د لاسرسي ځای

تازه خبر

مستونګ: د سېنېټ پر مرستیال مشر چاودنې ۲۵ تنه ووژل


د چاودنې ژوبل کسان د کوټې روغتون ته وړل کېږي.
د چاودنې ژوبل کسان د کوټې روغتون ته وړل کېږي.

د بلوچستان په مستونګ کې له عایشه جومات سره یوې چاودنې ۲۵ تنه وژلي او ګڼ ژوبل دي.

د مشال راډيو خبریال په مستونګ کې د چارواکیو له خولې وايي چې د چاودنې مهال د پاکستان سېنېټ مرستيال مشر عبدالغفور حيدري هم موجود وو چې لږ غوندې ژوبل دی خو د هغه ډرایور وژل شوی دی.

دجمعیت علماء اسلام مرکزي جنرل سېکرېټري او د سېنېټ مرستیال مشر مولانا غفور حیدري د مستونګ په یوه مدرسه کې د دستاربندۍ غونډې ته د وینا لپاره تللی وو او په عایشه مسجد کي د جمعي لمانځه کولو وروسته په یوه کاروان کې د کوټې پر لور په روانېدو وو. د پولیس چارواکیو په خبره دوی ته لا هم د چاودنې کره بڼه نه جوتېږي خو داسې نښې دي چې ښايي دا یو ځانمرګی برید وي.


په کوټه کې د روغتیا صوبايي سېکرېټري عصمت الله کاکړ وايي په کوټه او د مستونګ په روغتونونو کې یې بېړنۍ حالت لګولی دی او ژوبلو کسانو ته یې د وینې ورکولو بندوبست هم کړی دی.

مستونګ له کوټې ښاره جنوب پلو ته په څلوېښت کیلوميټرۍ کې پروت یو وړوکی کرهڼیز ښارګوټي دی چې پکې براهویان، پښتانه او بلوڅان مېشت دي.

XS
SM
MD
LG