د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي د پاکستان چارواکي دې له پارونکو بيانونو ډډه وکړي


AFGHANISTAN-CONFLICT
AFGHANISTAN-CONFLICT

پاکستان په داسې حال کې د دې هېواد پرضد د افغان خاورې د کارول کېدو ادعا کوي چې په دې وروستیو کې په ځانګړې توګه خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د وسله والو بریدونه زیات شوي دي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستاني چارواکو وروستيوو بيانونو په غبرګون کې ويلي چې له پاروونکو بیانونو بايد ډډه وشي.

په کابل کې د طالبانو د حکومت وياند، ذبیح الله مجاهد د جنورۍ پر درېيمه په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې د پاکستاني وزيرانو وروستي بيانونو د خفګان وړ دي. هغه وويل د طالبانو حکومت د ګاونډيو سره ښې اړيکې غواړي: "پاکستانی اړخ هم مسولیت لري چې د وضعیت د کابوکیدو هڅې وکړي، له بې اساسه خبرو او پارونکو نظریاتو ورکولو څخه ډډه وکړي. ځکه داسې خبرې او بې باورۍ د هيڅ اړخ په ګټه نه ده."

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف د جنورۍ په دويمه د پاکستان له جيو نيوز ټيليويژن سره په مرکه کې ادعا کړې وه چې که څه هم طالبانو هوکړه کړې چې افعان خاوره به د پاکستان پرضد نه کارول کېږي، خو بیا هم تحریک طالبان پاکستان له افغانستانه په پاکستان کې بریدونه پلانوي. هغه زیاته کړه: "ټي ټي پي په پاکستان کې پر هېڅ برخې کنټرول نه لري او ټولې حملې له افغانستانه پلانوي. په دې اړه د طالبانو له حکومت سره خبرې روانې دي."

تر دې مخکې د پاکستان کورنيوو چارو وزير راناثناالله هم ورته خبرې کړې وي او ويلي یې وو "که وخت یې راغی نو پاکستان په افغانستان کې د ټي ټي پي پر مرکزونو" بریدونه کولی شي. په ورته وخت کې د پاکستان د قامي سلامتيا کمېټې د جنورۍ پر دویمه په خپله ناسته کې خبرداری ورکړی چې دوی " هېڅ هېواد ته اجازه نه ورکوي چې ترهګرو ته خوندي پټنځایونه ورکړي."

د طالبانو د دفاع وزارت د پاکستان د کورنیو چارو وزیر خبرې بې بنسټه بللې وې او په یوه خبرپاڼه کې يې وویل چې "افغانستان بې څښتنه نه دی." کې راغلي وو چې دغه ډول څرګندونې به د دواړو هېوادونو اړیکو ته زیان ورسوي. د خپل هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ د دفاع لپاره چمتو یو."

طالبان د ۲۰۲۱م کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان واکمن شو خو تر اوسه یې د پاکستان په ګډون د نړۍ هیڅ هیواد هم حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی. طالبانو چې کله په ۹۰مه لسیزه کې پر افغانستان قبضه کړې وه نو هغه وخت یې پاکستان، سعودي عرب او متحده عرب اماراتو حکومت په رسمیت پېژندلی وو.

خو کله چې په ۲۰۰۱م کال کې په افغانستان کې د طالبانو حکومت ړنګ کړل شو نو له هغه راهسې په پراخه توګه پر پاکستان دا تورونه وو چې د افغان حکومت پرضد جنګېدونکو وسله والو ته یې په خپله خاوره کې پناه ورکړې ده.

د افغانستان تېر جمهوري نظام هم په وار وار ویلي وو چې پاکستان د افغان حکومت پرضد جنګېدونکو طالبانو ته خوندي پټنځایونه ورکړي او اسانتیاوې یې ورته برابروي، خو پاکستان هغه مهال دغه ادعاوې رد کړې وې. خو اوس پاکستان په داسې حال کې د دې هېواد پرضد د افغان خاورې د کارول کېدو ادعا کوي چې په دې وروستیو کې په ځانګړې توګه خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د وسله والو بریدونه زیات شوي دي.

خو په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې ځايي ولسونونو، سیاسي ګوندونو او پښتون ژغورنې غورځنګ په وار وار د خپلو احتجاجي لاریونونو پرمهال د پاکستان امنیتي ادارې په دې تورنې کړې دي چې د دوی په وینا "د پښتنو پر خاوره یې د وسله والو پر بیا منظمېدو سترګې پټې کړې دي." د پاکستان مرکزي او د خیبر پښتونخوا صوبايي‌ حکومت نه یوازې داسې تورونه ردوي‌ بلکې وايي چې دوی د امن پر ځای ساتلو ته ژمن دي‌ او وسله وال به بیا منظمېدو ته نه پرېږدي.

XS
SM
MD
LG