د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبانو افغانستان کې "د بهرنیو ډلو فعالیت" په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ


طالبان د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه پر کابل واکمن شول، انځور له ارشيفه
طالبان د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه پر کابل واکمن شول، انځور له ارشيفه

د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندېزونو د څار ډلې وروستي راپور ته په غبرګون کې ويلي چې د دا شان راپورونو خپرول د افغانستان، سیمې او نړۍ په خیر نه دي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل د فبرورۍ پر اوومه مشال راډيو ته په خپل لېږل شوي پيغام کې ويلي چې "د افغانستان اسلامي امارت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وروستی راپور چې په کې ادعا شوې چې افغانستان کې د بهرنیو ډلو فعالیت ډېر شوی، په کلکه ردوي."

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه اعلامیه کې ویلي چې دوی په دوحه کې شوې هوکړه عملي کړې او چا ته به اجازه ور نه کړي چې د افغانستان له خاورې کوم بل هېواد وګواښي.

خو ځیني سیاسي شنونکي له بهرنیو ډلو سره د طالبانو د اړیکو پرېکون ناشونی بولي.

سفارتکاره او د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې شکریه بارکزۍ وايي:" طالبان نه شي کولای چې خپلې اړیکي له بهرنیو ډلو لکه القاعده او نورو سره پرې کړي، ځکه چې دوی د همکارۍ یوه تاریخي مخینه او د دیني مسایلو او لوېدیځې نړۍ په تړاو ګډه موخه او ګډه ایډیالوژي لري."

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د څار ډلې په یوه راپور کې راغلي چې د القاعده د وژل شوي مشر اسامه بن لادن زوی عبدالله د ۲۰۲۱ز کال په اکتوبر میاشت کې له طالبانو سره د لیدنې په موخه افغانستان ته تللی وو، خو طالبانو دا راپورونه رد کړي دي.

په دغه راپور کې دا هم راغلي چې د طالبانو له واکمنۍ د شپږو میاشتو په تېرېدو سره افغانستان اوس د دې وړ ګرځېدلی چې د القاعده او د منځنۍ اسیا د یو شمېر ترهګرو ډلو لپاره په امن پټنځای بدل شي.

XS
SM
MD
LG