د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوځ وايي کوټه کې په نښته کې ۱ سرتېری او ۳ مشکوک وسلوال وژل شوي دي


په کوټه کې امنیتي سرتېري د عملیاتو پر مهال - پخوانی انځور.
په کوټه کې امنیتي سرتېري د عملیاتو پر مهال - پخوانی انځور.

پوځ وايي، د بلوچستان په مرکز کوټه کې د امنیتي ځواکونو او وسلوالو ترمینځ په نښته کې یو سرتېری او درې مشکوک وسلوال وژل شوي دي.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د سېپټېمبر پر ۱۵مه په بیان کې ویلي دي چې وسلوالو د سېپټېمبر پر ۱۴مه په ولي تنګي کې پر امنیتي پوستې برید وکړ چې تر هغې وروسته نښته پیل شوه.

بیان وايي، په نښته کې درې مشکوک وسلوال او یو سرتېری ووژل شول او بل سرتېری ژوبل شو.

پوځ په بیان کې له دې پرته نور معلومات نه دي ورکړي او کومې وسلوالې ډلې هم د نښتې په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د سږني اوړي له پیل راهیسې په بلوچستان کې ناامني یو ځل بیا زیاته شوې ده چې پرضد یې د امنیتي ځواکونو عملیات هم پراخ شوي دي.

د سېپټېمبر پر ۱۴مه په مستونګ کې په چاودنه کې د جمعیت علمای اسلام (ف) د اطلاعاتو سېکرټر او پخواني سېنېټر حافظ حمد الله په ګډون ۱۱ تنه ژوبل شول. د هغې چاودنې ذمه واري د اسلامي دولت (داعش) ډلې ومنله.

پر هم هغه ورځ په کوټه کې د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) په مستونګ کې په عملیاتو کې د اسلامي دولت (داعش) ډلې د یو مهم غړي د وژلو دعوه وکړه.

تر دې مخکې د سېپټېمبر پر نهمه د فوټبال شپږ ځايي لوبغاړي په یو ګاډي کې له ډېره بګټۍ څخه د سېوۍ پر لوري د "ال پاکستان چیف منسټر ګولډ کپ" په نوم د اتلولۍ په سیالیو کې د ګډون لپاره روان ول چې وسلوالو وتښتول.

د بلوڅ لېبرېشن ټایګرز په نوم یوې کمې پېژندل شوې ډلې پر ټولنیزو شبکو په بیان کې د لوبغاړو د تښتونې ذمه واري منلې ده.

د اګست پر ۱۶مه په پښین کې د ټرافیکو پر پولیسو او د لېویز ځواک پر تاڼه په دوو بریدونو کې یو سرتېری وژل شوی وو. پر پولیسو د هغې حملې ذمه واري چا نه وه منلې.

د اګست پر ۱۳مه وسلوالو په بندري ښار ګوادر کې د چینايي انجینرانو پر کاروان برید وکړ چې تر هغې وروسته یې له ځواکونو سره نښته پیل شوه چې پکې د پوځ په وینا دوه مشکوک وسلوال ووژل شول او درې سرتېري ټپي شول.

بلوڅ بېلتونپالې ډلې بلوڅ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) د هغه برید ذمه واري منلې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG