د لاسرسي ځای

تازه خبر

ځونیخېلو کې د ځايي مشر ملک موېز خان پر کور برید شوی دی


ملک موېز خان د جانیخېلو له مخښکه مشرانو یو دی - پخوانی انځور.
ملک موېز خان د جانیخېلو له مخښکه مشرانو یو دی - پخوانی انځور.

د بنو په ځونیخېلو (جانیخېلو) کې وسلوالو د ځايي مشر ملک موېز خان پر کور برید کړی دی چې پکې چا ته زیان نه دی رسېدلی.

د سیمې اوسېدونکي وايي "ناڅرګنده وسلوالو" د اپرېل پینځمې او شپږمې ترمینځ شپې مهال د هغه ځايي مشر پر کور ډزې او راکټي حمله وکړه.

په همدې حال کې د جانیخېلو د فعالانو یوې ډلې ویلي دي چې د اپرېل پر اوومه مازیګر مهال د هغې پېښې او په سیمه کې د ناامنۍ پرضد احتجاجي لاریون کوي.

ملک موېز خان د اپرېل پر شپږمه مشال راډیو ته وویل چې تر دې مخکې هم ورباندې بریدونه شوي دي ځکه چې دی په سیمه کې د سولې لپاره غږ پورته کوي. "په جانیخېلو کې خو له ۲۰۰۹ز کال راهیسې امن نه شته. درې درنې (ناستې) مو وکړې. زموږ خو بله ګناه نه شته، یوازې دا چې امن غواړو او یا له حکومت سره پر امن غږېږو. له ډېر وخت راهیسې راباندې حملې [کېږي]"

ملک موېز خان زیاته کړه چې وسلوالو ورڅخه باج غواړي او ژوند یې خوندي نه دی نو حکومت دې ورته تحفظ ورکړي او امنیت دې ټینګ کړي.

د هغه پر کور د برید ذمه واري چا نه ده منلې.

په سیمه کې یوه امنیتي چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط یې مشال راډیو ته وویل، پولیسو او امنیتي سرتېرو د ځونیخېلو او لکي مروت په شاوخوا کې د وسلوالو پرضد کاروايي پیل کړې ده. ده زیاته کړه چې حکومت د سیمې امنیت ټینګښت ته ژمن دی.

ملک موېز خان د هغو ځايي مشرانو له ډلې دی چې په تېرو وختونو کې یې د سیمې امنیت لپاره په پراخو احتجاجي پرلتونو او لاریونونو کې فعاله ونډه لرلې ده.

په ځونیخېلو کې له تېرو یوشمېر کلونو راهیسې وخت په وخت په هدفي بریدونو کې ځايي مشران او اوسېدونکي په نښه شوي دي او د سیمې امن جرګه، چې د ملک موېز خان یې یو مخکښ مشر دی، له ۲۰۲۱ز کال راهیسې د پرلتونو، غونډو او له چارواکو سره د جرګو له لارې د امن او په سیمه کې د پرمختیايي چارو ترسره کولو غوښتنې کړې دي.

د جانیخېلو کې اوسېدونکو په لومړي ځل د ۲۰۲۱ز کال په مارچ کې د څلورو هلکانو مړو تر موندل کېدو وروسته پرلت وهلی وو چې تر نهو ورځو روان وو او له صوبايي حکومت سره تر موافقې وروسته پای ته ورسېد.

تر هغې وروسته د جانیخېلو اوسېدونکو د ۲۰۲۱ز کال د مې په پای کې د یوه ځايي مشر ملک نصیب خان د وژنې په غبرګون تر شاوخوا یوې میاشتې احتجاجي ناسته کړې وه چې له حکومت سره یې د بلې موافقې په لاسلیکولو پای ته ورساوه.

د بنو انتظامي چارواکو په تېرو وختونو کې په بیا بیا ټینګار کړی دی چې د سیمې امنیت ته ژمن دي او په ځونیخېلو کې پرمختیايي پروژې هم پلي کوي.

د پاکستان حکومت او پوځ هم وايي، وسلوال بیامنظمېدو ته نه پرېږدي او د ترهګرۍ او سختدریځۍ پرضد مبارزې ته دوام ورکوي.

XS
SM
MD
LG