د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان په پنجګور کې چاودنې ۷ کسان وژلي دي


په بلوچستان کې امنيتي ځواکونه د ګزمې په حال کې - انځور له ارشيفه
په بلوچستان کې امنيتي ځواکونه د ګزمې په حال کې - انځور له ارشيفه

د بلوچستان په پنجګور کې پر سړک د ښخ شوي بم چاودنې له امله د بالګتري يونين کونسل چېرمېن په شمول ۷ کسان وژل شوي دي.

د کورنيو چارو صوبايي‌ وزیر ضياالله لانګو د اګست پر اوومه مشال راډيو ته وويل چې دا حمله د پنجګور او کېچ ضلعو تر مينځ سيمه کې د قومي مشر او د بالګتري يونين کونسل چېرمېن محمد عیسی بالګتري پر ګاډي شوې ده.

هغه زیاته کړه چې نوموړی او شپږ نور کسان ځای پر ځای وژل شوي دي. لانګو وويل چې د پېښې د پلټنو امر یې کړی دی.

تر اوسه کومې وسلوالې ډلې د دې بريد ذمه واري نه ده منلې. د چارواکو په خبره وژل شوي کسان له يوه واده څخه ستانه شوي ول چې له چاکر بازار سره نيږدې پرې برید وشو.

پنجګور او کېچ د ايران له سرحد سره نېږدې سیمې دي‌ چې په دې وروستيو کې پکې ناامني زیاته شوې ده. په دغو سیمو کې د زياترو بریدونو ذمه واري په پاکستان کې جنګېدونکې بیلتونپالې بلوڅ وسلوالې ډلې پر غاړه اخلي.

همداراز هلته وخت په وخت په ايران کې بریدکوونکو وسلوالو ډلو جندالله او جېش العدل هم خپل فعاليتونه ښوولي دي.

په پنجګور کې تر ټولو لويه حمله د ۲۰۲۲ز کال په فېبرورۍ کې شوې وه چې ګڼ پاکستاني سرتېري پکې وژل شوي ول.

هغه مهال له پاکستانه د ازادۍ اخیستو لپاره جنګېدونکې ډلې، بلوچ ليبريشن ارمي په پنجګور او نوشکي کې د ايف سي ځواکونو پر مرکزونو بريدونه وکړل چې تر دريو ورځو یې دوام درلود.

هغې ډلې په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د هغوی ۱۳ بريد کوونکو په هغو حملو کې تر ۱۵۰ زيات عسکر ووژل خو د پاکستان حکومت ويلي وو چې ۱۲ سرتېري او ۲۰ وسلوال وژل شوي ول.

د پاکستان پوځ وخت په وخت په هغو سيمو کې عمليات هم کړي دي او يوشمېر خلک یې له وسلوالو سره د مرستې په تور نيولي دي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG