د لاسرسي ځای

تازه خبر

چین له پاکستانه د ګوادر برید د "هراړخیزه پلټنو" غوښتنه کړې ده


یو پاکستانی سرتېری په ګوادر بندر کې د پهرې پر مهال - پخوانی انځور.
یو پاکستانی سرتېری په ګوادر بندر کې د پهرې پر مهال - پخوانی انځور.

په پاکستان کې د چین سفارت د بلوچستان په بندري ښار ګوادر کې د چینايي انجینرانو پر کاروان برید غندلی دی او ویلي یې دي چې په حمله کې چینایانو ته زیان نه دی رسېدلی دی.

سفارت د اګست پر ۱۳مه ماښام مهال پر خپله ووبپاڼه په بیان کې ویلي دي چې بیجنګ "د دې ترهګر عمل سخته غندنه کوي."

دا تر هغې وروسته ده چې د اګست پر ۱۳مه وسلوالو هغه مهال په ګوادر کې د چینايي انجینرانو پر کاروان برید وکړ چې هغوی له هوايي ډګره د بندر ودانۍ پر لوري روان ول.

د پاکستان پوځ وايي، د امنیتي ځواکونو "چټک غبرګون" سرتېري سمدستي د پېښې ځای ته ورسېدل او هلته نښته پیل شوه چې پکې دوه مشکوک وسلوال ووژل شول او درې سرتېري ژوبل شول.

د پوځ عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د اګست پر ۱۳مه په خپل وروستي بیان کې ویلي دي چې امنیتي ځواکونو چینايي انجینران خوندي ځایونو ته ولېږدول او پکې هغوی ته هېڅ مرګژوبله نه ده اوښتې.

بلوڅ بېلتونپالې ډلې بلوڅ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) هم پر هغه ورځ رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي دي چې د هغې ډلې "مجید برېګېډ" دوو وسلوالو د چینايي انجینرانو پر قافله برید وکړ.

هغې ناقانونه ډلې رسنیو ته په استولي بیان کې دعوه کړې چې په برید او نښته کې "څلور چینايي وګړي او نهه پوځیان وژل" شوي دي خو مشال راډیو په خپلواکه توګه د دې دعوې تصدیق نه شي کولای.

د چین سفارت په بیان کې له پاکستانیو چارواکو غوښتنه کړې ده چې د دې پېښې "هراړخیزه پلټنې" وکړي او پکې "ککړو کسانو ته سخته سزا" ورکړي.

په بیان کې پر پاکستانیو چارواکو غږ شوی دی چې په راتلونکې کې د دې ډول پېښو مخنیوي لپاره دې "عملي او اغېزناکه" اقدامات وکړي.

بلوڅ بېلتونپالې وسلوالې ډلې وخت پر وخت په پاکستان کې پر چینايي کارکوونکو او وګړو او داراز پر پاکستانیو امنیتي او حکومتي چارواکو د بریدونو ذمه واري مني.

چینايي کارکوونکي د چین - پاکستان اقتصادي لارې (سيپيک) د پروژو عملي کولو په ترڅ کې په پاکستان کې دي.

پاکستان او چین د سيپیک موافقه په ۲۰۱۳ز کال کې وکړه او عملي کار په ۲۰۱۵ز کال کې پیل شو. له هغه وخت راهیسې بیجېنګ په پاکستان کې د لسګونه اربه ډالرو پانګونه کړې ده.

د هغو پروژو مرکز په بلوچستان کې دی او د بلوڅ لېبریشن ارمي په ګډون یوشمېر بلوڅ بېلتونپالې ډلې دریځ لري چې چين د پاکستان سهولت کار او د دوی د وسايلو وړونکی دی، نو ځکه یې وګړي په نښه کوي.

په ګوادر کې دا برید پر داسې مهال شوی دی چې تر دې مخکې د اګست پر نهمه او اتمه د بلوچستان په درو سیمو کوټې، قلات او ژوب کې په حملو او په نښته کې دوه سرتېري او درې مشکوک وسلوال ووژل شول او یوشمېر کسان ژوبل شول.

د چارواکو په خبره، د اګست پر نهمه د بلوچستان په مرکز کوټه کې په لاسي بمي برید کې د دوو پولیسو په ګډون پینځه تنه ژوبل شول.

تر دې یوه ورځ مخکې د بلوچستان د قلات انتظامیې ویلي ول چې په منګوچر کې د وسلوالو په برید کې د سرحدي ځواک دوه سرتېري وژل شوي دي.

د انتظامیې په وینا، پر موټرسایکل سپرو وسلوالو د منګوچر په بازار کې پر سرتېرو ډزې وکړې او بیا وتښتېدل.

ناقانونه بېلتونپالې وسلوالې ډلې بلوڅ لېبرېشن ارمي د کوټې او قلات د حملو ذمه واري منلې وه.

اخوا په کوټه کې د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) د اګست پر اتمه په بیان کې وویل چې پر هغه ورځ یې د پښتون مېشته سیمې ژوب په مرغه کبزۍ کې عملیات کول چې پر مهال یې نښته وشوه چې پکې درې مشکوک وسلوال ووژل شول او د پولیسو دوه سرتېري ژوبل شول.

پولیسو هغه مهال ویلي ول چې وژل شوي د ناقانونه ډلې غړي ول خو نور تفصیل یې نه وو ورکړی او هېڅ وسلوالې ډلې هم د نښتې په اړه څه نه ول ویلي.

په بلوچستان کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي)، تحریک جهاد پاکستان او د بېلتونپاله بلوڅانو په ګډون یوشمېر وسلوالې ډلې فعالې دي.

په ژوب او ورسره نېږدې په شېرانیو ضلع کې په وروستیو کې د ناامنیو یوشمېر پېښې شوې دي چې پرضد یې ځايي خلکو احتجاجونه هم کړي دي.

د جولای پر دویمه د بلوچستان په شېراني ضلع کې وسلوالو پر یوې پوستې برید وکړ چې پکې درې پولیس او د سرحدي ځواک یو سرتېری ووژل شول. د حملې ذمه واري تحریک طالبان پاکستان ډلې منلې وه.

تر دې وروسته د جولای پر ۱۲مه شپې مهال په ژوب کې پر چاوڼۍ د وسلوالو په برید او وروسته په نښته کې نهه سرتېري وژل شوي ول.

د پاکستان پوځ وايي، په نښته کې یې پینځه مشکوک وسلوال وژلي دي. د تحریک جهاد پاکستان په نوم یوې کمې پېژندل شوې وسلوالې ډلې د حملې ذمه واري منلې وه.

XS
SM
MD
LG