د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ژوب کې د جماعت اسلامي د مشر پر قافله د برید ضد کاربندیز او احتجاج شوی دی


د مې پر ۱۹مه په ژوب کې د جماعت اسلامي د مشر پر قافله په ځانمرګي برید کې شپږ تنه ژوبل شول.
د مې پر ۱۹مه په ژوب کې د جماعت اسلامي د مشر پر قافله په ځانمرګي برید کې شپږ تنه ژوبل شول.

د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه ژوب کې مظاهرچیانو له حکومته غوښتي دي چې د جماعت اسلامي د مشر سراج الحق پر قافله دې په برید کې ککړ کسان ونیسي.

د مې پر ۲۱مه د جماعت اسلامي په اعلان د ژوب ښار په بازار کې کاربندیز وو او د یوشمېر سیاسي ګوندونو غړو او مشرانو، سوداګرو او ټرانسپورټرانو پر سید شمس الدین شهید څلورلاره د مې ۱۹مې پېښې پرضد مظاهره وکړه.

ويناوالو پر حکومت غږ وکړ چې په هغه حمله کې دې ککړ کسان معلوم کړي او د قانون منګولو ته دې یې وسپاري.

په ژوب کې د جماعت اسلامي مشر مولانا عبدالناصر شهابزي پر ضلعي چارواکو نیوکې وکړې او و یې ویل چې د مې ۱۹مې تر جلسې ۱۰ ورځې له مخه یې ورڅخه د امنیتي انتظاماتو غوښتنه کړې وه.

خو د ژوب د پولیسو مشر خلیل الرحمان د مې پر ۲۱مه له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل چې د جماعت اسلامي د امیر سفر او جلسې پر مهال یې سخت امنیتي اقدامات کړي ول، خو په وینا یې چې د ځانمرګي بریدګر معلومول او مخنیوی یې ګران کار وي.

ژوب د بلوچستان د مرکز کوټې په شمال ختیځ کې پروت دی.
ژوب د بلوچستان د مرکز کوټې په شمال ختیځ کې پروت دی.

د جماعت اسلامي مشر سراج الحق هم د مې پر ۲۱مه د کوټې د خبریالانو په مرکز کې له حکومته غوښتنه وکړه چې د بريد په اړه دې پلټنې وکړي او ټول معلومات دې په ډاګه کړي.

د ژوب انتظاميې لا د مظاهرې د ګډونوالو او د سراج الحق څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي البته د بلوچستان د کورنيو چارو مير ضیا لانګو د مې پر ۱۹مه نېټه په يو بیان کې حمله غندلې وه او ويلي یې ول چې په اړه يې له ضلعي انتظاميې څخه رپورټ غوښتی دی.

د بلوچستان اعلاوزیر عبدالقدوس پر هم هغه ورځ په یو بیان کې د جماعت اسلامي پر قافله د برید غندنه کړې وه او امنیتي ځواکونو ته یې د سراج الحق د امنیت لپاره د لا زیاتو اقداماتو سپارښتنه کړې وه.

د ژوب پوليس وايي چې پلټنو ښوولې چې د مې پر ۱۹مه نېټه د سراج الحق پر قافله بريد ځانمرګی وو چې پکې د جماعت اسلامي شپږ غړي ژوبل شوي ول.

خو جماعت اسلامي تر حملې وروسته ویلي ول چې په پېښه کې یې د ګوند اووه غړي ژوبل شوي دي.

د هغې حملې ذمه واري لا چا نه ده منلې.

په بلوچستان کې له یوې مودې راهیسې حملې زیاتې شوې دي او هلته یوشمېر وسلوالې ډلې فعاله دي.

د مې پر ۲۰مه د بلوچستان په مارګټ غره کې پر پوسته په وسلوال برید او بیا په نښته کې درې سرتېري او یو مشکوک وسلوال ووژل شو. بېلتونپالې وسلوالې ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) د حملې ذمه واري ومنله.

تر دې یوه ورځ وړاندې د مې پر ۱۹مه د مستونګ ضلعې په سور کارېز کې وسلوالو د پولیو د واکسیني ډلې ساتونکی پولیس سرتېری وواژه.

داراز، د مې پر ۱۲مه وسلوالو په مسلم باغ کې د اېف سي ځواک پر کیمپ برید وکړ چې تر هغې وروسته یې له امنیتي سرتېرو سره نښته وشوه. د پاکستان پوځ وايي، نښته د مې ۱۳مې تر سهاره روانه وه چې پکې شپږ پوځیان، یو ولسي وګړی او شپږ وسلوال ووژل شول.

د هغې حملې ذمه واري د تحریک جهاد پاکستان په نامه یوې نوې وسلوالې ډلې ومنله چې په وروستیو کې یې په هغه هېواد کې د یوشمېر نورو بریدونو مسوولیت هم منلی دی.

د ۲۰۲۳ز کال د اپرېل پر ۱۰مه، د بلوچستان له مرکز کوټې څخه ۲۵ کلومیټره ليرې شمال لوري ته د کچلاغ (کچلاک) سيمې په یو جومات کې د مشکوکو وسلوالو پر ضد د عملياتو پر مهال څلور پوليس سرتېري ووژل شول.

پولیسو هلته تر هغې وروسته عملیات وکړل چې د اپرېل پر نهمه د کچلاغ په سپين کلي کې د پوليسو پر ګرځنده ډلې (ايګل سکواډ) ناڅرګنده وسلوالو بريد وکړ او دوه پوليسان يې ووژل او يو يې ژوبل کړ. په ځوابي ډزو کې يو وسلوال هم وژل شوی وو.

تر هغې پېښې لږه شېبه وروسته په کوټه کې په غبرګو چاودنو کې د دوو پولیس سرتېرو په ګډون څلور تنه ووژل شول او ۲۳ ژوبل شول.

په بلوچستان کې د بېلتونپاله بلوڅ وسلوالو او تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په ګډون یوشمېر وسلوالې ډلې فعاله دي چې پرضد یې امنیتي ځواکونه وخت په وخت د عملیاتو خبر ورکوي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG