د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مستونګ چاودنه کې لسګونه کسان وژل شوي دي


امنیتي چارواکي په مستونګ کې د چاودنې ځای معاینه کوي - د سېپټېمبر ۲۹مې انځور.
امنیتي چارواکي په مستونګ کې د چاودنې ځای معاینه کوي - د سېپټېمبر ۲۹مې انځور.

د بلوچستان یو روغتیايي چارواکی وايي چې په مستونګ کې په چاودنه کې د وژل شویو شمېر ۵۲ ته رسېدلی دی.

د روغتیا ادارې مشر ډاکتر رشید محمد شهي مشال راډیو ته وویل چې په پېښه کې ۵۵ تنه ژوبل شوي دي.

اخوا د اطلاعاتو لنډمهالي وزیر جان محمد اڅکزي پر اېکس، چې پخوانی نوم یې ټوېټر وو، په بیان کې ویلي دي چې په پېښه کې ۴۰ تنه وژل شوي او ۶۰ ژوبل دي.

اڅکزي مشال راډیو ته وویل چې چاودنه د سېپټېمبر پر ۲۹مه د عید میلاد النبي په مناسبت د یوې غونډې پر مهال شوې ده.

ده د چاودنې د څرنګوالي په اړه څه و نه ویل خو رویټرز خبري اژانس د یو پولیس چارواکي منیر احمد په حواله ویلي دي چې ځانمرګي بریدګر هغه مهال له "مدینه جومات" سره نېږدې چاودنه وکړه چې خلک د میلاد مراسمو ته ورغونډېدل.

اڅکزي وویل چې حکومت تر پېښې وروسته د کوټې په روغتونونو کې بیړنی حالت اعلان کړ.

د پاکستان دولتي راډیو وايي چې د هغه هېواد مسلمانان د سېپټېمبر پر ۲۹مه د اسلام د پیغمبر د زوکړې ورځې په مناسبت غونډې کوي.

یو ډاکتر د مستونګ په روغتون کې د ژوبل کس درملنې پر مهال - د سېپټېمبر ۲۹مې انځور.
یو ډاکتر د مستونګ په روغتون کې د ژوبل کس درملنې پر مهال - د سېپټېمبر ۲۹مې انځور.

مستونګ له پلازمېنې کوټې څخه شاوخوا ۶۰ کېلومیټره لیرې جنوب لوري ته پروت ښار دی.

د هغې چاودنې ذمه واري لا چا نه ده منلې خو تحریک طالبان پاکستان (ډلې) په بیان کې ویلي دي چې له هغې پېښې سره هېڅ تړاو نه لري.

اژانس فرانس پرېس وايي، د مستونګ د چاودنې یوشمېر ژوبل کسان د کوټې روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

د بلوچستان د اطلاعاتي چارو وزیر جان محمد اڅکزي پر اېکس، چې پخوانی نوم یې ټوېټر وو، په بیانونو کې له خلکو څخه غوښتنه کړې ده چې روغتونونو ته ورشي او ژوبلو ته وینه ورکړي.

نوموړي داراز په بل بیان کې لیکلي دي چې نګران اعلاوزیر د مستونګ پېښې په غبرګون په بلوچستان کې درې ورځنی ویر اعلان کړی دی.

په مستونګ کې تر چاودنې لږ ساعت وروسته د خیبر پښتونخوا د هنګو ضلعې په دوابه کې د تاڼې په وره او بیا یې په جومات کې په ځانمرګو بریدونو کې یوشمېر کسانو ته مرګژوبله واوښته.

د اسلامي همکاریو سازمان د سېپټېمبر پر ۲۹مه په بیان کې د دوابې او مستونګ بریدونه غندلي دي.

بیان وايي، د هغه سازمان عمومي منشي حسین ابراهیم طه په "هره بڼه ترهګري" غندي او د "ترهګرۍ پرضد په مبارزه کې د پاکستان د هڅو پوره ملاتړ" څرګندونه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د سېپټېمبر پر ۱۴مه په مستونګ کې په بمي چاودنه کې د جمعیت علمای اسلام (ف) او د پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) د ویاند او پخواني سېنېټر حافظ حمد الله په ګډون ۱۱ تنه ژوبل شوي ول.

