د لاسرسي ځای

تازه خبر

مسود جرګه: پاکستانی پوځ دې وزیرستان له ماینونو پاک کړي


په جنوبي وزیرستان کې د ماین چادونې یو ټپي په ډېره اسماعیل خان روغتون کې. ۴ دیسېمبر ۲۰۱۷
په جنوبي وزیرستان کې د ماین چادونې یو ټپي په ډېره اسماعیل خان روغتون کې. ۴ دیسېمبر ۲۰۱۷

د شورو/چارشنبې ورځ د جنوبي وزیرستان په ټانک کې د مسودو په یوه جرګه کې له حکومته غوښتنه وشوه چې په سیمه کې دې د زرګونو ښخ کړل شویو ماینونو د پاکولو سمدستي بندوبست وکړي.

د جرګې ګډونوالو سرکار وغندلی چې د ماینونو پاکولو ذمه واري پر غاړه نه اخلي، دوی وايي په سیمه کې خورو ورو ماینونو پرله پسې انساني ژوند ته یو لوی ګواښ ورڅېرمه کړی دی.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:37 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د جرګې یوه براخوال ته پخواني بریګېډيېر قیوم شېر مسود مشال ریډیو ته وویل، د خلکو په خپلو سیمو کې مېشتول یا بیا ابادول تر هغو نه شي بشپړېدلی چې لومړی ټوله سیمه له ماینونو پاکه نه کړل شي. نوموړي وویل هره دویم درېمه ورځ خبر راځي چې وړوکې نجونه او هلکان پر ماینونو ختلي وي، لاسونه او پښې یې غوڅې شوې وي.

شېر مسود پر پاکستاني پوځ غږ وکړ،سیمه دې له ماینونو پاکه کړي چې ژوند یې پرامنه او له خطرونو خلاص شي. هغه وویل تر هغو پنډوالی یا مېشتېدل نه شي کېدلی چې سیمه له ماینونو پاکه نه کړل شي.

د ایجنسۍ مخکیني یوه کونسلر سید انور وویل چې ماینونو تر اوسه ۷۳ ماشومان وورتل (مړه او ژوبل کړل). دا د نړیوال قانون سرغړونه ده. نن جرګه د همدې لپاره جوړه شوې وه او دا فیصله مو وکړه که وزیرستان یې موږ ته پاک نه کړ. نو بیا به دوه درې ګامونه اخلو. چې لومړی پکې وزیرستان پرېښودل، ولې چې زموږ ماشومان خوندي نه وي، زموږ سره خوندي نه وي نو داسې وزیرستان څه کوو. او که مو دا مسله حل نه شوه نو تر هغو به پرامنه احتجاج کوي کوي کوي چې دا ستونزه یې هواره کړې نه وي. او دا احتجاج به له دې ځایه پیلوو او د اسلام اباد تر اېوانونو به یې رسوو.

زموږ د سپین مزک اووه بچیان د واده په ورځ مړه شول، پولیټیکل ایجنټ سړي سر یوازې ۱۵، ۱۵ زره روپۍ ورکړې.

سید انور وویل، چې یو پنجابۍ په پیټرولو سوځول شي نو سړي سر ورته دېرش دېرش لکه روپۍ ورکول کېږي خو زموږ بچیان له ده نه پاتې شوی بم چې د ده ذمه واري ده چې پاک کړي، په هغه والوزي او تش ۱۵ زره روپۍ ورته میلاوېږي.

د مسودو فلاحي تحریک مشر شېرپاو مسدو وايي، لس کاله مو د پاکستان په کونج کونج کې در په دره زندګي تېره کړه، نن یې دا من ږغ وکړ چې وزیرستان کې امن راغلی، خلک خپلو علاقو ته واپس ورسېدلو، هورا ته هره درېمه ورځ پس د ماشومانو پښې، لاسونه په چادونو کې پرې کېږي. دا حالات د زغملو نه دي، موږ د پاکستان پوځ له مشره مطالبه کوو چې له واه چاوڼۍ، ډي ای خان چاوڼۍ او له ګوجرانواله چاوڼۍ څخه دې په بېړنیو بنیادونو د ماین پاکولو ټیمونه راولېږي او وزیرستان دې زغرده په سمه مانا پاک کړي.

په ګومل پوهنتون کې د مسود ژغورولو غورځنګ مشر منظور احمد پښتون وايي دوی نیت کړی چې دغه مسله به تر اسلام اباده وړي او هلته به د فبروۍ په لومړۍ نېټه احتجاجي ناسته پیلوي او د غوښتنو تر منلو به یې جاري ساتي.

XS
SM
MD
LG