د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان وايي له افغان خاورې پر پاکستان د بریدونو ادعا څېړي


ذبیح الله مجاهد (په منځ کې) له خبریالانو سره د خبرو پرمهال - انځور له ارشیفه
ذبیح الله مجاهد (په منځ کې) له خبریالانو سره د خبرو پرمهال - انځور له ارشیفه

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي د پاکستان هغه ادعاوې څېړي چې وايي له افغان خاورې پرې وسله والې ډلې بریدونه کوي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د فرورۍ پر اوومه مشال راډیو ته په یو لیکلي پیغام کې ویلي: "په دې اړه زموږ څېړنه روانه ده. موږ چاته اجازه نه ورکوو چې زموږ له خاورې داسې استفاده وکړي."

د فرورۍ پر شپږمه په کورمه کې په يو برید کې درې پاکستاني سرتېري وژل شوي وو. تر هغه وروسته د پاکستان کورنيو چارو وزیر شيخ رشيد ويلي ول چې په افغانستان کې دې د طالبانو حکومت دا یقيني کړي چې له هغه ځايه پر پاکستاني ځواکونو بریدونه پلان نه شي.

طالبانو د اګست په ۱۵مه کابل ونيو. دوی زندانونه مات کړل چې له وجې یې د نورو بندیانو تر څنګ د تحريک طالبان پاکستان هغه غړي هم خوشې شول چې تېرو افغان حکومتونو بنديان کړي وو. له دغې نېټې وروسته تحريک طالبان پاکستان خپل بریدونه زیات کړي دي.

د سیمو ایزو چارو پوه او د پېښور پوهنتون د نړیوالو اړیکو د څانګې پخوانې مشر ډاکټر اعجاز خټک مشال راډيو ته وويل چې په افغانستان کې د طالبانو د راتګ سره په ټوله سیمه کې وسلوالې ډلې او مذهبي ګوندونه ډېره زیاته ډاډګېرنه محسوسوي. "سختدریځه ډلې دا ډاډګيرنه محسوسوي چې په افغانستان کې د دوی همخياله ډله د وسلې له لارې واک ته ورسېدل نو ځکه دوی هم زړور شول. بله خبره دا ده چې ایا طالبان د حکومت کولو صلاحيت لري؟ جنګ کول يو شی دی او حکومت کول بل. د افغانستان د بې ثباتۍ له وجې بې امني پاکستان ته خپرېږي."

خو تحريک طالبان پاکستان يوازينۍ ډله نه ده چې بريدونه یې زیات کړي دي. له پاکستانه ازادۍ غوښتونکو بلوڅ وسله والو هم لویو حملو ته زور ورکړی. بلوچ لېبریشن ارمي د فرورۍ په دویمه د بلوچستان په نوشکي او پنجګور کې د اېف سي ځواک پر مرکزونو بریدونه وکړل. دوی تر درو ورځو پورې د پنجګور له ايف سي مرکزه د پاکستاني پوځيانو سره نښته وکړه. دې ډلې ادعا کړې چې په دواړو حملو کې یې ۱۹۵ پاکستاني پوځيان وژلي دي.

د پاکستان پوځ دا ادعا رد کړې او په يوه خبرپاڼه کې یې ويلي چې د دوی نهه سرتېري او ۲۰ وسله وال وژل شوي دي.

تر دې مخکې د بلوچستان د کورنیو چارو سلاکار ضیاالله لانګو ویلي ول چې په پنجګور او نوشکي کې ۱۲ پوځیان وژل شوي دي.

پوځ همداراز ادعا کړې وه چې دغه وسله وال په هند او افغانستان کې د خپلو مشرانو سره په رابطه کې وو. هند تل داسې تورونه رد کړي دي او طالبانو ويلي چې دا د پاکستان کورنۍ مسله ده او افغان خاوره د هېڅ هېواد پر ضد کارېدو ته نه پرېږدي.

خو په همدې حال کې د بشري حقونو لپاره کارکوونکو بلوڅانو ادعا کړې چې طالبانو په افغانستان کې ګڼ هغه بلوڅان نيولي چې له پاکستانه افغانستان ته کډوال شوي دي.

د بلوچ پيپلز کانګرس مشرې نېلا قادري د فرورۍ پر شپږمه پر ټوېټر په خپره کړې يوه ويډيو کې ويلي چې طالبان دې بلوڅان نه په تکليفوي ځکه چې هغوی د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې سره رجسټرډ کډوال دي.

طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دې ويلي.

XS
SM
MD
LG