشو، بیا احتجاج پیلوو: د نقیب مسود پلار


ډېره اسماعیل خان - په کراچۍ کې د وژل شوي ځوان نقیب الله مسود پلار ویلي، که انصاف یې تر لاسه نه کړ نو یو ځل بیا احتجاجي ناسته پیلوي.

ملک محمد خان د اتوار پر ورځ په ډېره اسماعیل خان کې خبري غونډې ته وویل، پر سپریم کورټ باور لري او تر اوسه یې له کارروايۍ څخه مطمین دی.

نوموړي په خبري غونډه کې دوه ویاندان وټاکل او یوه ۱۹ کسیزه کمېټي یې جوړه کړه چې رسنیو ته به د نقیب الله مسود د قضیې او د هغه د کورنۍ د دریځ په اړه معلومات ورکوي.

مسود د جنورۍ پر ۳مه تښتول شوی وو او بیا یې مړی د جنورۍ پر ۱۳مه په کراچۍ کې وموندل شو. هغه مهال د کراچۍ د ملیر سیمې پولیس مشر راو انوار ویلي ول چې په نښته کې یې طالب وسله وال وژلي.

د نقیب مسود کورنۍ پر انوار د هغه د ماورای عدالت وژنې تور پورې کړی او سپریم کورټ د پېښې تر نوټس اخیستو وروسته اورېدنې هم کړې دي.

راو انوار وايي، دی د پېښې په ځای کې موجود نه وو.

د مسود وژنې په کراچۍ او د پاکستان په نورو برخو کې مظاهرې وپارولې.

د فبرورۍ له لومړۍ څخه تر ۱۰مې پورې په اسلام اباد کې د پښتنو د احتجاجي ناستې یوه غوښتنه هم د مسود په وژنه کې د ککړو کسانو نیولو او د ټولو ماورای عدالت وژنو په اړه د پلټنو وه.

XS
SM
MD
LG