د لاسرسي ځای

تازه خبر

'جنوبي وزیرستان له بمونو پاک کړئ'


په وزیرستان کې د ښخو ماینونو پرضد د مسود ژغورنې غورځنګ د روانې جنورۍ میاشتې پر ۲۶مه نېټه له ډېره اسماعېل خانه تر اسلام اباد یو لاریون پیل کړی
په وزیرستان کې د ښخو ماینونو پرضد د مسود ژغورنې غورځنګ د روانې جنورۍ میاشتې پر ۲۶مه نېټه له ډېره اسماعېل خانه تر اسلام اباد یو لاریون پیل کړی

د جنوبي وزیرستان مسود مشرانو له پاکستاني حکومته غوښتنه کړې چې په سیمه کې دې ښخ ماینونه پاک کړل شي او د نقیب مسود وژونکیو ته دې سزا ورکړل شي.

مسود مشرانو دا غوښتنې د یکشنبې/اتوار په ورځ په چکملۍ سیمه کې د امنیتي ځواکونو او پولیټيکل چارواکیو د یوې جرګې پرمهال کړې دي. د اتوار په ورځ د جرګې یوه ګډونوال اېډوکېټ ملک صلاح الدین په دې اړه مشال راډیو ته وویل جرګې د ماینونو پاکولو لپاره د هلو ځلو او له دې متاثره کسانو ته د معاوضې ورکولو په اړه جزیات ورکړ. دی وايي، چارواکیو د مسودو مشرانو ته ډاډ ورکړ چې سیمه به له ماینونو پاکوي او اغېزمنو کورنیو ته به مالي مرسته ورکوي.

نوموړي دا هم وویل چې چارواکیو په جعلي پولیس مقابله کې د وژل شوي یوه مسود ځوان نقیب الله له کورنۍ سره به هم مالي مرسته وکړي.

مسود جرګه: پاکستانی پوځ دې وزیرستان له ماینونو پاک کړي

په جنوبي وزیرستان کې ښخو ماینونو زښته ډېر د سر زیانونه اړولي دي. د سیمې یوه اوسېدونکي سید انور د روانې جنورۍ میاشتې پر اتلسمه نېټه مشال راډيو ته ویلي ول چې په وزیرستان کې ماینونو تر اوسه ۷۳ ماشومان مړه او ژوبل کړي دي. د نوموړي په خبره په سیمه کې خواره واره ماینونه همداسې پرېښودل د نړیوال قانون سرغړونه ده.

په وزیرستان کې د ښخو ماینونو پرضد د مسود ژغورنې غورځنګ د روانې جنورۍ میاشتې پر ۲۶مه نېټه له ډېره اسماعېل خانه تر اسلام اباد یو لاریون پیل کړی چې پېښور ته رسېدلي او د پاکستان پلازمېنې ته په لار دي.

د دغه غورځنګ يو مشر منظور مسود مشال راډيو ته ويلي ول چې له ډېره وخته په جنوبي وزيرستان کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.

ده وویل، “زموږ په سيمه کې ښخ بمونه دې پاک کړل شي. بل هغه خلک چې ورک کړل شوي دي او وژل شوي يا په جېلونو کې پراته دي او عدالت ته نه دي وړاندې کړل شوي، د هغوی لپاره انصاف غواړو او بل چې زموږ په سيمه کې کومه پېښه وشي نو د امنيتي پوستو پوځيان چې زموږ سره کومه رويه کوي، د هغې مخنيوی غواړو.”

د مسودو ژغورنې غورځنګ په لاریون کې ملو کسانو د نقیب الله مسود تصویرونه هم اخېستي دي او غوښتنه کوي چې د هغه په وژنه کې تورن د پولیسو مشر راو انوار دې ونیول شي.

په جنوبي وزيرستان کې د پاکستان پوځ په ۲۰۰۹م کال کې د راه نجات په نامه د وسله والو پرضد عمليات پېل کړل چې په نتيجه کې يې په زرګونه کورنۍ کډې کولو ته اړې شوې او د خېبر پښتونخوا په بېلا بېلو ضلعو کې يې واړول.

د دغو کډوالو د بيا ستنېدو لړۍ په ۲۰۱۵م کال کې پېل شوه خو خپلو کليو او کورنیو ته پر تګ سربېره دغه کډوال بيا هم د بېلا بېلو ستونزو په اړه شکايت کوي چې يوه يې هم په ځمکه کې ښخ کړل شوي ماينونه دي.

XS
SM
MD
LG