پولیسو هغه مهال ویلي ول چې د حمد الله کاروان له کوټې څخه د مستونګ پر لوري روان وو چې پر چوټو پوستې د چاودنې ښکار شو.

د مستونګ د چاودنې ذمه واري د اسلامي دولت (داعش) ډلې منلې ده.

د جمعیت علمای اسلام (ف) په ګډون د بلوچستان نورو ګوندونو او کاروباري ټولنو هغه پېښه غندلې وه او پرضد یې د سېپټېمبر پر ۱۵مه کاربندیز هم کړی وو.

په ژوب کې برید

په عین وخت کې د پاکستان پوځ ویلي دي چې په ژوب کې پر امنیتي پوسته د توغندي په برید کې څلور سرتېري وژل شوي دي.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) په بیان کې ویلي دي چې برید د سېپټېمبر پر ۲۸مه ماښام مهال شوی دی.

په بیان کې دعوه شوې ده چې توغندی د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسلوالو له افغانستانه ورولی دی خو هغې ډلې او په کابل کې د طالبانو حکومت لا د دې په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

پوځ په بیان کې ویلي چې د سرتېرو په ځوابي ډزو کې درې مشکوک وسلوال هم وژل شوي دي خو مشال راډیو په خپلواکه توګه د دې دعوې تصديق نه شي کولای.

بیان زیاتوي چې تر پېښې وروسته په ژوب کې له افغانستان سره پر پوله امنیتي سخت کړی دی.

په بلوچستان کې ناامني

په وروستیو کې د بلوچستان په بېلابېلو برخو کې ناامني او د وسلوالو فعالیتونه زیات شوي دي او په بریدونو او نښتو کې یوشمېر امنیتي سرتېرو، حکومتي کارکوونکو او ولسي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د سېپټېمبر پر نهمه د فوټبال شپږ ځايي لوبغاړي په یو ګاډي کې له ډېره بګټۍ څخه د سېوۍ پر لوري د "ال پاکستان چیف منسټر ګولډ کپ" په نوم د اتلولۍ په سیالیو کې د ګډون لپاره روان ول چې وسلوالو وتښتول.

تر دې مخکې د اګست پر ۱۶مه په پښین کې د ټرافیکو پر پولیسو او د لېویز ځواک پر تاڼه په دوو بریدونو کې یو سرتېری وژل شوی وو. پر پولیسو د هغې حملې ذمه واري چا نه وه منلې.

د اګست پر ۱۳مه وسلوالو په بندري ښار ګوادر کې د چینايي انجینرانو پر کاروان برید وکړ چې تر هغې وروسته یې له امنیتي ځواکونو سره نښته پیل شوه.

د پاکستان پوځ او په اسلام اباد کې د چین سفارت وايي چې په برید کې چینايي وګړو ته زیان نه وو رسېدلی.

پوځ په بیان کې ویلي ول چې په نښته کې دوه مشکوک وسلوال ووژل شول او درې سرتېري ټپي شول.

بلوڅ بېلتونپالې ډلې بلوڅ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) هم پر هغه ورځ رسنیو ته په استولي بیان کې د حملې ذمه وارۍ منلو تر څنګ د "څلور چینايي وګړو او نهو پوځیانو د وژنې" دعوه وکړه چې مشال راډیو یې په خپلواکه توګه تصدیق نه شي کولای.

په پاکستان کې د چین سفارت په ګوادر کې د چینايي انجینرانو پر کاروان برید وغنده او له پاکستانیو چارواکو یې غوښتنه وکړه چې د دې پېښې "هراړخیزه پلټنې" وکړي او پکې "ککړو کسانو ته سخته سزا" ورکړي.

بلوڅ بېلتونپالې وسلوالې ډلې وخت پر وخت په پاکستان کې پر چینايي کارکوونکو او وګړو او داراز پر پاکستانیو امنیتي او حکومتي چارواکو د بریدونو ذمه واري مني.

چینايي کارکوونکي د چین - پاکستان اقتصادي لارې (سيپيک) د پروژو عملي کولو په ترڅ کې په پاکستان کې دي.

پاکستان او چین د سيپیک موافقه په ۲۰۱۳ز کال کې وکړه او عملي کار په ۲۰۱۵ز کال کې پیل شو. له هغه وخت راهیسې بیجېنګ په پاکستان کې د لسګونه اربه ډالرو پانګونه کړې ده.

