د لاسرسي ځای

تازه خبر

نېکټا ویلي ټي ټي پي له پاکستان سره د مذاکراتو پر مهال "کافي قوت" ترلاسه کړی


تحريک طالبان پاکستان د نومبر پر ۳۰مه په کوټه کې د پولیسو پر یوه ګاډي د بمي برید ذمه واري ومنله.
تحريک طالبان پاکستان د نومبر پر ۳۰مه په کوټه کې د پولیسو پر یوه ګاډي د بمي برید ذمه واري ومنله.

د پاکستان ترهګرۍ ضد ملي ادارې ( نېکټا) ویلي چې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) له حکومت سره د مذاکراتو پر مهال "کافي قوت" موندلی او خپلې کاروایۍ یې زیاتې کړې دي.

نېکټا دا خبره په هغو دستاویزاتو کې کړې چې د ډېسېمبر پر اتمه يې د سېنېټ د کورنیو چارو قایمه کمېټۍ ته وړاندې کړل.

په اسنادو کې ویل شوي چې له تحريک طالبان پاکستان سره د مذاکراتو له امله د هغې ناقانونه ډلې حوصله لوړه شوه او په سوات کې د موجودیت لامل یې هم د ریاست غبرګون دی.

د سېنېټ د کورنیو چارو د کمېټۍ په غونډه کې د جماعت اسلامي سېنېټر مشتاق احمد په پاکستان کې د ترهګرۍ پر زیاتېدونکو پېښو اندېښنه وښوده.

نوموړي تر غونډې وروسته خبريالانو ته وويل چې په شمالي وزيرستان او جنوبي وزیرستان کې وسلوالو استوګنځايونه جوړ کړي دي. "پر لوی کچ د پښتنو او پاکستانیانو وینه بهېږي او څوک یې د پوښتنې نه شته. په شمالي [وزيرستان] او جنوبي وزیرستان کی په سلګونو خلک وژل شوي دي. په غونډه کې وپوښتل شول چې هلته څومره خلک وژل شوي؟ دا هدفی وژنې ولې کېږي؟ مخنیوې یې ولی و نه شو؟ نو وویل شول چې پر دې خبرو به په راتلونکې غونډه کې بحث کېږي."

دا په داسې حال کې ده چې د جنوبي وزیرستان یوشمېر اوسېدونکو هم مشال راډیو ته ویلي چې هغې ضلعې ته ګڼ وسلوال ورغلي دي.

خو د وزيرستانونو انتظامي چارواکو دا ډول ادعاوې رد کړې او ويلي يې دي چې هغوی د وسلوالو پرضد خپلو کاروايانو ته دوام ورکړی دی.

د نېکټا پخوانی مشر وايي د سختدریځۍ ختمول اړین دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:42 0:00

د نېکټا په رپورټ کې ویل شوي چې د ۲۰۲۱ز کال د اګست تر پای پورې له افغانستانه د ټولو امریکايي او نړیوالو ځواکونو له وتلو سره تحریک طالبان پاکستان وکولای شول چې له هغه هېواده خپل فعالیتونه زیات کړي، خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت په وار وار ويلي چې د هغوی خاوره د هېڅ هېواد پرضد نه کارول کېږي او هېڅ ډلې ته یې د کارولو اجازه هم نه ورکوي.

نېکټا زياته کړې چې په پاکستان کې د "ترهګرۍ" پېښې زیاتې شوې دي او په وروستیو کې د لږترلږه څلورو غټو حملو ذمه واري هم ټي ټي پي منلې ده.

د سېنېټ د کورنیو چارو کمېټۍ په غونډه کې وویل شول چې ملاکنډ تر ټولو اغېزمنه سیمه ده خو په سوات کې د هغې ډلې خلاف ولسي غبرګون یو ښه پرمختګ دی. په غونډه کې ویل شوي چې د وسلوالو پرضد بايد امنیتي ادارې باید په شريکه هڅه وکړي.

نېکټا تر هغې وروسته کمېټۍ ته رپورټ وړاندې کړی چې له اوړي راهیسې په خیبر پښتونخوا کې د وسلوالو بریدونه زیات شوي دي. په ګڼو سیمو کې خلکو د مظاهرو، جرګو او پرلتونو له لارې پر حکومت غږ کړی چې د وسلوالو مخه دې ونیسي.

دا په داسې حال کې ده چې تحریک طالبان پاکستان د نومبر پر ۲۸مه خپلو وسلوالو ته امر وکړ چې په پاکستان کې دې حملې وکړي.

د نېکټا په رپورټ کې ويل شوي چې پاکستان د ۲۰۲۱ز کال په اکتوبر مياشت کې له ټي ټي پي سره مذاکرات شروع کړي ول چې دويم پړاو يې د ۲۰۲۲ز کال په مې مياشت کې وشو.

له تحريک طالبان پاکستان سره وروستۍ خبرې د روان ۲۰۲۲ز کال د جون پر لومړۍ نېټه کابل ته له پاکستانه ورغلي ۵۳ کسیزه جرګې کړې وي چې په ترڅ کې یې هغه يو مياشتنی اوربند تر نامعلومې مودې وغځېد چې د ۲۰۲۲ز کال د مې مياشتې په سر کې شوی وو.

د دې مذاکراتو لپاره د يوې حکومتي جرګې مشري د خيبر پښتونخوا د وزيراعلا د اطلاعاتي چارو سلاکار محمد علي سیف کړې وه. هغه ويلي چې د دې مذاکراتو موخه د امن ټينګ ساتل دي. خو تحريک طالبان پاکستان د نومبر پر ۲۸مه ادعا وکړه چې د پاکستان پوځ خپلې ژمنې نه دې پوره کړي نو ځکه بریدونه بیا پيلوي.

بلخوا د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله د ډېسمبر پر لومړۍ نېټه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته ويلي ول چې له ناقانونه وسلوالې ډلې تحريک طالبان پاکستان سره د حکومت هېڅ رسمي خبرې نه دي روانې او دا چې د هېواد امنيتي ځواکونه به "د ترهګرو ډلو د ماتولو" عمل په "پوره قوت" مخ ته وړي.

له دې پرته، د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګې (ايي اېس پي ار) وايي، د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر د ډېسېمبر پر شپږمه د خیبر ضلعې تیرا سیمې ته د سفر پر مهال هوډ وښود چې پوځ به د "ترهګرۍ خلاف مبارزه جاري" ساتي.

XS
SM
MD
LG