د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جنوبي وزیرستان د انګور اډې دوکاندارانو احتجاجي پرلت پیل کړی


د جنوبي وزیرستان د انګور اډې سیمې دوکاندارانو هړتال کړی او احتجاجي پرلت یې پیل کړی دی.

دې مظاهره چیانو د شنبې په ورځ د احتجاج په توګه د واڼه او انګور اډې ترمنځ سړک هم بند کړی دی او وايي چې تر هغه وخته به احتجاج کوي چې غوښتنې یې نه وي منل شوې.

د غلام رسول په نامه یو دوکاندار د شنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې د دوي کاروبار له دې کبله تباه شوی دی چې نه له افغانستان څخه ورته مال راپرېښودل کېږي او نه هم له دې اړخه هغې خوا ته د څه لېږلو اجازه ورته شته.

د فضل محمد په نامه بل ځايي دوکاندار وویل ، دوي په وار وار جرګې کړې دي خو پاکستانیو چارواکو له دوي سره کړې یوه وعده هم نه ده پورته کړې.

ده وویل پر پوله د سامان پر وړلو راوړلو بندیز دوي له سختو مشکلاتو سره مخامخ کړي دي هغه ځکه چې د ده په وینا د دوي ټوله تکیه هم پر دې تجارت ده.

معیظ الله نومي کس وویل ، د دوي نیم کورونه یو پلو او نیم بل پلو دي او پاکستاني چارواکي یې تګ راتګ ته نه پرېږدي.

د سیفران وزیرمملکت غالب وزیر مشال ریډيو ته وویل چې د دوی ستونزې به اړوند چارواکو ته رسوي او د حل کولو لپاره به هلې ځلې کوي.

غالب وزیر وویل، “زه له دوي بخښنه غواړم او سم دستي به د خیبر پښتونخوا له ګورنر او نورو چارواکو سره خبرې وکړم چې دا لاسه خلاصه کړل شي.”

مظاهره چیانو په ډاګه کړې ده چې تر هغه وخته به یې احتجاج روان دي تر څو چې یې غوښتنې نه وي منل شوې.

تر دې وړاندې د شمالي وزیرستان د میرانشاه او میرعلي دوکاندارانو هم تر بنو او پېښور وروسته په اسلام اباد کې احتجاج کړی وو.

د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو څانګې مشر میجر جنرل اصف غفور ورسره خبرې اترې کړې وې او هغوی ته یې باور ورکړی وو چې د تاوان ازالې لپاره به یې لارې چارې ولټول شي.

XS
SM
MD
LG