د لاسرسي ځای

تازه خبر

د درازنده خلکو "د وسله والو په جامو کې ګرځيدونکي د پوځي استخباراتو ۶ غړي" نيولي


 په ډېره اسماعيل خان کې يو پولیس پر پېره ولاړ دی - انځور له ارشیفه
په ډېره اسماعيل خان کې يو پولیس پر پېره ولاړ دی - انځور له ارشیفه

د خيبر پښتونخوا د ډیره اسماعیل خان د درازنده شيراني قام د پوځي استخباراتي ادارې (ميليټري انټيليجینس) شپږ غړي نيولي او پولیسو ته سپارلي دي.

د درازنده تاڼې مشر دین محمد د ډېسېمبر پر ۱۲مه مشال رېډیو ته وویل چې دا کسان په ګاډيو کې د ميليټري اينټيلېجينس دا کسان د غيرقانونه وسله والو په جامو کې وو. د هغه په وينا ځايي خلکو د ډېسېمبر پر يوولسمه دا وسله والو سره د ګاډي نيولي وو. د نوموړي په خبره پولیسو دا کسان يې پوځ ته سپارلي دي.

ګڼو خلکو پر انټرنيټ د نيولو کسانو ويډيوګانې او تصویرونه خپاره کړي دي. په دې تصویرونو کې ليدل کيږي چې وسله وال په ګاډي کې د وسلو سره ناست دي. يو تن پکې سيګرېټ هم لګولی او يو بل وسله وال موسکی ښکاري.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د درازنده مشر نزیرالله افغان چې د دغو وسله والو د نيولو کېدو ويډيو یې جوړه کړې، د ډېسېمبر پر ۱۲مه مشال راډيو ته وويل چې د نيول شوي، کسانو ګاډی په خوړ کې نښتی وو او کله چې یې خلک مرستې ته ورغلل نو وسله یې ولېده. د هغه په خبره کله یې چې ويډيو جوړوله نو دغو کسانو ورته وويل چې دوی د امنيتي ادارو خلک دي. "ما ته یې وويل چې دا ويډيو به وروسته ډيليټ کړي. موږ د ميليټري اينټيليجینس کسان یو. ځوانان ډير په جذبه کې وو. د نيول شويو کسانو ګاډي ته یې اور ورواچاوه."

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين پر فېسبوک ليکنه کې ادعا کړې ده چې "په پښتون وطن کې کله هم وسله وال ونيول شي، هغه د جاسوسي ادارو خلک وي. چې د ریاستي ادارو دا حال وي نو پر پښتون وطن به امن څنګه راشي؟"

د ډېسېمبر پر ۱۲مه، شيراني قام په دې لړ کې د پوځ سره جرګه کړې ده. دې اتيا کسیزې جرګې يو غړي عزت ګل مشال راډيو ته وويل چې پوځ ته یې واضحه کړه چې په خپل وطن کې هېڅ قسمه وسله وال نه مني.

هغه زیاته کړه: "موږ ته دوی ډاډ راکړ چې تحقیقات به کوي چې دې کسانو دغلته څه کول. موږ دلته وسله وال نه منو هغه که په هره جامه کې وي. اوس موږ ته پوځ ويلي چې لمحه په لمحه به مو له تحقیقاتو خبروي."

تر اوسه پورې د پاکستان پوځ دا نه دې ويلي‌چې د پوځي استخباراتو (ميليټري اينټيليجنس) دغه غړي ولې په بدلو جامو او د غيرمسووله وسله والو په شان ګرځېدل؟

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG