د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مسیدو جرګه وايي ، حکومت دې د دوي ستونزې هوارې کړي


د جنوبي وزيرستان د مسیدو مشرانو د یوې جرګې له لارې خپلې ستونزې د یادې سیمې پولیټیکل انتظامیې ته وړاندې کړې دي.

د یادې قبیلې مشرانو د جمعې په ورځ له پولیټکل ایجنټ ظفرالاسلام خټک سره ولیدل او هغه ته یې خپلې غوښتنې وړاندې کړې.

په دې جرګه کې شریک یو ځايي مشر او د پاکستان د سېنټ غړي سنېټر محمد صالح شاه قریشي د مسیدو د مشرانو له خوا وړاندې کړل شوې غوښتنې له مشال راډیو سره هم شریکې کړې.

نوموړي وویل ، یوه غوښتنه دا وه چې – د پاکستان امنیتي ځواکونه دې - پر انګور اډه خلک نه تنګوي او په ارامه دې خپلو سیمو او کورونو ته پرېښودل شي.

ده وویل چې د جرګې بله غوښتنه دا وه چې د ولس او ملک خدمت کوونکي خاصه دار ځواک ته دې خپل جایز حقونه ورکړل شي.

سنېټر صالح شاه وویل چې پر دې مهال دا غوښتنه هم وشوه چې د بجلۍ ګرېډ دې د سره روغې پر ځای د مسیدو په سیمه کې جوړ شي.

جرګې له پولیټکل انتظامیې څخه غوښتنه کړې ده چې د شکتوی کډوالو ته دې د استوګنې او خوراکي موادو زمینه برابره شي.

پولیټکل ایجنټ ظفرالاسلام خټک د یادې جرګې د غوښتنو په اړه مشال راډیو ته وویل چې دوی د خاصه دار ځواک په اړه ټول مالومات کمپیوټر ته اړوي ، د کډوالو لپاره یې د خیمو امر کړی دی او خوارکي موادو لپاره به د قبایلي سیمو د پرمختګ ادارې او فاټا سیکرټرېټ سره خبره کوي.

پولیټکل ایجنټ ظفرالاسلام خټک دا هم وویل چې دوی به د بجلۍ ګرېډ سټېشن په اړه له اړوند چارواکو سره خبره کوي او پر کوم ځای چې وعده شوې وه هم هلته به جوړ شي.

XS
SM
MD
LG