د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان او چین په بېلابېلو برخو کې ۶ مفاهمتلیکونه لاسلیک کړي دي


د پاکستان او چین پلاوي په اسلام اباد کې د غونډې پر مهال - د جولای ۳۱مې انځور.
د پاکستان او چین پلاوي په اسلام اباد کې د غونډې پر مهال - د جولای ۳۱مې انځور.

د پاکستان او چین حکومتونو د سوداګرۍ او پانګونې په ګډون یوشمېر مفاهمتلیکونه لاسلیک کړي دي.

د پاکستان دولتي راډیو وايي چې دواړو خواوو د جولای پر ۳۱مه شپږ مفاهمتلیکونه لاسلیک کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د چین مرستیال وزیراعظم او د کمیونسټ ګوند د مرکزي کمېټۍ غړی هي لیفېنګ په مشرۍ پلاوی د جولای پر ۳۰مه اسلام اباد ته ورسېد.

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د جولای پر ۳۱مه او د اګست پر لومړۍ نېټه عمومي چوټي یا رخصتي اعلان شوې ده او حکومت په ښار کې سخت امنیتي اقدامات کړي دي.

د پاکستان حکومت پر اېکس، چې پخوانی نوم یې ټوېټر وو، یوه ویډیو خپره کړې چې پکې ښکاري چې وزیراعظم شهباز شریف د چین له مرستیال وزیراعظم هي ليفېنګ سره موافقې لاسلیکوي.

شریف پر دې مهال په وینا کې ویلي چې د هغو مفاهمتلیکونو موخه د اسلام اباد او بیجنګ ترمینځ د اقتصادي همکاریو پراخول دي.

نوموړی وايي چې بیجنګ د چین پاکستان اقتصادي لارې (سيپیک) د پروژو په لړ کې د توانایۍ، له اوبو د برېښنا پیدا کولو، سړکونو او ټرانسپورټي چارو په ګډون په بېلابېلو برخو کې له ۲۵ اربه (مېلیارده) ډالرو څخه زیاته پانګونه کړې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د چين مرسیتال وزيراعظم په مشرۍ پلاوی د اسلام اباد په بلنه ورغلی او د چین ـ پاکستان اقتصادي لارې ۱۰مې کلیزې په لمانځغونډه کې ګډون کوي.

بيان وايي چې هي ليفېنګ د دې سفر په مهال له وزيراعظم شهباز شريف او ولسمشر ډاکټر عارف علوي سره هم ګوري.

د بهرنیو چارو وزارت د چین په نړیوالو اقتصادي اړیکو او د یو کمربند او یوې لارې د نوښت په پلي کولو کې د لیفېنګ رول ډير مهم بللی دی. سيپیک هم د يو کمر بند او يوې لارې لويه پروژه ده.

پاکستان او چین د سيپیک موافقه په ۲۰۱۳ز کال کې وکړه او عملي کار په ۲۰۱۵ز کال کې پیل شو.

سيپیک د صنعتي او اقتصادي زونونو، سړکونو جوړولو او نورو یوشمېر پروژو مجموعه ده. د دې پراخ نوښت موخه په چټکۍ د پاکستان د اړتیاوړ زېربنا پراخول او د عصري ټرانسپورټي شبکو، د انرژۍ پروژو او ځانګړو اقتصادي زونونو په جوړولو د هغه هېواد اقتصاد پیاوړي کول دي.

د ۲۰۱۶ز کال په نومبر کې چین د ګوادر بندر له لارې افریقا او لویدیځې اسیا ته سامانونه ولېږدول.

XS
SM
MD
LG