د لاسرسي ځای

تازه خبر

خواجه اصف:‌ افغان طالبان پاکستان کې امن غواړي خو د ټي ټي پي ضد اقدامات نه کوي


خواجه اصف او د پاکستان استخباراتي ادارې مشر ندیم انجم د ۲۰۲۳ز کال په فبرورۍ کې په کابل کې د طالبانو له یو مشر ملا برادر سره په کابل کې وکتل.
خواجه اصف او د پاکستان استخباراتي ادارې مشر ندیم انجم د ۲۰۲۳ز کال په فبرورۍ کې په کابل کې د طالبانو له یو مشر ملا برادر سره په کابل کې وکتل.

د پاکستان دفاع وزیر وايي په افغانستان کې د طالبانو حکومت د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) پر ضد اقدامات ځکه نه کوي چې دې پاکستانۍ ډلې له هغوی سره په جنګ کې مرسته کړې ده.

خواجه اصف د اپرېل پر ۱۱مه، له امريکا غږ سره په يوه مرکه کې وويل: "زما د معلوماتو پر اساس، له ۷،۰۰۰ څخه تر ۸،۰۰۰ زرو پورې کسانو د ناټو پر ضد جګړه کې له افغان طالبانو سره برخه اخیستې وه. په هغوی کې پاکستاني طالبان (ټي‌ ټي پي) شامل ول. افغان طالبان او ټي ټي پي ملګرتیا لري نو ځکه افغان طالبان د هغوی پر ضد درېدل نه غواړي."

البته خواجه اصف ويلي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت غواړي چې له پاکستان سره مرسته وکړي. د هغه په وينا طالبانو ورته ويلي چې نه غواړي ټي ټي پي د پاکستان پر وړاندې خطر جوړ شي.

اصف زیاته کړه چې په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره پاکستان ښې اړیکې لري خو په وينا یې ځينې اندېښنې لا هم شته: "موږ له طالبانو سره په داسې حال کې ډېر ښه تعلقات لرو چې هغوی په ټولې نړۍ کې منزوي شوي دي. یوازینی شی چې موږ پرې خوشاله نه يو، هغه د ټي ټي پي لخوا د افغانستان خاوره په پاکستان کې د فعالیتونو لپاره کارول دي."

تر دې مخکې هم پاکستاني چارواکو ادعا کړې وه چې تحريک طالبان پاکستان د افغانستان له خاورې په پاکستان کې حملې پلانوي. خو ټي ټي پي او په افغانستان کې د طالبانو حکومت دا تور رد کړی وو. البته د طالبانو حکومت وياند ذبیح الله مجاهد په ۲۰۲۱ز کال کې منلې وه چې د ټي ټي‌پي او پاکستاني حکومت د يو پلاوي تر مينځ یې په کابل کې د مذاکراتو منځګړتوب کړی دی. هغه زیاته کړې وه چې حکومت یې نه غواړي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکارېږي.

د دې مذاکراتو په پايله کې د پاکستاني ریاست او تحریک طالبان پاکستان ترمينځ د ۲۰۲۲ز کال د مې مياشتې په اخره کې تر نامعلومې مودې پورې اوربند وشو. خو د دې ډلې مشر، نور ولي‌ مسيد د ۲۰۲۲ز کال د نومبر پر ۲۷مه خپلو وسله والو ته امر وکړ چې "خپل دفاعي بریدونه بیا پيل کړي". ټي ټي پي ادعا کړې وه چې اوربند ځکه ماتوي چې د پاکستان پوځ یې د وسلوالو پر ضد کاروايانې نه دې درولې.

د ترهګرۍ ضد کارونو ملي ادارې (نېکټا) په يو راپور کې ويلي وو چې د دې مذاکراتو او اوربند پر وخت وسلوال لا نور قوي شوي دي. دې ادارې زیاته کړې وه چې وسلوالو ته د منظمېدو موقع په لاس ورغلي او جديدې وسلې یې تر لاسه کړي نو ځکه یې بریدونه ډېر شوي دي.

د امنیتي چارو پوه اسحاق اتمر وايي د افغان او پاکستاني طالبانو اوږدې ملګرتیا ته په کتو فکر نه کېږي چې د طالبانو حکومت دې د ټي ټي پي پر ضد اقدام وکړي. "زه فکر نه کوم چې افغان طالبان به د ټي ټي پي وسلوال په افغانستان کې وځپي. خو کولای شي چې د پاکستان حکومت او پاکستانيو طالبانو ترمينځ یو جوړ جاړی رامنځته کړي."

د ۲۰۲۲ز کال په اپرېل کې راغلي د پاکستان ایتلافي حکومت که څه هم په لومړي سر کې له طالبانو سره د جوړجاړي پالیسي روانه وساتله خو وروسته یې وويل چې د ترهګرۍ ضد تګلارو ته بايد له سره کتنه وشي.

د پاکستان بهرنيو چارو وزير او د پيپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري د ۲۰۲۲ز کال د ډېسېمبر پر ۲۷مه، د خپلې مور او پخوانۍ وزيراعظمې بېنظير بوټو د تلين پر موقع ويلي وو چې د ترهګرۍ ختمولو لپاره پرېکنده کار ته اړتيا ده.

د اپريل پر اوومه، د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د پاکستان د ملي امنيت کمېټۍ په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د وسلوالو پر ضد به عمليات کېږي. د دې عملياتو د څرنګوالي په اړه څه نه دي ويل شوي خو ځينو سیاستوالو او ګوندونو پرې نيوکې کړي دي.

په دغو ګوندونو کې عوامي نېشنل ګوند شامل دی. همداراز د جماعت اسلامي سېنېټر مشتاق احمد خان او د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ هم ويلي چې په پاکستان کې به هغه وخت امن راشي چې ریاست د ټولو وسلوالو پر ضد يو شان عمليات وکړي او ښه، بد پکې ونه ګوري.

له شمالي وزیرستانه د پارلېمان استازی او د ملي جمهوري غورځنګ مشر، محسن داوړ د اپرېل پر نهمه په پارلېمان کې د خبرو کولو پر وخت وويل چې د پاکستان پوځ د افغان طالبانو او هغوی د وسلوالې ډلې تحريک طالبان پاکستان ملاتړ کړی دی. "موږ له تېرو ۴۰ کلونو راهیسې جنګ د کاروبار په توګه استعمال کړی دی. نو مهرباني وکړئ، موږ ته د عملياتو کولو په بیانونو دوکې مه راکوئ."

د پاکستان پوځ همېشه د وسلوالو له ملاتړه انکار کړی دی. دوی دريځ لري چې د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې یې ډېرې قربانۍ ورکړې دي.

XS
SM
MD
LG