د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خواجه اصف په مشرۍ پلاوی کابل کې د طالبانو له حکومت سره پر "امنیتي موضوعاتو" غږېږي


خواجه اصف د پاکستان د دفاع وزیر دی - پخوانی انځور.
خواجه اصف د پاکستان د دفاع وزیر دی - پخوانی انځور.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف په مشرۍ یو لوړپوړي پلاوي په کابل کې د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا د اقتصادي چارو له مرستیال ملا عبدالغني برادر سره لیدلي دي.

د اصف په مشرۍ پلاوی چې پکې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی صادق خان او د استخباراتي ادارې ای اېس ای مشر جنرال ندیم انجم هم شامل دي، د فبرورۍ پر ۲۲مه کابل ته ورسېد.

پاکستاني چارواکي پر داسې مهال افغانستان ته تللي دي چې د دواړو هېوادونو ترمینځ د تورخم دروازه د فبرورۍ له ۱۹مې راهیسې تړلې ده.

د طالبانو د حکومت تر واک لاندې باختر خبري اژانس په رپورټ کې ویلي، د برادر او اصف ترمینځ په کتنه کې پر دوه اړخیزه اړیکو، سوداګرۍ، سیمه ییز اتصال او د دواړو هیوادونو ترمینځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا پرموضوعاتو خبرې وشوې.

اژانس وايي، ملا برادر پر دې خبرې ټینګار کړی چې افغانستان او پاکستان دوه ګاونډي هېوادونه دي او باید له یو بل سره ښه تعلقات ولري.

تر دې مخکې د ملا برادر دفتر په بیان کې ویلي ول چې د پاکستان له پلاوي سره یې پر اقتصاد، سوداګرۍ او داراز، د تورخم او چمن پر دروازو د خلکو تګ راتګ په اړه خبرې وکړې.

اخوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند پر رسمي ټوېټر پاڼه د فبرورۍ پر ۲۲مه په بیان کې راغلي دي چې هغه "لوړپوړی پلاوی" د طالبانو له "لنډمهالي حکومت سره د ترهګرۍ پرضد د اقداماتو په ګډون پر امنیتي موضوعاتو خبرې" کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د دواړو خواوو ترمینځ له تورخم پرته د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په اړه هم اختلافات په ډاګه شوي دي.

د جنورۍ پر ۳۰مه په پېښور کې د پولیس لاینز پر جومات په برید کې لسګونه کسان ووژل او ژوبل شول. د هغې حملې ذمه واري هېچا نه ده منلې او تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) پکې د ککړتیا تور رد کړ.

تر دې یوه ورځ وروسته د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د قامي اسمبلۍ په غونډه کې وویل چې طالبانو د ۲۰۲۰ز کال د فبرورۍ پر ۲۹مه له امریکا سره د دوحې موافقه کې ژمنه کړې وه چې د افغانستان خاوره به د نورو هېوادونو پرضد کارېدو ته نه پرېږدي، خو د پېښور په برید کې د هغه هېواد له خاورې "کار اخیستل شوی" دی.

خو د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر دا تور رد کړ. امیر خان متقي د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه په کابل کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل، حکومت یې د سیمې په ګډون ټولې نړۍ او ګاونډیانو ته ډاډ ورکوي چې د افغانستان خاوره "به د هېچا پرضد کارېدو ته پرې نه ږدي."

نوموړي د پاکستان تورونو ته په اشاره وویل چې د پېښور د چاودنې په اړه دې "کره پلټنې" وکړي او "خپل مسوولیت" دې د بل چا غاړې ته نه اچوي.

له اصف پرته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري او نورو چارواکو هم په تېرو وختونو کې دعوه کړې ده چې د طالبانو حکومت د ټي ټي پي وسلوالو پرضد اقدام نه کوي. په وروستیو ورځو کې د امریکا د سولې انسټیټیوت په خپل تازه رپورټ کې وویل چې دا احتمال نه لیدل کېږي چې د افغانستان طالبان دې د پاکستانیو طالبانو له ملاتړه لاس واخلي.

د دې ټولو دعوو په ځواب کې د طالبانو حکومت په بیا بیا ویلي دي چې د افغانستان خاوره د هېچا پر وړاندې کارېدو ته نه پرېږدي.

د پېښور پر جومات تر برید وروسته د فبرورۍ پر درېيمه په پېښور کې د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ د اپېکس کمېټۍ په غونډه کې پرېکړه وشوه چې حکومت به د افغانستان او ايران له چارواکو سره په دې اړه خبرې کوي چې د ترهګرۍ لپاره د درېواړه هېوادونو خاوره استعمال نه شي.

دا په داسې حال کې ده چې په خیبر پښتونخوا کې د ۲۰۲۲ز کال له اوړي راهیسې حملې زیاتې شوې دي.

د پاکستان حکومت د ۲۰۲۱ز په وروستيو مياشتو کې د افغان طالبانو په مرسته له تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي‌پي) سره خبرې پيل کړې وې. دواړه خواوې د ۲۰۲۲ز کال د جون له لومړۍ نېټې په اوربند سلا شوي وو.

خو د ۲۰۲۲ز کال نومبر مياشت کې د ټي ټي پي مشر نور ولي مسيد په يوه بیان کې وويل چې خپلو وسلوالو ته یې امر کړی چې په پاکستان کې دې حملې بیا پيل کړي. د هغه په وينا، د دې وجه په مذاکراتو کې د پاکستاني پوځ له خوا د شويو وعدو نه عملي کول دي. هغې ناقانونه ډلې له هغه وخت راهیسې بریدونو ته زور ورکړ.

د پاکستان پوځ د ټي ټي پي د څرګندونو په اړه څه نه ول ويلي، البته حکومت او پوځ دواړو د وسلوالو پرضد د عملیاتو د دوام خبره تکرار کړې وه او په وروستیو کې یې په عملیاتو کې د ټي ټي پي د یوشمېر وسلوالو وژنې دعوې هم کړې دي.

د پاکستان حکومت وايي، وسلوال بیا منظمېدو ته نه پرېږدي او وزیراعظم شهباز شریف ټینګار کړی دی چې له هېواده د ترهګرۍ ریښې ختموي.

XS
SM
MD
LG