د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مستونګ برید پرضد کوټه کې احتجاجي کاربنديز شوی دی


د اکتوبر پر لومړۍ د کاربندیز له وجې په کوټه کې زیاتره دوکانونه تړلي ول.
د اکتوبر پر لومړۍ د کاربندیز له وجې په کوټه کې زیاتره دوکانونه تړلي ول.

د بلوچستان په مرکز کوټه کې د مستونګ د ځانمرګي برید پرضد احتجاجي کاربنديز شوی دی.

د اکتوبر د لومړۍ د کاربندیز غوښتنه د اتحاد اهل سنت په نوم د بېلابېلو مذهبي سازمانونو او ډلو اېتلاف د سېپټېمبر پر ۳۰مه کړې وه چې د کوټې د سوداګرو ټولنې یې ملاتړ کړی دی.

د یکشنبې یا اتوار پر ورځ د کوټې په زیاتره برخو کې کاروباري مرکزونه او دوکانونه تړلي ول او په ښار کې د سني ډلو غړو او پلویانو احتجاجي لاریون هم وکړ چې پکې یې له حکومته د امنیت غوښتنه وکړه.

په همدې حال کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر او د پوځ مشر ویلي دي چې د ترهګرۍ ضد مبارزې ته دوام ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې د سېپټېمبر پر ۲۹مه د بلوچستان په مستونګ کې د عید میلاد النبي په مناسبت د غونډې پر مهال او د خیبر پښتونخوا په هنګو کې د تاڼې په جومات کې په درو جلا، جلا ځانمرګو بریدونو کې لسګونه کسان ووژل او ژوبل شول.

تر دې مخکې، د سېپټېمبر پر ۲۸مه ماښام مهال په ژوب کې پر امنیتي پوسته د وسلوالو د توغندي په برید کې څلور سرتېري وژل شوي ول.

د اکتوبر پر لومړۍ نېټه د سني ډلو غړو او پلویانو په کوټه کې لاریون وکړ.
د اکتوبر پر لومړۍ نېټه د سني ډلو غړو او پلویانو په کوټه کې لاریون وکړ.

د برید مقدمه او د کورنیو چارو وزیر څرګندونې

په همدې حال کې د کوټې د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) ویلي چې د مستونګ د برید، چې لا یې هېچا ذمه واري نه ده منلې، مقدمه یې دایره کړې ده.

سي ټي ډي د سېپټېمبر پر ۳۰مه په بیان کې ویلي دي چې په مقدمه کې د قتل، اقدام قتل او ترهګرۍ مادې یا دفعې شاملې دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټي ویلي دي چې د ترهګرۍ او وسلوالو پرضد عملیاتو ته دوام ورکوي.

نوموړي د سېپټېمبر پر ۳۰مه په کوټه کې د بلوچستان د امنیت په اړه تر غونډې وروسته خبريالانو ته وویل چې د وروستیو حملو پلټنې روانې دي. "که هره ډله وي، که هغه داعش (اسلامي دولت) یا [د تحریک طالبان پاکستان یا] (ټي ټي پي) وي، نوم یې فرق نه کوي، موږ به ورپسې یو او ختموو یې. د دې ترهګرو تنظیمونو یو منظم شکل دی چې تر دې مخکې په بلوچستان کې نه ول. او اوس چې کومې حملې شوې دي، د هغو تحقیقات روان دي ځکه چې کله، کله داسې هم وشي چې حمله یو وکړي او ذمه واري یې بله ډله قبوله کړي."

تحریک طالبان پاکستان د سېپټېمبر ۲۹مې تر چاودنې لږ ساعت وروسته په بیان کې ورڅخه لاتعلقي اعلان کړه.

د مرګژوبلې تازه ارقام

هلته د روغتیا اداره وايي چې د مستونګ په برید کې د وژل شویو شمېر ۵۹ ته رسېدلی دی.

د روغتیا ادارې ضلعي مشر عبدالرشید محمد شهي د سېپټېمبر پر ۳۰مه په بیان کې ویلي دي چې تر چاودنې وروسته ۳۲ مړي د هغې ضلعې نواب غوث بخش روغتون او ۱۹ د کوټې سېول روغتون ته لېږدول شوي ول.

د ده په خبره، وروسته اته ژوبل کسان په سېول هسپتال کې مړه شول.

شهي زیاتوي چې په برید کې ټول ۶۶ کسان ژوبل شوي ول چې ۲۵ یې لا هم د کوټې په بېلابېلو روغتونونو کې بستر دي.

د پوځ مشر څرګندونې

اخوا د پاکستان د پوځ مشر جنرال سید عاصم منیر ویلي دي چې "ترهګر له هېڅ مذهب یا نظریې سره تړاو نه لري بلکې د پاکستان د دښمنانو ګوډاګیان دي."

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) په بیان کې ویلي دي چې د منیر د سېپټېمبر پر ۳۰مه کوټې ته ولاړ او هلته ورته پوځي چارواکو د مستونګ او ژوب بریدونو په اړه معلومات ورکړل.

بیان وايي، منیر او نورو پوځيانو د مستونګ، ژوب او د هنګو د دوابې په بریدونو کې وژل شویو ته دوعا وکړه.

ای اېس پي ار د منیر په حواله ویلي دي چې دا ډول بریدونه هغه وسلوال کوي چې د "ترهګرۍ ملاتړي هېوادونه یې ترشا ولاړ دي." البته د پوځ مشر په خپلو خبرو کې د هېڅ هېواد نوم نه دی یاد کړی.

منیر زیاته کړې ده چې د ترهګرۍ تر ختمولو پورې یې پرضد عملیاتو ته دوام ورکوي.

په دوابه کې د سېپټېمبر پر ۲۹مه د تاڼې په وره او بیا په جومات کې په ځانمرګو بریدونو کې یوشمېر کسانو ته مرګژوبله واوښته.
په دوابه کې د سېپټېمبر پر ۲۹مه د تاڼې په وره او بیا په جومات کې په ځانمرګو بریدونو کې یوشمېر کسانو ته مرګژوبله واوښته.

د سېپټېمبر پر ۲۹مه د خیبر پښتونخوا د هنګو په دوابه کې په دوو ځانمرګو بریدونو کې څلور تنه وژل شوي او ۱۲ ژوبل شوي ول.

د دوابې تاڼېدار شاه فراز خان پر هغه مشال راډیو ته وویل چې بریدونه پر داسې مهال شوي دي چې د تاڼې په جومات کې د جمعې تر لمانځه مخکې خطبه روانه وه.

د ضلعي چارواکو او پولیسو په وینا، لومړی یو ځانمرګي بریدګر د دوابې تاڼې په وره کې چاودنه وکړه چې تر هغې وروسته د تاڼې په جومات کې ناست ډېری کسان بهر ووتل. د دوی په وینا، دویم ځانمرګی برید په جومات کې وشو چې له کبله یې جومات چت پرېوت. د هغو ځانمرګو بریدونو ذمه واري چا نه وه منلې.

تر دې یوه ورځې مخکې ماښام مهال په ژوب کې له ډېورنډ کرښې سره نېږدې پر امنیتي پوسته د توغندي په برید کې څلور سرتېري وژل شوي ول.

پوځ په بیان کې دعوه کړې وه چې توغندی د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسلوالو له افغانستانه ورولی دی خو هغې ډلې او په کابل کې د طالبانو حکومت د دې په غبرګون کې څه نه ول ویلي.

تر دې مخکې البته د طالبانو حکومت په بیا بیا ټینګار کړی چې د افغانستان خاوره د هېچا ضد کارېدو ته نه پرېږدي.

پوځ په بیان کې زیاته کړې وه چې د سرتېرو په ځوابي ډزو کې یې درې مشکوک وسلوال ووژل خو مشال راډیو په خپلواکه توګه د دې دعوې تصديق نه شي کولای.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د سېپټېمبر پر ۳۰مه په بیان کې په پاکستان کې د "ترهګرو بریدونو غندنه کړې ده.