د هغو پروژو مرکز په بلوچستان کې دی او د بلوڅ لېبریشن ارمي په ګډون یوشمېر بلوڅ بېلتونپالې ډلې دریځ لري چې چين د پاکستان سهولت کار او د دوی د وسايلو وړونکی دی، نو ځکه یې وګړي په نښه کوي.

په ګوادر کې تازه برید پر داسې مهال وشو تر دې مخکې د اګست پر نهمه او اتمه د بلوچستان په درو سیمو کوټې، قلات او ژوب کې په حملو او په نښته کې دوه سرتېري او درې مشکوک وسلوال ووژل شول او یوشمېر کسان ژوبل شول.

د چارواکو په خبره، د اګست پر نهمه د بلوچستان په مرکز کوټه کې په لاسي بمي برید کې د دوو پولیسو په ګډون پینځه تنه ژوبل شول.

تر دې یوه ورځ مخکې د بلوچستان د قلات انتظامیې ویلي ول چې په منګوچر کې د وسلوالو په برید کې د سرحدي ځواک دوه سرتېري وژل شوي دي.

د انتظامیې په وینا، پر موټرسایکل سپرو وسلوالو د منګوچر په بازار کې پر سرتېرو ډزې وکړې او بیا وتښتېدل.

ناقانونه بېلتونپالې وسلوالې ډلې بلوڅ لېبرېشن ارمي د کوټې او قلات د حملو ذمه واري منلې وه.

په همدې حال کې د بلوچستان چارواکي وايي چې د وسلوالو ضد یې اقداماتو ته دوام ورکړی دی.

د سېپټېمبر پر ۱۴مه په کوټه کې د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) په مستونګ کې د عملیاتو پر مهال د اسلامي دولت (داعش) ډلې د یو مهم غړي د وژنې دعوه وکړه.

سي ټي ډي په بیان کې ویلي ول چې هغه وسلوال د ۲۰۲۳ز کال په مې کې په ژوب کې د جماعت اسلامي د مشر سراج الحق پر قافلې، په ۲۰۱۷ز کال کې په مستونګ کې د جمعیت علمای اسلام (ف) پر سیاستوال مولانا عبدالغفور حیدري او په ۲۰۱۶ز کال کې د کوټې په سېول روغتون کې په ځانمرګو بریدونو کې ککړ وو.

اخوا په کوټه کې د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) د اګست پر اتمه په بیان کې وویل چې پر هغه ورځ یې د پښتون مېشته سیمې ژوب په مرغه کبزۍ کې عملیات کول چې پر مهال یې نښته وشوه چې پکې درې مشکوک وسلوال ووژل شول او د پولیسو دوه سرتېري ژوبل شول.

پولیسو هغه مهال ویلي ول چې وژل شوي د ناقانونه ډلې غړي ول خو نور تفصیل یې نه وو ورکړی او هېڅ وسلوالې ډلې هم د نښتې په اړه څه نه ول ویلي.

په بلوچستان کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي)، تحریک جهاد پاکستان او د بېلتونپاله بلوڅانو په ګډون یوشمېر وسلوالې ډلې فعالې دي.

په ژوب او ورسره نېږدې په شېرانیو ضلع کې په وروستیو کې د ناامنیو یوشمېر پېښې شوې دي چې پرضد یې ځايي خلکو احتجاجونه هم کړي دي.

د جولای پر دویمه د بلوچستان په شېراني ضلع کې وسلوالو پر یوې پوستې برید وکړ چې پکې درې پولیس او د سرحدي ځواک یو سرتېری ووژل شول. د حملې ذمه واري تحریک طالبان پاکستان ډلې منلې وه.

تر دې وروسته د جولای پر ۱۲مه شپې مهال په ژوب کې پر چاوڼۍ د وسلوالو په برید او وروسته په نښته کې نهه سرتېري وژل شوي ول.

د پاکستان پوځ وايي، په نښته کې یې پینځه مشکوک وسلوال وژلي دي. د تحریک جهاد پاکستان په نوم یوې کمې پېژندل شوې وسلوالې ډلې د حملې ذمه واري منلې وه.

XS
SM
MD
LG