د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان کې په ۳ جلا، جلا پېښو کې ۲ سرتېري او ۳ مشکوک وسلوال وژل شوي دي


په ژوب کې پولیسو تر برید وروسته سیمه کلابنده کړې ده - پخوانی انځور.
په ژوب کې پولیسو تر برید وروسته سیمه کلابنده کړې ده - پخوانی انځور.

چارواکي وايي چې د بلوچستان په درو سیمو کوټې، ژوب او قلات کې په حملو او په نښته کې دوه سرتېري او درې مشکوک وسلوال وژل شوي دي او یوشمېر کسان ژوبل شوي دي.

ناقانونه بېلتونپالې وسلوالې ډلې بلوڅ لېبرېشن ارمي د کوټې او قلات د حملو ذمه واري منلې ده.

د چارواکو په خبره، د اګست پر نهمه د بلوچستان په مرکز کوټه کې په لاسي بمي برید کې د دوو پولیسو په ګډون پینځه تنه ژوبل شول.

د پولیسو یو چارواکي زوهېب حسین رسینو ته ویلي دي پر جواینټ روډ یا سړک لومړی د پولیسو او مشکوکو وسلوالو ترمینځ ډزې وشوې او بیا وسلوالو د لاسي بم برید وکړ او وتښتېدل.

د کوټې د سېول روغتون ویاند ډاکتر وسیم بېګ خبریالانو ته ویلي دي چې په ټپیانو کې یوه ښځه هم شامله ده چې درملنه یې روانه ده.

اخوا په کوټه کې د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) په بیان کې ویلي دي چې د اګست پر اتمه یې د پښتون مېشته سیمې ژوب په مرغه کبزۍ کې عملیات کول چې پر مهال یې نښته وشوه چې پکې درې مشکوک وسلوال ووژل شول او د پولیسو دوه سرتېري ژوبل شول.

پولیس وايي، وژل شوي د "یوې ناقانونه وسلوالې ډلې" غړي ول خو د هغې ډلې نوم یې نه دی ښوولی او په اړه یې نور معلومات هم نه دي ورکړي.

په بلوچستان کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي)، تحریک جهاد پاکستان او د بېلتونپاله بلوڅانو په ګډون یوشمېر وسلوالې ډلې فعالې دي.

تر اوسه هېڅ وسلوالې ډلې د اګست اتمې نښتې په اړه څه نه دي ویلي.

په ژوب او ورسره نېږدې په شېرانیو ضلع کې په وروستیو کې د ناامنیو یوشمېر پېښې شوې دي چې پرضد یې ځايي خلکو احتجاجونه هم کړي دي.

د جولای پر دویمه د بلوچستان په شېراني ضلع کې وسلوالو پر یوې پوستې برید وکړ چې پکې درې پولیس او د سرحدي ځواک یو سرتېری ووژل شول. د حملې ذمه واري تحریک طالبان پاکستان ډلې منلې وه.

تر دې وروسته د جولای پر ۱۲مه شپې مهال په ژوب کې پر چاوڼۍ د وسلوالو په برید او وروسته په نښته کې نهه سرتېري وژل شوي ول.

د پاکستان پوځ وايي، په نښته کې یې پینځه مشکوک وسلوال وژلي دي. د تحریک جهاد پاکستان په نوم یوې کمې پېژندل شوې وسلوالې ډلې د حملې ذمه واري منلې وه.

په منګوچر کې برید

په همدې حال کې د قلات انتظاميه وايي چې د بلوچستان په منګوچر کې د وسلوالو په برید کې د سرحدي ځواک دوه سرتېري وژل شوي دي.

د قلات انتظامي مشر محمد حنیف نورزي خبریالانو ته وویل چې سرتېري د اګست پر اتمه په منګوچر بازار کې د سودا تر اخیستو وروسته روان ول چې پر موټرسایکل سپرو وسلوالو ورباندې ډزې وکړې او هغوی یې ووژل.

د نوموړي په خبره، وسلوال تر برید وروسته وتښتېدل چې پولیس او د لېویز ځواک سرتېري یې لټون کوي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG