د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیرستان عملیات: "د پاکستان مزاج بدل شوی خو تګلار یې پخوانۍ ده"


پراګ - د پاکستان وزیر اعظم میا نواز شریف او د کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان ویلي، دوی به د سختدریځۍ او ترهګرۍ مخنیوي او ختمولو لپاره هر اقدام کوي.


د دوشنبې پر ورځ، د نواز شریف په مشرۍ د واکمن مسلم لیګ پارلېماني پارټۍ په غونډه کې زیاتره مشرانو حکومت ته مشوره ورکړې ده چې په شمالي وزیرستان کې دې د وسله والو پر ضد عملیات وکړي.

د مسلم لیګ پارلېماني پارټۍ غونډې ته د وینا پر وخت که څه هم د پاکستان وزیر اعظم په سپینه په شمالي وزیرستان کې د عملیاتو کولو خبره ونکړه خو د سختدریځۍ او ترهګرۍ پر ضد یې د مبارزې هوډ وښود.

په ګومل پوهنتون کې د سیاسي علومو څانګې استاد عزیز الله خان مشال راډيو ته وویل، په تېرو ورځو کې په پاکستان کې د وسله والو د حملو له کبله د پاکستانیو واکدارانو مزاج لږ بدل شوی دی خو د هیواد تګلاره یا پالیسي نه ده بدله.

په شمالي وزیرستان کې به دوی غنم له پروړو څنګ ته کوي. مطلب په طالبانو کې دوی یوه ټولي ته ښه طالبان وايي او نورو ته بد طالبان وايي.
عزیز الله خان
دی وايي، په شمالي وزیرستان کې یوازې د هدفي عملیاتو امکان دی: ((په ډېرو ځایونو کې حملې وشوې. لکه په بنو کې وشوه، په راولپېنډۍ کې وشوه، او په نورو ځایونو کې پر پولیسو حملې وشوې. نو د [هغې له کبله] لږ په موډ کې تبدیلي راغله، په طبیعت کې ګرمایش راغی، لږه غوسه راغله، خو په پالیسۍ [یا تګلار] کې بدلون نه دی راغلی. نو زه وایم چې [هدفي عملیات] به کېږي [خو] هغه به هم پر ډېر غټ [کچ] نه وي.))

عزیز الله خان وايي، د پاکستان پوځ او حکومت په شمالي وزیرستان کې هغه ډول عملیات کول نه غواړي لکه په سوات کې یې چې کړي ول.

د ده په خبره، په شمالي وزیرستان کې د حکومت پلوه او حکومت مخالفه دواړو وسله والو ډلو تر منځ اړیکي دي او د یوه ټولي پر ضد عملیات کول او د بل پر ضد یې نه کول، د ګټې پر ځای تاوان لري: ((په شمالي وزیرستان کې به دوی غنم له پروړو څنګ ته کوي. مطلب په طالبانو کې دوی یوه ټولي ته ښه طالبان وايي او نورو ته بد طالبان وايي. خو هغه [وسله وال] هلته په یو ځای کې دي او له یو بل سره په وړوکې سطحه هم مرسته کوي. نو دوی که د بدو پر ضد عملیات کوي نو له هغې سره هغو ښو طالبانو ته هم زیان رسېږي. له دې سره دا خطر پیدا کېږي چې ګردسره دواړه ټولي به د ریاست خلاف شي. نو سم اپرېشن، لکه څنګه چې په سوات کې شوی وو، هغه دلته [یانې په شمالي وزیرستان کې] نشي کېدای.))

په اسلام اباد کې خبریال او د سیاسي چارو پوه قهار زلمی له عزیز الله خان سره همنظره دی او وايي، هدفي عملیات ګټه نه لري.

دی وايي، پاکستان چې کله هم پوځي عملیات کول غواړي نو د دې اعلان کوي چې له دې کار سره وسله وال له یوه ځایه بل هغه ته ځي.

چې کله ستا څلور یا پینځه لکه خلک د بل ملک [پر سرحد] ور واوړېدل نو دا بیا [شخړه یا جګړه] جوړېږي او بیا به عالمي [یا نړیوال] تنظیمونه هم په دې کې دلچسپي اخلي او پکې به [لاسوهنه] کوي.
قهار زلمی
د سیاسي چارو پوه قهار زلمی وايي، په شمالي وزیرستان کې به ځکه هم د پاکستان پوځ پراخ عملیات ونکړي چې د هغه ځای وزیر قبیلي لا پخوا د عملیاتو په صورت کې افغانستان ته د تګ خبره کړې ده.

نو که یوازې هدفي عملیات وشي نو د دې نتیجې او اثرات څه کېدای شي؟

زلمی وايي، له دې کار سره به د پاکستان دننه د وسله والۍ یا یاغیتوب مسله نړیواله بڼه واخلي چې د پاکستان پوځ یې نه غواړي: ((د پاکستان پوځ [چې] تر اوسه پورې د تذبذب ښکار دی د هغې وجه دا ده چې که [په شمالي وزیرستان کې] اپرېشن وشو نو په [شمالي وزیرستان] کې وزیر قام له ډېر مخکې دا فیصله کړې ده چې د پاکستان د کیمپونو پر ځای به موږ افغانستان ته ځو. که هغوی افغانستان ته ځي، نو تر اوسه پورې پاکستان [وسله والي، یا ترهګري] د هیواد دننه [د نظم او عامه امن مسله] ګڼي، دا [شخړه] نه ګڼي. چې کله ستا څلور یا پینځه لکه خلک د بل ملک [پر سرحد] ور واوړېدل نو دا بیا [شخړه یا جګړه] جوړېږي او بیا به عالمي [یا نړیوال] تنظیمونه هم په دې کې دلچسپي اخلي او پکې به [لاسوهنه] کوي.))

شنونکي په دې اند دي چې په شمالي وزیرستان کې هدفي پوځي عملیات د ګټې پر ځای تاوان زیات لري او دا چې د پاکستان ملکي او پوځي واکداران هلته د سمو او پراخو پوځي عملیاتو اراده نه لري.
XS
SM
MD
LG