د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنوبي وزیرستان: له تېرو ۳ ورځو راهېسې ګرځبندیز


جنوبي وزیرستان
جنوبي وزیرستان

ډېره اسماعیل خان ـ راپورونه وايي له تېرو درو ورځو راهیسې د جنوبي وزیرستان په ځینو برخو کې ګرځبندیز لګول شوی چې له وجې یې یو شمېرځايي خلک تر خپلو کورونو پورې محدود پاتې شوي او ډېری یې بیا له سیمې وار له مخې وتلي دی.

ځېنو استخباراتي مامورینو مشال راډیو ته د دې خبر پخلی کړی او ویلي یې دي چې دغه ګرځبندیز په بوبړ، سمل، ژۍ او کړشپې کې لګول شوی دی. دوی وايي دا ګام ځکه اخېستل شوی چې په سیمه کې د طالب وسله والو د شتون راپورونه ور رسېدلي او دوی اوس هلته د لټون عملیات پر مخ وړي.

یو ځايي اوسیدونکي د نوم د نه ښکاره کولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې ګرځبندېز یې ژوند سخت اغېزمن کړی دی.


((درې ورځې کېږي چې کرفیو لګېدلې ده. ډېری خلک له کرفیو نه مخکې له سیمې نه په وتلو مجبوره کړل شوي دي. له دوی نه څاروي او مالونه پاتې شوي او یواځې یې سرونه ویستلي دي.))

دغه تن مشال راډیو ته دا هم وویل چې حکومت ورته سپارښتنه کړېده چې د بکاخېلو کیمپ کې دې واړوي خو دوی په دې نه دي خوشاله او له حکومته یې غوښتي چې شمالي وزیرستان ته د ورتګ اجازه دې ورکړي.

د پاکستان پوځ تر دې وړاندې هم په شمالي او جنوبي وزیرستانونو او همدا رنګه په نورو قبایلي سیمو کې وخت په وخت د وسله والو خلاف عملیات کړی چې په نتیجه کې یې قبایلي ولس پر کډو کولو مجبوره شوی دی.

XS
SM
MD
LG