په بلوچستان کې ناامني

په وروستیو کې د بلوچستان په بېلابېلو برخو کې ناامني او د وسلوالو فعالیتونه زیات شوي دي او په بریدونو او نښتو کې یوشمېر امنیتي سرتېرو، حکومتي کارکوونکو، سیاستوالانو او ولسي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د سېپټېمبر پر ۱۴مه په مستونګ کې په بمي چاودنه کې د جمعیت علمای اسلام (ف) او د پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) د ویاند او پخواني سېنېټر حافظ حمد الله په ګډون ۱۱ تنه ژوبل شوي ول.

پولیسو هغه مهال ویلي ول چې د حمد الله کاروان له کوټې څخه د مستونګ پر لوري روان وو چې پر چوټو پوستې د چاودنې ښکار شو.

د مستونګ د چاودنې ذمه واري د اسلامي دولت (داعش) ډلې منلې ده.

د جمعیت علمای اسلام (ف) په ګډون د بلوچستان نورو ګوندونو او کاروباري ټولنو هغه پېښه غندلې وه او پرضد یې د سېپټېمبر پر ۱۵مه کاربندیز هم کړی وو.

د سېپټېمبر پر نهمه د فوټبال شپږ ځايي لوبغاړي په یو ګاډي کې له ډېره بګټۍ څخه د سېوۍ پر لوري د "ال پاکستان چیف منسټر ګولډ کپ" په نوم د اتلولۍ په سیالیو کې د ګډون لپاره روان ول چې وسلوالو وتښتول.

تر دې مخکې د اګست پر ۱۶مه په پښین کې د ټرافیکو پر پولیسو او د لېویز ځواک پر تاڼه په دوو بریدونو کې یو سرتېری وژل شوی وو. پر پولیسو د هغې حملې ذمه واري چا نه وه منلې.

د اګست پر ۱۳مه وسلوالو په بندري ښار ګوادر کې د چینايي انجینرانو پر کاروان برید وکړ چې تر هغې وروسته یې له امنیتي ځواکونو سره نښته پیل شوه.

د پاکستان پوځ او په اسلام اباد کې د چین سفارت وايي چې په برید کې چینايي وګړو ته زیان نه وو رسېدلی.

پوځ په بیان کې ویلي ول چې په نښته کې دوه مشکوک وسلوال ووژل شول او درې سرتېري ټپي شول.

بلوڅ بېلتونپالې ډلې بلوڅ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) هم پر هغه ورځ رسنیو ته په استولي بیان کې د حملې ذمه وارۍ منلو تر څنګ د "څلور چینايي وګړو او نهو پوځیانو د وژنې" دعوه وکړه چې مشال راډیو یې په خپلواکه توګه تصدیق نه شي کولای.

په پاکستان کې د چین سفارت په ګوادر کې د چینايي انجینرانو پر کاروان برید وغنده او له پاکستانیو چارواکو یې غوښتنه وکړه چې د دې پېښې "هراړخیزه پلټنې" وکړي او پکې "ککړو کسانو ته سخته سزا" ورکړي.

بلوڅ بېلتونپالې وسلوالې ډلې وخت پر وخت په پاکستان کې پر چینايي کارکوونکو او وګړو او داراز پر پاکستانیو امنیتي او حکومتي چارواکو د بریدونو ذمه واري مني.

چینايي کارکوونکي د چین - پاکستان اقتصادي لارې (سيپيک) د پروژو عملي کولو په ترڅ کې په پاکستان کې دي.

پاکستان او چین د سيپیک موافقه په ۲۰۱۳ز کال کې وکړه او عملي کار په ۲۰۱۵ز کال کې پیل شو. له هغه وخت راهیسې بیجېنګ په پاکستان کې د لسګونه اربه ډالرو پانګونه کړې ده.

