د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پښین کې په دوو جلا، جلا حملو کې ۱ پولیس سرتېری وژل شوی دی


په پښین ښار کې یوشمېر پولیس او د لېویز ځواک سرتېري د سرکاري ودانۍ په انګړ کې ولاړ دي - پخوانی انځور.
په پښین ښار کې یوشمېر پولیس او د لېویز ځواک سرتېري د سرکاري ودانۍ په انګړ کې ولاړ دي - پخوانی انځور.

د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه پښین کې د ټرافیکو پر پولیسو او د لېویز ځواک پر تاڼه په دوو بریدونو کې یو سرتېری وژل شوی دی.

د پښین انتظامي مشر نجیب پانېزي تر پېښې وروسته مشال راډیو ته وویل چې وسلوالو د اګست ۱۶مې پر مازیګر هغه مهال پر سرخاب سړک د ټرافیک پولیسو پر سرتېري برید وکړ چې هغه د کار تر ختمولو وروسته کور ته روان وو.

پر پولیس د حملې ذمه واري چا نه ده منلې خو د پښین ښار تاڼېدار روزي خان لمړ ویلي دي چې له لومړنیو پلټنو ښکاري چې هغه د "ترهګرۍ" پېښه وه.

پر هم هغه ورځ د پښین په علیزیو کلي کې د لېویز ځواک پر تاڼې د لاسي بم برید شوی دی چې د چارواکو په وینا پکې مرګژوبله نه ده شوې. د هغې حملې مسوولیت هم چا نه دی منلی.

د پښین انتظامي مشر نجیب پانېزی زیاتوي چې د دواړو پېښو پلټنې یې پیل کړې دي او د وسلوالو پرضد عملیات روان دي.

په وروستیو کې د بلوچستان په بېلابېلو برخو کې ناامني زیاته شوې ده او په بریدونو او نښتو کې یوشمېر امنیتي سرتېرو، حکومتي کارکوونکو او ولسي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د اګست پر ۱۳مه وسلوالو په بندري ښار ګوادر کې د چینايي انجینرانو پر کاروان برید وکړ چې تر هغې وروسته یې له امنیتي ځواکونو سره نښته پیل شوه.

د پاکستان پوځ او په اسلام اباد کې د چین سفارت وايي چې په برید کې چینايي وګړو ته زیان نه وو رسېدلی.

پوځ په بیان کې ویلي ول چې په نښته کې دوه مشکوک وسلوال ووژل شول او درې سرتېري ټپي شول.

بلوڅ بېلتونپالې ډلې بلوڅ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) هم پر هغه ورځ رسنیو ته په استولي بیان کې د حملې ذمه وارۍ منلو تر څنګ د "څلور چینايي وګړو او نهو پوځیانو د وژنې" دعوه وکړه چې مشال راډیو یې په خپلواکه توګه تصدیق نه شي کولای.

په پاکستان کې د چین سفارت په ګوادر کې د چینايي انجینرانو پر کاروان برید وغنده او له پاکستانیو چارواکو یې غوښتنه وکړه چې د دې پېښې "هراړخیزه پلټنې" وکړي او پکې "ککړو کسانو ته سخته سزا" ورکړي.

بلوڅ بېلتونپالې وسلوالې ډلې وخت پر وخت په پاکستان کې پر چینايي کارکوونکو او وګړو او داراز پر پاکستانیو امنیتي او حکومتي چارواکو د بریدونو ذمه واري مني.

چینايي کارکوونکي د چین - پاکستان اقتصادي لارې (سيپيک) د پروژو عملي کولو په ترڅ کې په پاکستان کې دي.

پاکستان او چین د سيپیک موافقه په ۲۰۱۳ز کال کې وکړه او عملي کار په ۲۰۱۵ز کال کې پیل شو. له هغه وخت راهیسې بیجېنګ په پاکستان کې د لسګونه اربه ډالرو پانګونه کړې ده.

د هغو پروژو مرکز په بلوچستان کې دی او د بلوڅ لېبریشن ارمي په ګډون یوشمېر بلوڅ بېلتونپالې ډلې دریځ لري چې چين د پاکستان سهولت کار او د دوی د وسايلو وړونکی دی، نو ځکه یې وګړي په نښه کوي.

په ګوادر کې تازه برید پر داسې مهال وشو تر دې مخکې د اګست پر نهمه او اتمه د بلوچستان په درو سیمو کوټې، قلات او ژوب کې په حملو او په نښته کې دوه سرتېري او درې مشکوک وسلوال ووژل شول او یوشمېر کسان ژوبل شول.

د چارواکو په خبره، د اګست پر نهمه د بلوچستان په مرکز کوټه کې په لاسي بمي برید کې د دوو پولیسو په ګډون پینځه تنه ژوبل شول.

تر دې یوه ورځ مخکې د بلوچستان د قلات انتظامیې ویلي ول چې په منګوچر کې د وسلوالو په برید کې د سرحدي ځواک دوه سرتېري وژل شوي دي.

د انتظامیې په وینا، پر موټرسایکل سپرو وسلوالو د منګوچر په بازار کې پر سرتېرو ډزې وکړې او بیا وتښتېدل.

ناقانونه بېلتونپالې وسلوالې ډلې بلوڅ لېبرېشن ارمي د کوټې او قلات د حملو ذمه واري منلې وه.

اخوا په کوټه کې د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) د اګست پر اتمه په بیان کې وویل چې پر هغه ورځ یې د پښتون مېشته سیمې ژوب په مرغه کبزۍ کې عملیات کول چې پر مهال یې نښته وشوه چې پکې درې مشکوک وسلوال ووژل شول او د پولیسو دوه سرتېري ژوبل شول.

پولیسو هغه مهال ویلي ول چې وژل شوي د ناقانونه ډلې غړي ول خو نور تفصیل یې نه وو ورکړی او هېڅ وسلوالې ډلې هم د نښتې په اړه څه نه ول ویلي.

په بلوچستان کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي)، تحریک جهاد پاکستان او د بېلتونپاله بلوڅانو په ګډون یوشمېر وسلوالې ډلې فعالې دي.

په ژوب او ورسره نېږدې په شېرانیو ضلع کې په وروستیو کې د ناامنیو یوشمېر پېښې شوې دي چې پرضد یې ځايي خلکو احتجاجونه هم کړي دي.

د جولای پر دویمه د بلوچستان په شېراني ضلع کې وسلوالو پر یوې پوستې برید وکړ چې پکې درې پولیس او د سرحدي ځواک یو سرتېری ووژل شول. د حملې ذمه واري تحریک طالبان پاکستان ډلې منلې وه.

تر دې وروسته د جولای پر ۱۲مه شپې مهال په ژوب کې پر چاوڼۍ د وسلوالو په برید او وروسته په نښته کې نهه سرتېري وژل شوي ول.

د پاکستان پوځ وايي، په نښته کې یې پینځه مشکوک وسلوال وژلي دي. د تحریک جهاد پاکستان په نوم یوې کمې پېژندل شوې وسلوالې ډلې د حملې ذمه واري منلې وه.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG