د لاسرسي ځای

تازه خبر

تحریک طالبان پاکستان په حکومت کې شاملو ګوندونو باندې د بریدونو ګواښ کړی


تحریک طالبان پاکستان په لرې پرتو غرییزو سیمو کې فعالیت کوي: انځور له ارشیفه
تحریک طالبان پاکستان په لرې پرتو غرییزو سیمو کې فعالیت کوي: انځور له ارشیفه

تحريک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) په ایتلافي حکومت کې شاملو ګوندونو، پيپلز پارټۍ او مسلم لیګ (ن) ته خبرداری ورکړی دی.

دې تحريک د جنورۍ پر څلورمه په يوه خبرپاڼه کې وویل چې که دغه ګوندونه د دې‌ ډلې پر ضد د پوځ پالیسيو ملاتړ پرېنږدي، بریدونه به پرې وکړي.

د پيپلز پارټۍ شريک مشر او د پاکستان بهرنيو چارو وزیر، بلاولو بوټو زرداري د جنورۍ پر درېيمه د سيند په دادو کې په يوه خبري غونډه کې ويلي وو چې په افغانستان کې طالبان يو حقیقت او پاکستاني طالبان يوه فتنه ده.

خو د مسلم ليګ (ن) يو مشر او د پاکستان د کورنيوو چارو وفاقي وزير رانا ثناالله د جنورۍ پر څلورمه، په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته ویلي وو چې د ټي ټي پي سره د مذاکراتو کوښښ‌کوي: " افغانستان يو حقیقت دی. هلته د طالبانو حکومت هم يو حقیقت دی. کوښښ به وشي، بلکې لګيا دی کوښښ کيږي چې ټي ټي پي د خبرو ميز ته راولو. خو لومړی شرط مو دا دی چې دوی وسله کيږدي او ځانونه د پاکستان د ايين تابع کړي"

تحريک طالبان پاکستان تر اوسه د رانا ثناالله د دې خبرو په اړه څه نه دي ويلي خو په تېرو وختونو کې یې د مذاکراتو په وخت داسې شرطونه نه دي منلي.

د جنورۍ په دويمه د وزيراعظم شهباز شريف دفتر د ملي امنیت کمېټۍ تر غونډې وروسته په يوه خبرپاڼه کې وويل چې پاکستان د خپلو خلکو د خوندي ساتلو حق لري. په خبرپاڼه کې ویل شوي وو چې "د پاکستان پر هر اينچ خاوره به خپله خودمختاري قايموي او د ټولو هغو ډلو په خلاف به کارروايي‌کيږي چې تشدد کول غواړي".

رانا ثناالله تر دې وړاندې د ۲۰۲۲ز کال د ډېسېمبر په ۳۱مه د پاکستان له یو شخصي ټیليویژن ایکسپریس نیوز سره په مرکه کې ويلي وو چې که د طالبانو حکومت په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو پر ضد اقدامات نه کوي نو کیدای شي چې اسلام اباد په افغانستان کې د ټي ټي پي پر ضد کاروايي وکړي.

د دغه اوربند تر ختمېدو وروسته د اسلام اباد په شمول د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې حملې شوې دي. د بریدونو او ناامنۍ زیاتېدو او مذاکراتو په اړه، د پاکستان د ترهګرۍ سره د مبارزې د هڅو هم اهنګونکې ادارې، نېکټا ويلي چې دغو مذاکراتو پاکستاني طالبان قوي او بیا منظمه کړل.

تېر کال دې ډلې د پاکستاني حکومت سره په کابل کې تر مذاکراتو کولو وروسته د جون له لومړۍ نېټې څخه د نامعلومې مودې لپاره اوربند وکړ. ټي ټي پي دا اوربند د نومبر په مياشت کې ختم اعلان کړ او ادعا یې وکړه چې د پاکستان پوځ د مذاکراتو په وخت کړې وعدې نه دې پوره کړې. دوی د دې وعدو تفصيل نه دی ورکړی البته بریدونه یې زیات کړي دي.

د تحريک طالبان پاکستان ډيری بریدونه په خيبر پښتونخوا کې شوي دي. د بریدونو په غبرګون کې ځايي ولس لاریونونه او احتجانونه کړي او په سیمه کې د امنیت د ټینګښت غوښتنه کوي. د خیبر پښتونخوا حکومت په بیا بیا ویلي چې پولیس او امنیتي ادارې په سیمه کې امن ټينګ ساتلو ته ژمن دي او هیچا ته به د حکومت عملداري د ګډوډولو اجازت ور نکړي.

XS
SM
MD
LG