د بلوچستان د وکیلانو ټولنې په غوښتنه وکیلان هم احتجاجاً د مارچ پر څلورمه د کوټې په ګډون د صوبې په نورو برخو کې عدالتونو ته حاضر نه شول او له کاروایۍ یې پرېکون (بایکاټ) وکړ. د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري او د بلوچستان نیشنل پارټۍ (مېنګل) مشر سردار اختر جان مېنګل چاپې غندلې دي.