د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوځ وايي ګوادر کې د "چینايي انجینرانو پر کاروان" برید او نښته کې ۲ مشکوک وسلوال وژل شوي


د ګوادر بندر یو پخوانی انځور.
د ګوادر بندر یو پخوانی انځور.

د پاکستان پوځ وايي، د بلوچستان په بندري ښار ګوادر کې د "چینايي انجینرانو پر کاروان" په یو برید او تر هغې وروسته په نښته کې دوه مشکوک وسلوال وژل شوي دي او درې سرتېري ژوبل دي.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) په بیان کې ویلي دي چې د اګست پر ۱۳مه د بلوڅ بېلتونپالې ډلې "بلوڅ لېبرېشن ارمي د مجید برېګېډ" وسلوالو په ګوادر کې هغه مهال پر کاروان برید وکړ چې چینايي انجینران له هوايي ډګره د بندر ودانۍ پر لوري روان ول.

پوځ وايي، د امنیتي ځواکونو "چټک غبرګون" سرتېري سمدستي د پېښې ځای ته ورسېدل او هلته یې له وسلوالو سره نښته پیل شوه.

په بیان کې راغلي دي چې امنیتي ځواکونو چینايي انجینران خوندي ځای ته انتقال کړل او په برید کې هغوی ته مرګژوبله نه ده اوښتې.

پوځ وايي، د نښتې پر مهال درې سرتېري ژوبل شوي دي چې د سیمې روغتونونو ته یې انتقال کړي دي.

بیان زیاتوي چې نښته د دوو مشکوکو وسلوالو په وژنه پای ته رسېدلې ده.

تر دې مخکې ای اېس پي ار په یو بل بیان کې پر چینایي انجینرانو د برید ذکر نه وو کړی او دا یې ویلي ول چې وسلوالو پر "پوځي کاروان" حمله وکړه چې پکې یې "سپکه وسله او لاسي بمونه" وکارول.

په هغه بیان کې راغلي ول چې په برید او نښته کې "هېڅ ملکي وګړي ته زیان نه دی رسېدلی."

دا تر هغې وروسته ده چې یوې امنیتي سرچینې د موضوع حساسیت له کبله د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې وسلوالو "د چینايي انجینرانو پر کاروان برید" وکړ چې تر هغې وروسته نښته پیل شوه.

د سرچینې په خبره، امنیتي سرتېرو چینايي انجینران خوندي ځای ته ولېږدول او هغوی ته په برید کې زیان نه دی رسېدلی.

سرچینه زیاتوي چې په نښته کې درې امنیتي سرتېري هم ژوبل شوي دي چې د یو روغتیايي حالت ښه نه دی.

چین په ګوادر کې حمله غندلې او ویلي یې دي چې په پېښه کې چینایانو ته مرګژوبله نه ده اوښتې.

بلوڅ بېلتونپالې ډلې بلوڅ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) په ګوادر کې د برید ذمه واري منلې ده.

هغې ناقانونه ډلې د اګست پر ۱۳مه رسنیو ته په استولي بیان کې دعوه کړې ده چې د بي اېل اې مجید برېګېډ "دوو وسلوالو د چینايي انجینرانو" پر قافله حمله وکړه.

بې اېل یې تر دې وروسته په دویم بیان کې دعوه کړې چې په برید او نښته کې "څلور چینايي وګړي او نهه پوځیان وژل" شوي دي خو مشال راډیو په خپلواکه توګه د دې دعوې تصدیق نه شي کولای.

ګوادر د بلوچستان په جنوب کې پروت بندري ښار دی.
ګوادر د بلوچستان په جنوب کې پروت بندري ښار دی.

بلوڅ بېلتونپالې وسلوالې ډلې وخت پر وخت په پاکستان کې پر چینايي کارکوونکو او وګړو او داراز پر پاکستانیو امنیتي او حکومتي چارواکو د بریدونو ذمه واري مني.

چینايي کارکوونکي د چین - پاکستان اقتصادي لارې (سيپيک) د پروژو عملي کولو په ترڅ کې په پاکستان کې دي.

پاکستان او چین د سيپیک موافقه په ۲۰۱۳ز کال کې وکړه او عملي کار په ۲۰۱۵ز کال کې پیل شو. له هغه وخت راهیسې بیجېنګ په پاکستان کې د لسګونه اربه ډالرو پانګونه کړې ده.

د هغو پروژو مرکز په بلوچستان کې دی او د بلوڅ لېبریشن ارمي په ګډون یوشمېر بلوڅ بېلتونپالې ډلې دریځ لري چې چين د پاکستان سهولت کار او د دوی د وسايلو وړونکی دی، نو ځکه یې وګړي په نښه کوي.

په ګوادر کې دا برید پر داسې مهال شوی دی چې تر دې مخکې د اګست پر نهمه او اتمه د بلوچستان په درو سیمو کوټې، قلات او ژوب کې په حملو او په نښته کې دوه سرتېري او درې مشکوک وسلوال ووژل شول او یوشمېر کسان ژوبل شول.

د چارواکو په خبره، د اګست پر نهمه د بلوچستان په مرکز کوټه کې په لاسي بمي برید کې د دوو پولیسو په ګډون پینځه تنه ژوبل شول.

تر دې یوه ورځ مخکې د بلوچستان د قلات انتظامیې ویلي ول چې په منګوچر کې د وسلوالو په برید کې د سرحدي ځواک دوه سرتېري وژل شوي دي.

د انتظامیې په وینا، پر موټرسایکل سپرو وسلوالو د منګوچر په بازار کې پر سرتېرو ډزې وکړې او بیا وتښتېدل.

ناقانونه بېلتونپالې وسلوالې ډلې بلوڅ لېبرېشن ارمي د کوټې او قلات د حملو ذمه واري منلې وه.

اخوا په کوټه کې د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) د اګست پر اتمه په بیان کې وویل چې پر هغه ورځ یې د پښتون مېشته سیمې ژوب په مرغه کبزۍ کې عملیات کول چې پر مهال یې نښته وشوه چې پکې درې مشکوک وسلوال ووژل شول او د پولیسو دوه سرتېري ژوبل شول.

پولیسو هغه مهال ویلي ول چې وژل شوي د ناقانونه ډلې غړي ول خو نور تفصیل یې نه وو ورکړی او هېڅ وسلوالې ډلې هم د نښتې په اړه څه نه ول ویلي.

په بلوچستان کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي)، تحریک جهاد پاکستان او د بېلتونپاله بلوڅانو په ګډون یوشمېر وسلوالې ډلې فعالې دي.

په ژوب او ورسره نېږدې په شېرانیو ضلع کې په وروستیو کې د ناامنیو یوشمېر پېښې شوې دي چې پرضد یې ځايي خلکو احتجاجونه هم کړي دي.

د جولای پر دویمه د بلوچستان په شېراني ضلع کې وسلوالو پر یوې پوستې برید وکړ چې پکې درې پولیس او د سرحدي ځواک یو سرتېری ووژل شول. د حملې ذمه واري تحریک طالبان پاکستان ډلې منلې وه.

تر دې وروسته د جولای پر ۱۲مه شپې مهال په ژوب کې پر چاوڼۍ د وسلوالو په برید او وروسته په نښته کې نهه سرتېري وژل شوي ول.

د پاکستان پوځ وايي، په نښته کې یې پینځه مشکوک وسلوال وژلي دي. د تحریک جهاد پاکستان په نوم یوې کمې پېژندل شوې وسلوالې ډلې د حملې ذمه واري منلې وه.

XS
SM
MD
LG