د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلاول بوټو زرداري: د پاکستان ترهګرۍ ضد پالیسيوو ته باید بیا کتنه وشي


بلاول بوټو زرداري په يوه غونډه کې د خبرو په وخت - انځور له ارشيفه
بلاول بوټو زرداري په يوه غونډه کې د خبرو په وخت - انځور له ارشيفه

د پاکستان پيپلز پارټۍ مشر او د بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري د خپلې مور او پخوانۍ وزيراعظمې بېنظير بوټو د تلين په موقع ويلي چې ترهګرۍ ضد پالیسي ته بیا کتنه پکار ده.

نوموړي د دیسمبر پر ۲۷مه، د سيند په لاړکانه ګړي خدا بخش کې د بېنظیر بوټو د ۱۵م تلین غونډې ته د وينا په وخت ادعا وکړه چې د عمران خان په مشرۍ تېر حکومت ترهګرۍ ضد پالیسي نه درلوده.

نوموړي زیاته کړه چې پخوانی وزیراعظم، عمران خان باید ځينې پوښتنې ځواب کړي: "چا اجازت ورکړی وو چې ترهګر دې بيرته راشي، وسلې دې هم نه ږدي او د هېواد قانون دې هم نه مني؟ عمران خان ته چا اجازه ورکړه چې ترهګرو ته پر پښو پريوځي؟ ترهګر چا له زندانه خوشې کړل؟ موږ اوس مجبور يو د ترهګرۍ ضد پالیسيوو ته له سره کتنه وکړو. د عمران خان پالیسي بايد پرېښودل شي. داسې پاليسي راولو چې د پاکستاني ریاست واک اختيار قايم کړي."

یلاول بوټو زرداري وضاحت نه دی کړی خو په ظاهره یې د تحريک طالبان پاکستان سره شويو هغو مذاکراتو ته اشاره کوله چې په ۲۰۲۱ کال کې د عمران خان په مشرۍ تحريک انصاف حکومت په مهال پيل شوي وو. د دغه کال په نومبر کې د هغه مهل د اطلاعاتو وفاقي وزير فواد چوهدري ويلي وو چې ټي ټي‌پي سره په جنګ بندۍ سلا شوي دي. د دې مذاکراتو د یوې جرګې مشري په خیبر پښتونخوا کې د تحريک انصاف حکومت د وزيراعلی سلاکار، بیریسټر محمد علي سيف کوله.

مشال راډيو ته ځينو سرچينو ويلي وو چې د پوځ او تحريک طالبان پاکستان ترمنځ شويو دې مذاکراتو کې پر دې سلا شوې وه چې د ټي ټي پي وسله وال کولی شي په قبايلي سيمو کې ځينو ځايونو ته وروګرځي. همداراز د مذاکراتو په نتيجه کې د ټي ټي پي ګڼ وسله وال له زندانونو خوشې شوي وو. هغه مهال د دې مذاکراتو پيلونکی د جاسوسي ادارې، ای ایس ای، مشر جنرال فيض حميد بلل کېده. نوموړي په بېلابېلو بیانونو کې ويلي‌وو چې غواړي په سوله ييزه طریقه ترهګري ختمه کړي.

خو په کابل کې شوي دا مذاکرات د اپريل په مياشت کې د هغه مهال وزيراعظم عمران خان پر ضد د اپوزیشن ګوندونو د کاميابه عدم اعتماد تحريک تر راوړلو وروسته چې په نتيجه کې یې هغه له وزيراعظمۍ ليرې شو، هم روان وو. قامي اسمبلۍ ته د دې تحريک په راوړونکو کې مسلم ليګ (ن)، پيپلز پارټي، جمعيت علمای اسلام او ځيني نور ګوندونه شامل وو. دوی اوس ايتلافي حکومت جوړ کړی دی.

د جون د میاشتې له لومړۍ نېټې څخه ټي‌ټي پي د پاکستان حکومت سره د نامعلومې مودې پورې اوربند وکړ. خو دې ډلې د نومبر په مياشت کې اعلان وکړ چې دا اوربند ختموي. د دې تحريک لخوا په يوه اعلاميه کې ادعا شوې وه چې د پاکستان پوځ د مذاکراتو په وخت شوې وعدې نه دې پوره کړې نو ځکه بیا حملې پيلوي. د دې وعدو تفصيل نه دی ورکړل شوی.

تر هغه وروسته د اسلام اباد په شمول د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې حملې شوې دي. د بریدونو او ناامنۍ زیاتېدو په اړه، د پاکستان د ترهګرۍ سره د مبارزې د هڅو هم اهنګونکې ادارې، نېکټا ويلي چې دغو مذاکراتو پاکستاني طالبان قوي او بیا منظمه کړل.

بلاول بوټو زرداري د خپلې مور د تلين په موقع په وينا کې وويل چې ولس ته بايد حساب ورکړل شي چې ماته شوې ترهګري څنګه بیا تازه شوه؟ د نوموړي د خبرو په اړه تر اوسه نه د پاکستاني پوځ پخوانيو چارواکو او نه هم د تحريک انصاف سیاستوالو څه ويلي دي. خو د تحريک انصاف يو سیاستوال، فواد چوهدري د دیسمبر پر ۲۷مه په يوه خبري غونډه کې ويلي وو چې د اوسني ایتلافي حکومت چارواکي نه بايد د هرې ناکامۍ د دوی پر پخواني حکومت واچوي.

بېنظير بوټو د ۲۰۰۷م کال د دیسمبر پر ۲۷مه د راولپينډۍ په لیاقت باغ کې تر جلسې وروسته په یو ځانمرګي برید او ډزو کې وژل شوې وه. هغه وخت تحريک طالبان پاکستان د دې حملې ذمه واري منلې وه.

د بېنظیر بوټو سياسي ژوند ته کتنه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:27 0:00

اړوند

XS
SM
MD
LG