د هغو پروژو مرکز په بلوچستان کې دی او د بلوڅ لېبریشن ارمي په ګډون یوشمېر بلوڅ بېلتونپالې ډلې دریځ لري چې چين د پاکستان سهولت کار او د دوی د وسايلو وړونکی دی، نو ځکه یې وګړي په نښه کوي.

په ګوادر کې تازه برید پر داسې مهال وشو تر دې مخکې د اګست پر نهمه او اتمه د بلوچستان په درو سیمو کوټې، قلات او ژوب کې په حملو او په نښته کې دوه سرتېري او درې مشکوک وسلوال ووژل شول او یوشمېر کسان ژوبل شول.

د چارواکو په خبره، د اګست پر نهمه د بلوچستان په مرکز کوټه کې په لاسي بمي برید کې د دوو پولیسو په ګډون پینځه تنه ژوبل شول.

تر دې یوه ورځ مخکې د بلوچستان د قلات انتظامیې ویلي ول چې په منګوچر کې د وسلوالو په برید کې د سرحدي ځواک دوه سرتېري وژل شوي دي.

د انتظامیې په وینا، پر موټرسایکل سپرو وسلوالو د منګوچر په بازار کې پر سرتېرو ډزې وکړې او بیا وتښتېدل.

ناقانونه بېلتونپالې وسلوالې ډلې بلوڅ لېبرېشن ارمي د کوټې او قلات د حملو ذمه واري منلې وه.

په همدې حال کې د بلوچستان چارواکي وايي چې د وسلوالو ضد یې اقداماتو ته دوام ورکړی دی.

د سېپټېمبر پر ۱۴مه په کوټه کې د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) په مستونګ کې د عملیاتو پر مهال د اسلامي دولت (داعش) ډلې د یو مهم غړي د وژنې دعوه وکړه.

سي ټي ډي په بیان کې ویلي ول چې هغه وسلوال د ۲۰۲۳ز کال په مې کې په ژوب کې د جماعت اسلامي د مشر سراج الحق پر قافلې، په ۲۰۱۷ز کال کې په مستونګ کې د جمعیت علمای اسلام (ف) پر سیاستوال مولانا عبدالغفور حیدري او په ۲۰۱۶ز کال کې د کوټې په سېول روغتون کې په ځانمرګو بریدونو کې ککړ وو.

اخوا په کوټه کې د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) د اګست پر اتمه په بیان کې وویل چې پر هغه ورځ یې د پښتون مېشته سیمې ژوب په مرغه کبزۍ کې عملیات کول چې پر مهال یې نښته وشوه چې پکې درې مشکوک وسلوال ووژل شول او د پولیسو دوه سرتېري ژوبل شول.

پولیسو هغه مهال ویلي ول چې وژل شوي د ناقانونه ډلې غړي ول خو نور تفصیل یې نه وو ورکړی او هېڅ وسلوالې ډلې هم د نښتې په اړه څه نه ول ویلي.

په بلوچستان کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي)، تحریک جهاد پاکستان او د بېلتونپاله بلوڅانو په ګډون یوشمېر وسلوالې ډلې فعالې دي.

په ژوب او ورسره نېږدې په شېرانیو ضلع کې په وروستیو کې د ناامنیو یوشمېر پېښې شوې دي چې پرضد یې ځايي خلکو احتجاجونه هم کړي دي.

د جولای پر دویمه د بلوچستان په شېراني ضلع کې وسلوالو پر یوې پوستې برید وکړ چې پکې درې پولیس او د سرحدي ځواک یو سرتېری ووژل شول. د حملې ذمه واري تحریک طالبان پاکستان ډلې منلې وه.

تر دې وروسته د جولای پر ۱۲مه شپې مهال په ژوب کې پر چاوڼۍ د وسلوالو په برید او وروسته په نښته کې نهه سرتېري وژل شوي ول.

د پاکستان پوځ وايي، په نښته کې یې پینځه مشکوک وسلوال وژلي دي. د تحریک جهاد پاکستان په نوم یوې کمې پېژندل شوې وسلوالې ډلې د حملې ذمه واري منلې وه.

XS
SM
MD
LG