د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: د طالبانو له حکومته د ترهګرۍ ضد مخلصانه همکارۍ تمه لرو


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر مملکت حنا رباني کهر د ۲۰۲۲م کال د نومبر پر ۲۹مه په کابل کې د طالبانو له بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر مملکت حنا رباني کهر د ۲۰۲۲م کال د نومبر پر ۲۹مه په کابل کې د طالبانو له بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې په افغانستان کې د طالبانو له حکومته د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې د مخلصانه همکارۍ تمه لري.

د دا خبره د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅې د فرورۍ پر دویمه په اسلام اباد کې د اوونیزې خبري غونډې پر مهال کړې ده.

نوموړې د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، "پاکستان هیله لري چې د طالبانو حکومت به د ترهګرۍ پرضد هغه ژمنې پوره کړي چې له نړیوالې ټولنې سره یې کړې دي."

نوموړې دا څرګندونې تر هغې یوه ورځ وروسته وکړې چې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي هغه دعوې ناسمې وبللې چې ګواکې د پېښور د پولیس لاینز پر جومات په برید کې د افغانستان خاوره کارول شوې وه.

نوموړي د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه په کابل کې یوې غونډې ته وویل، حکومت یې د سیمې په ګډون ټولې نړۍ او ګاونډیانو ته ډاډ ورکوي چې د افغانستان خاوره "به د هېچا پرضد کارېدو ته پرې نه ږدي."

دا تر هغې وروسته ده چې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د جنورۍ پر ۳۱مه د قامي اسمبلۍ غونډې ته په وینا کې تور پورې کړ چې د افغانستان خاوره د پاکستان کارېږي.

ده زیاته کړه، "وویل چې طالبانو د ۲۰۲۰ز کال د فبرورۍ پر ۲۹مه له امریکا سره د دوحې موافقه کې ژمنه کړې وه چې افغانستان به د نورو هېوادونو پرضد کارېدو ته نه پرېږدي، خو د پېښور په برید کې د هغه هېواد له خاورې "کار اخیستل شوی" دی.

امیر خان متقي د دې په ځواب کې زیاته کړې وه چې پاکستان دې د هغې حملې په اړه پلټنې وکړي او خپل مسوولیت دې د بل چا غاړې ته نه اچوي.

د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ترمنځ د تورونو لړۍ له هغه وروسته رامنځ ته شوې چې د پېښور د پولیس لایینز پر جومات خونړی برید وشو.

د جنورۍ پر ۳۰مه د پېښور پر پولیس لاینز جومات په ځانمرګي برید کې د وژل شویو شمېر ۱۰۰ ته رسېدلی او پکې تر ۲۱۵ زیات کسان ژوبل شول.

د هغې حملې ذمه واري چا نه ده منلې او تحریک طالبان پاکستان په یو بیان کې ویلي چې دوی په هغه برید کې هیڅ لاس نه لري.

بل پلو په افغانستان کې د طالبانو حکومت هم د جنورۍ پر ۳۱مه په یو بیان کې د دې پېښې غندنه کړې او دا یې د اسلام خلاف عمل بللی دی.

XS
SM
MD
LG