د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان کې وسلوالو د فوټبال ۶ لوبغاړي تښتولي دي


په کوټه کې ځوانان د فوټبال سیالۍ پر مهال - پخوانی انځور.
په کوټه کې ځوانان د فوټبال سیالۍ پر مهال - پخوانی انځور.

چارواکي وايي، په بلوچستان کې وسلوالو د فوټبال شپږ ځايي لوبغاړي تښتولي دي چې د خوشې کولو لپاره یې عملیات پیل شوي دي.

د ډېره بګټۍ انتظامي مشر سعید کاکړ د سېپټېمبر پر ۱۰مه مشال راډیو ته وویل چې هغه لوبغاړي د خالي (شنبې) پر ورځ په یو ګاډي کې له ډېره بګټۍ څخه د سېوۍ پر لوري د "ال پاکستان چیف منسټر ګولډ کپ" په نوم د اتلولۍ په سیالیو کې د ګډون لپاره روان ول چې وسلوالو وتښتول.

دی وايي، تر دې وروسته ګڼ امنیتي سرتېري د پېښې ځای ته ورسېدل او عملیات یې پیل کړل خو لا د تښتول شویو لوبغاړو پته نه ده لګېدلې.

د پاکستان د کورنیو چارو لنډمهالي وزیر سرفراز بګټي هم رسنیو ته ویلي دي چې د پولیسو او سرحدي ځواکونو په مرسته یې عملیات پیل کړي دي او ژر به فوټبالران پیدا کړي.

د بلوچستان پوسټ په نوم یوې ځايي رسنۍ ویلي دي چې هغه ځوانان د سنګسېلا سیمې بلوڅان دي.

تر اوسه معلومه نه ده چې هغه لوبغاړي چا او ولې تښتولي او د پېښې ذمه واري هم چا نه ده منلې خو په وروستیو کې د بلوچستان په بېلابېلو برخو کې ناامني زیاته شوې ده او په بریدونو او نښتو کې یوشمېر امنیتي سرتېرو، حکومتي کارکوونکو او ولسي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د اګست پر ۲۸مه د صوبې په پښتون مېشته سیمې بوري (لورالايي) کې وسلوالو د یو افغان سوداګر پر ټرک برید وکړ او هغه یې وسوځاوه. هغه ټرک له افغانستانه د واګې پولې ته پر لاره وو او هند ته یې اینځر لېږدول چې د پېښې ښکار شو.

تر دې مخکې د اګست پر ۱۶مه په پښین کې د ټرافیکو پر پولیسو او د لېویز ځواک پر تاڼه په دوو حملو کې یو سرتېری وژل شوی وو.

د اګست پر ۱۳مه وسلوالو په بندري ښار ګوادر کې د چینايي انجینرانو پر کاروان برید وکړ چې تر هغې وروسته یې له امنیتي ځواکونو سره نښته پیل شوه.

د پاکستان پوځ او په اسلام اباد کې د چین سفارت وايي چې په برید کې چینايي وګړو ته زیان نه وو رسېدلی.

پوځ په بیان کې ویلي ول چې په نښته کې دوه مشکوک وسلوال ووژل شول او درې سرتېري ټپي شول.

بلوڅ بېلتونپالې ډلې بلوڅ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) هم پر هغه ورځ رسنیو ته په استولي بیان کې د حملې ذمه وارۍ منلو تر څنګ د "څلور چینايي وګړو او نهو پوځیانو د وژنې" دعوه وکړه چې مشال راډیو یې په خپلواکه توګه تصدیق نه شي کولای.

په پاکستان کې د چین سفارت په ګوادر کې د چینايي انجینرانو پر کاروان برید وغنده او له پاکستانیو چارواکو یې غوښتنه وکړه چې د دې پېښې "هراړخیزه پلټنې" وکړي او پکې "ککړو کسانو ته سخته سزا" ورکړي.

بلوڅ بېلتونپالې وسلوالې ډلې وخت پر وخت په پاکستان کې پر چینايي کارکوونکو او وګړو او داراز پر پاکستانیو امنیتي او حکومتي چارواکو د بریدونو ذمه واري مني.

چینايي کارکوونکي د چین - پاکستان اقتصادي لارې (سيپيک) د پروژو عملي کولو په ترڅ کې په پاکستان کې دي.

پاکستان او چین د سيپیک موافقه په ۲۰۱۳ز کال کې وکړه او عملي کار په ۲۰۱۵ز کال کې پیل شو. له هغه وخت راهیسې بیجېنګ په پاکستان کې د لسګونه اربه ډالرو پانګونه کړې ده.

د هغو پروژو مرکز په بلوچستان کې دی او د بلوڅ لېبریشن ارمي په ګډون یوشمېر بلوڅ بېلتونپالې ډلې دریځ لري چې چين د پاکستان سهولت کار او د دوی د وسايلو وړونکی دی، نو ځکه یې وګړي په نښه کوي.

په بلوچستان کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي)، تحریک جهاد پاکستان او د بېلتونپاله بلوڅانو په ګډون یوشمېر وسلوالې ډلې فعالې دي.

په همدې حال کې د بلوچستان صوبايي او د پاکستان وفاقي چارواکي وايي چې په بلوچستان کې یې د وسلوالو پرضد عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

په کوټه کې د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) د سېپټېمبر پر اوومه په بیان کې ویلي ول چې د سېپټېمبر پر شپږمه یې شپې مهال د پټو معلوماتو پر اساس یې د هغه ښار په غبرګ سیمه کې یې عملیات وکړل او د ټي ټي پي پینځه مشکوک وسلوال یې ووژل. هغې وسلوالې ډلې د پولیسو د دعوې په غبرګون کې څه نه ول ویلي.

تر دې مخکې سي ټي ډي د سېپټېمبر پر دویمه په کوټه او بسیمه کې د اسلامي دولت (داعش) او ټي ټي پي د اتو مشکوکو وسلوالو دعوه کړې وه.

پولیسو داراز، د اګست پر ۲۹مه هم په پښین کې د عملیاتو پر مهال د څلورو مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې وه.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG