د لاسرسي ځای

تازه خبر

شنونکي: پر چینایانو بریدونه د پاکستان مشکلات لا زیاتولای شي


د ۲۰۲۲ز کال د اپرېل پر ۲۸مه د زده کوونکو سازمان غړي کراچۍ کې د وژل شویو چینایانو په یاد شمعې بلوي.
د ۲۰۲۲ز کال د اپرېل پر ۲۸مه د زده کوونکو سازمان غړي کراچۍ کې د وژل شویو چینایانو په یاد شمعې بلوي.

د پاکستان حکومت په کراچۍ کې په یوه برید کې د یوه چینايي وګړي تر وژنې او د دوو ژوبلېدو وروسته په هغه هېواد کې د مېشتو چینایانو امنیت لپاره د زیاتو اقداماتو اعلان کړی دی.

د سېپټېمبر پر ۲۸مه تر حملې وروسته د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله پر ټوېټر په بیان کې ویلي چې دا ډول بریدونه د "زغم نه دي" نو ځکه یې د سیند له حکومته رپورټ غوښتی او ورته یې د پلټنو امر کړی دی.

ده زیاته کړې چې حکومت دې د چینايي وګړو ښه امنیت لپاره تدابیر ونیسي.

د کراچۍ د پولیسو یوه مشر اسد رضا د پېښې په ځای کې خبریالانو ته وویل چې د سېپټېمبر پر ۲۸مه په شوې حمله کې د غاښونو هغه کلېنېک په نښه شوی چې د پاکستان او چين دواړو تابعيت لرونکو وګړو وو. د هغه په وينا، د برید ښکار شوې چینایۍ ښځه او مېړه له تېرو درې لسيزو راهیسې په کراچۍ کې اوسي.

د پاکستان رسنیو خبر ورکړی دی چې د حملې ذمه واري د سیندودېش د خلکو پوځ (Sindhudesh People’s Army) په نوم یوې نوې وسله والې ډلې منلې ده.

تر دې مخکې پر چینايي وګړو د اکثرو حملو ذمه واري بلوڅ بېلتونپاله وسله والو ډلو منلې وه.

په اسلام اباد کې د سولې د مطالعاتو څېړنیز مرکز مشر عامر رانا وايي د بېلابېلو وسله والو ډلو ترمینځ پر چينايانو د حملو لپاره هم اهنګي د امنيتي ادارو لپاره نوي چيلېنجونه زېږوي.

هغه د سېپټېمبر پر ۲۹مه مشال راډيو ته وويل چې چينايي ‌ولسي وګړي د وسله والو لپاره اسانه هدف دي چې د چين د حکومت وېرولو کوښښ پرې کوي. "د سیندي او بلوڅ وسله والو ترمینځ په شريکه کار ډېر اندېښمنوونکی دی. دا هم ډېره اندېښمنوونکې ده چې دوی په اسانه اهدافو پسې ګرځي چې چينايي ‌وګړي دي. د چين – پاکستان اقتصادي راهدارۍ خواوشا خو امنيت ډېر سخت دی مګر په نور پاکستان کې د چينايي وګړو ژوند خوندي کول اسانه نه دي. دا ډول بریدونه به د چين پانګونه و نه دروي خو پاکستان لپاره دوه مسلې زیاتولی شي. يوه دا چې هسې هم د پاکستان لپاره دا هره ورځ لا نوره سختېږي چې د چين قرض بیرته څنګه ورکړي. دویمه خبره دا چې پر چينايي‌ وګړو بریدونه به د پاکستان لپاره د امنيت لګښت لا نور پسې زیات کړي چې پر دوی اضافي بوج دی."

چين په ۲۰۱۵ز کال کې د ۴۶ اربه ډالرو په لګښت، په عملي ‌ډول په پاکستان کې د اقتصادي راهدارۍ پروژې شروع کړې چې د راهدارۍ د منتظمې ادارې د ووبپاڼې له مخې، اوس ۶۲ اربه ډالرو ته رسېدلې دي.

د دې پروژو مرکز په بلوچستان کې دی چې له پاکستانه ازادي غوښتونکې بلوڅ وسله والې ډلې پکې فعالې دي. په دوی کې یوې، بلوچ لېبريشن ارمي د روان کال په اپرېل کې د هغه ځانمرګي برید ذمه واري اخیستې وه چې د شاري بلوڅې په نوم يوې ښځې په کراچۍ د چين پر يو کلتوري مرکز وکړ. په هغه حمله کې درې چينايي استادان وژل شوي ول. بلوچ لېبریشن ارمي ويلي ول چې چين د پاکستان سهولت کار او د دوی د وسايلو وړونکی دی، نو ځکه یې وګړي په نښه کوي.

په چين کې د افغانستان پخوانی سفير او د امریکا د ایرېزونا پوهنتون استاد جاوېد قايم د سېپټېمبر پر ۲۹مه مشال راډيو ته وويل چې په پاکستان کې پر چينايي‌ وګړو بریدونه به بیجينګ له خپلو نړیوالو مالي اهدفو پر شا نه کړي. "پر چينايي‌استادانو چې برید وشو نو چين بیا خپل کلتوري مرکز بند کړ. مانا دا چې دا قسمه بریدونه پر چينايانو نفسیاتي اغېز لري او د هغوی مورال کمزوری کوي خو په ټوله کې د چين – پاکستان اقتصادي راهدارۍ پروژې په شا ته د بېلیونونو (اربونو) ډالرو" پانګونه "به و نه دروي. چين پر دې پوهېږي چې له خپلو لګولو پیسو څنګه ګټه تر لاسه کړي چې دا بریدونه به یې مخه و نه نیسي."

چین د سیند په ګوادر بندر کې لویه پانګونه کړې - پخوانی انځور.
چین د سیند په ګوادر بندر کې لویه پانګونه کړې - پخوانی انځور.

پاکستان په ۲۰۱۶ز کال کې د چينايي وګړو او سرمايه کارانو د خوندي ساتنې لپاره د يوې امنيتي قطعې يا برېګېډ جوړولو اعلان کړی وو. خو بریدونه لا هم نه دي درېدلي. د ۲۰۲۱ز کال په جولای کې د خیبر پښتونخوا د بر کوهستان پر داسو ډیم کارکوونکي چينايي انجنيران په نښه شول چې نهه پکې ووژل شول. تر هغه وورسته چين پر پاکستان غږ وکړ چې د چينايي وګړو امنيت ته دې جدي پاملرنه وکړي.

تر هغو چې په افغانستان کې د وسله والو موجوديت په اړه سنجيده خبرې نه وې شوې، همدا حال به وي. حقیقت دا دی چې هلته اوس ټولو بهرنيو وسله واله ډلو ته ډېر ښه چاپيریال برابر دی.
احمد رشید

خبریال او د امنيتي‌ چارو پوه احمد رشيد وايي، د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې د طالبانو لاس ته د افغانستان د حکومت لويدل په دې مانا دي چې اوس د پاکستان په ګاونډ کې يو داسې ځای شتون لري چې هلته وسله وال په ارامه خپلې حملې پلانولی شي.

نوموړي مشال راډيو ته وويل چې د بې امنۍ د هغه ګواښ تر موجودیته پورې نه د چين او نه هم بله کوم لویه پانګونه نتيجه لرلای شي.

"د سنجيده سرمايه کارۍ څه راتلونکې ما ته نه ښکاري. پانګونې شروع کېدلی شي خو سر ته نه شي رسېدلی. تر هغو چې په افغانستان کې د وسله والو موجوديت په اړه سنجيده خبرې نه وې شوې، همدا حال به وي. حقیقت دا دی چې هلته اوس ټولو بهرنيو وسله واله ډلو ته ډېر ښه چاپيریال برابر دی. د سولې لپاره هلې ځلې نه شته. سمه ده چې پاکستان له [تحریک طالبان پاکستان یا] ټي ټي پي سره مذاکرات شروع کړل خو څه نتيجه یې ځکه نه ښکاري چې يوه غاړه هم د خپلو غوښتنو پر سر جوړجاړي کولو ته تياره نه ده."

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنيو وسله والو شتون نه مني. د دوی د بهرنيو چارو وزير امير خان متقي د سېپټېمبر پر ۲۸مه په کابل کې يوې غونډې ته په وينا کې وويل چې د امريکا او چين په شمول ټولو هېوادونو ته ډاډ ورکوي چې د افغانستان خاوره به یې پر ضد نه کارول کېږي.

XS
SM
MD
LG