د لاسرسي ځای

تازه خبر

په هنګو کې په ځانمرګو بریدونو کې ۴ تنه وژل شوي، ۱۲ ژوبل دي


چارواکي وايي، چاودنې د سېپټېمبر پر ۲۹مه د هنګو په دوابه کې شوې دي.
چارواکي وايي، چاودنې د سېپټېمبر پر ۲۹مه د هنګو په دوابه کې شوې دي.

د خیبر پښتونخوا د هنګو ضلعې په دوابه کې په ځانمرګو بریدونو کې څلور تنه وژل شوي او ۱۲ ژوبل دي.

د دوابې تاڼېدار شاه راز خان مشال راډیو ته وویل چې بریدونه د سېپټېمبر پر ۲۹مه پر داسې مهال شوي دي چې د تاڼې په جومات کې د جمعې تر لمانځه مخکې خطبه روانه وه.

د هنګو د انتظامي مشر دفتر په بیان کې ویلي دي چې لومړی ځانمرګی برید د تاڼې په وره کې وشو چې تر هغې وروسته د تاڼې په جومات کې ناست ډېری کسان بهر ووتل.

بیان وايي، دویم ځانمرګی برید د جومات دننه وشو چې له کبله یې د ودانۍ چت پرېوت او لاندې یې یوشمېر کسان بند پاتې شول.

چارواکي وايي، د ژغورنې ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) کارکوونکي د پېښې ځای ته ورسېدل او له کواټه یې هم دوه امبولانسونه دوابې ته ولېږدول.

د هنګو انتظامي مشر دفتر وايي چې له ړنګې ودانۍ څخه یې ټول مړي او ژوبل ایستلي او مرستندویه چارې بشپړې شوې دي.

بیان زیاتوي چې ژوبل کسان د هنګو د درسمندو سیمې روغتون ته لېږدول شوي دي.

د هنګو د پولیسو مشر نثار احمد رسنیو ته ویلي دي چې په جومات کې له ۳۰ څخه تر ۴۰ پورې کسان موجود ول.

تر اوسه د چاودنې ذمه واري چا نه ده منلې.

دا پېښه پر داسې مهال شوې ده چې د سېپټېمبر پر ۲۹مه د بلوچستان په مستونګ کې د عید میلاد النبي غونډې پر مهال په چاودنه کېتر ۵۰ زیات کسان ووژل شول او لسګونه نور ژوبل شول. د هغې چاودنې ذمه واري هم لا چا نه ده منلې.

د اسلامي همکاریو سازمان د سېپټېمبر پر ۲۹مه په بیان کې د دوابې او مستونګ بریدونه غندلي دي.

بیان وايي، د هغه سازمان عمومي منشي حسین ابراهیم طه په "هره بڼه ترهګري" غندي او د "ترهګرۍ پرضد په مبارزه کې د پاکستان د هڅو پوره ملاتړ" څرګندونه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د خیبر پښتونخوا په یوشمېر ضلعو کې د سږني اوړي له پیل راهیسې د امنیت وضع خرابه شوې ده.

د سېپټېمبر پر ۲۷مه او ۲۸مه د خیبر پښتونخوا په بنو او شمالي وزیرستان کې په څلورو جلا، جلا بریدونو کې دوه تنه ووژل شول او درې ژوبل شول. د هغو حملو مسوولیت چا نه وو منلی.

ځايي ولس د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سيمو کې د امن لپاره پرلتونه، مظاهرې، او جرګې کړې دي. حکومت او پوځ په بیا بیا ټینګار کړی دی چې ریاستي امنیتي ادارې د وسلوالو پرضد بې توپیره عملیات کوي او په تېرو کلونو کې یې په دې لړ کې بریاوې ترلاسه کړې دې.

د پاکستان پوځ د سېپټېمبر پر ۲۱مه په شمالي وزیرستان کې د دوو او د بنو په ځونیخېلو (جانيخېلو) کې د شپږو مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه وکړه.

پر هم هغه ورځ په میرلي کې وسلوالو له غره څخه څلور توغندي وورول چې دوه یې په یو خالي میدان او دوه پر یو کور ولګېدل چې پکې د یوې ښځې په ګډون درې تنه ژوبل شول. د هغه برید ذمه واري چا نه وه منلې.

XS
SM
MD
LG