د لاسرسي ځای

تازه خبر

متقي د پېښور برید کې د افغانستان خاورې کارېدو تور رد کړ


امیر خان متقي وايي پاکستان دې خپل مسوولیت د بل چا غاړې ته نه اچوي - پخوانی انځور.
امیر خان متقي وايي پاکستان دې خپل مسوولیت د بل چا غاړې ته نه اچوي - پخوانی انځور.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر دا تور رد ګړی دی چې ګواکې د پېښور د پولیس لاینز پر جومات د برید لپاره د "افغانستان خاوره کارول" شوې وه.

امیر خان متقي د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه په کابل کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل، حکومت یې د سیمې په ګډون ټولې نړۍ او ګاونډیانو ته ډاډ ورکوي چې د افغانستان خاوره "به د هېچا پرضد کارېدو ته پرې نه ږدي."

نوموړي د پاکستان تورونو ته په اشاره وویل چې د پېښور د چاودنې په اړه دې "کره پلټنې" وکړي او "خپل مسوولیت" دې د بل چا غاړې ته نه اچوي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر دا څرګندونې تر هغې وروسته کړې دي چې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د جنورۍ پر ۳۱مه د قامي اسمبلۍ په غونډه کې وویل چې طالبانو د ۲۰۲۰ز کال د فبرورۍ پر ۲۹مه له امریکا سره د دوحې موافقه کې ژمنه کړې وه چې د افغانستان خاوره به د نورو هېوادونو پرضد کارېدو ته نه پرېږدي، خو د پېښور په برید کې د هغه هېواد له خاورې "کار اخیستل شوی" دی.

د جنورۍ پر ۳۰مه د پېښور پر پولیس لاینز جومات په ځانمرګي برید کې د وژل شویو شمېر ۱۰۰ ته رسېدلی او پکې تر ۲۱۵ زیات کسان ژوبل شول. د هغې حملې ذمه واري چا نه ده منلې او تحریک طالبان پاکستان ورڅخه لاتعلقي اعلان کړه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG